شعرونه


ترنګ

  آرش ننګيال  ترنګ د رباب شرنګ د پيالو شرنګ د بنګړو ماته خوب راوليد آللو شرنګ د پاولو شرنګ د ګونګروسيلۍ د زلفو ښکالو دشونډو وږمه د سپېنې خولګۍ په ما څپه راولي د لېونو سر په مړوند نشته د بنګ خوله د قلنګپاس مې هواته بيايي تر آسمانو

15.11.2007 نصرت الهام

غزل - ګلالۍ -کابل

  غزل ګلالۍ --کابل   د منصور غوندې په دار زلمى مې خوښ دى په دښمن چې کړي ګوزار زلمى مې خ

14.11.2007 نصرت الهام

څلوريزه

څلوريزه آرش ننګيال ساندي وي زګېروي وي او ښېراوې ويمړي جنازې وي او دعاوې ويزه چې د خندا په چم بلد نه يم زمونږ کلي کې هره ورځ ژړاوې وي

14.11.2007 نصرت الهام

د غزل ، غزل

غزل نبيله غزل د جل وهلي محبت په تور بدنامه يمهزه د ښاغلي محبت په تور بدنامه يمه د کلي نجونې مې له سيوري نه هم کرکه کويستا د سپېڅلي محبت په تور بدنامه يمه دپېغورونو زولنې مې په پښو کې پرتېد خداى وهلي محبت په تور بدنامه يمه ګناه مې داده چې د خپلې ژبې وانه وښتمد خپل پاللي محبت په تور بدنامه يمه

13.11.2007 نصرت الهام

د جلال نوى غزل

غزل جلال امرخېل کړې حالاتو اشارې دي ځوانيمرګه به شې خواته مې مه راځه خطرې دي ځوانيمرګه به شې څوک به دې مړه کړي لوپټه  په بلۍ مه  رپوه د خلکو سترګې درپسې دي ځوانيمرګه به شې پرون سهار د قضايي لمونځ  له  ادا نه وروسته درپسې کړې مې ښېرې دي ځوانيمرګه به شې زمابدنامه نوم په پام اخله بدنامه به شې بي

13.11.2007 نصرت الهام

د نبيله غزل تازه غزل

  غزل نبيله غزل چې خوره زما په زړۀ ده تنها يي ده توره شپه توره تيارۀ ده تنهايي ده چې مې نيمه لار کې نه پرېږدي يواځې چې د ښکلو غوندې نۀ ده تنهايي ده لکه خوند لکه مزه او لکه مالګه د مين د ژوندانۀ ده تنهايي ده آينه ده سړى ځان ته پکې ګوري

12.11.2007 نصرت الهام

ولولئ او وايې ورئ

  غزل قلندر مومند تا چې زلفې په سپين مخ باندې لام لام کړې يه ليلو په ما به سپينه ورځ ماښام کړې حنايي ګوتې په خير شه پوى دې نه کړم د نقاب لاندې پرده کړې که سلام کړې آينې ته په کتو کې څه دروشي اننګي چې له حيا نه لال او فام کړې زلفې ، سترګې ، شونډې ، دواړه رخسارونه د يو مرګ لپاره څومره اهتمام کړې تا چې دا

11.11.2007 نصرت الهام

له کومې ورځې چې پر تا مين يم

  له کومې ورځې چې پر تا مين يم                                                         فرهاد هلمند    له اردو نه ژباړه

11.11.2007 نصرت الهام

يو ځل دې بيا زلمی کړم

ګران نصرت الله الهام ته ډالۍ يو ځل دې بيا زلمی کړم بازمحمد عابد الهامه! تا دې خدای ژوندی لريدرته د زړه خبره سپينه کوملنډه يې وايم نن سهار چې مې ته وليدلېماته دې څو کلونه وړاندې زلميتوب راياد کړزه چې هم ستا په څير زلمی وم نو همداسې اومهما به هم ستا په څيرپه خپلې

08.11.2007 نصرت الهام

غزل -- نبيله غزل

غزل نبيله غزل نن د ژوند د پسرلي په غېږ کې يمخو سبا به د مرګي په غېږکې يم د جنت د غېږې خيال راسره نشتهځکه زه مې د لالي په غېږ کې يم تخنوي مې راته ګوري راته خانديد يو داسې لېوني په غېږ کې يم لکه پرخه په ګلونو يې پرته يمد يو ښکلي ګلابي په غېږ کې يم پښتنه پېغله يم لرې ورنه نه ځمد ګودر او د منګي

07.11.2007 نصرت الهام

غزل --الهام

  غزل نصرت الها م دسرو لمبو خبرې زده دي راته د اننګو خبرې زده دي راته ژوندون مې نه دى په اوږو بارشوى د پښتنو خبرې زده دي راته زلفې خورې کړه زلفې و غوړوهد تورو شپو خبرې زده دي راته سترګې مې سرې نه دي شرابو باندې د شوګيرو خبرې زده دي راته د زړه خبرې به دې خود اورمه چې د لېمو خبرې زده دي راته ستا دښکلا نظر به مات شي ګرانې د سپېلنو خبرې زد

07.11.2007 نصرت الهام

د اوردو شعرونو ژباړه -- هلمند

ته مې يادېږې اشنا ته زما نه هېرېږې خپل ځان ته هم او نورو خلکو ته هم ما دا خبره دومره ډېره وکړه چې بس زړګى مې شين شو اوردو شاعر ( فرحت عباس شاه ) ژباړن :  فرهاد  ( هلمند )  له محبت دې څه په لاس راوړل ؟ د خوبونو له نشتوالي د وصال له کيفيت نه ورځ او شپه

06.11.2007 نصرت الهام

هغه ...

هغه ... انتخاب : عبدالوهاب بلال  لکه غزل د شاعر لکه جادو د ساحر لکه د سترگو ساغر لکه نغمه د رباب لکه غوټۍ د گلاب لکه د مينې کتاب لکه هوا د سهار لکه د مينې خمار لکه اواز د ابشار لکه شپېلۍ د شپونکي له درزا د زړگي لکه اوبه د منگي لکه نغمه د بلبل لکه مطلع د غزل لکه شمله د اتل لکه ښايست د سپوږمۍ لکه اواز د شپېلۍ لکه د وصل باران

06.11.2007 نصرت الهام

غزل

  غزل نصرت الهام نرۍ ژړا مې لا په ياد پاتې ده پکې موسکا مې لا په ياد پاتې ده د وصل هره شېبه هېره رانه د زړه درزا مې لا په ياد پاتې ده هغه کنځا مې اوس له ياده وتي هغه دعا مې لا په ياد پاتې ده د لېونتوب مې نور څه نه دي په ياد يوه صحرا مې لا په ياد پاتې ده هغسې بيا وګوره ، بيا م

05.11.2007 نصرت الهام

جينۍ

  څلوريځه دا چې ځان سره خندېږي دا جينۍ په يارۍ باندې پوهېږي دا جينۍ لکه اوښکه مې په سترګو کې مسکۍ ده په زړګي کې مې اوسيږي دا جينۍ

04.11.2007 نصرت الهام

غزل - شيرين زوى

  شهزاده شيرين زوى په دوه لاسو جوړېږي نه،څلور لاسونه نه شتهد وران کاله له ستر سره ورور لاسونه نه شته يوازې ژوبل،ژوبل امېدونه يې ملاتړ ديزما د ارمانونو تر شاه نور لاسونه نه شته د خداى د مرستې وړانګې،وړانګې لاس په ايښىد تکې تورې ورېځې پرې تک تور لاسونه نه شته بې درد چې يې په څېرې ګرېوانه پورې موسکىيتيم ويل زما د ګرانې مور لاسونه نه شته

01.11.2007 نصرت الهام

پښتانه

        خوبوړي دي ، خومار دي پښتانه خوبياهم لکه بيدار دي پښتانه هماغومره د بې لارو کمى نشته لکه څومره چې په لار دي پښتانه

31.10.2007 نصرت الهام

کرکه مه کوه کاروانه !

کرکه مه کوه کاروانه ! پير محمد کاروان عجيبه يمه له مينې مې زړه ډک دیاوښکې اوښکې مې پرمخ وي را روانېله خوښۍ، له هيجانه اوله دردهدبلبل غوندې مزاج زما دزړه دیله نرګسوله ګلابوسره مينهله غاټولوسره مينهزه کومه بس له ټولوسره مينه@@@داپرون چې يې په جېب کېپروت کاغذ دمفلسۍ وترپاچانه هم لږزيات راباندې ګران وځکه سترګې يې مړې وې@@@دغه نن يې چې په جېب کې شين وزري نه ځاييږيخوله کبره له

29.10.2007 نصرت الهام

آزادي

آزادي پير محمد کاروان چې ماشـــــوم تـــه په لــلولـلوللوکېمورپه مينه دوطن سندره وايــيچې دغره توره بلبله باغ ته راشيدسره ګل دشنه چمن سندره واييپه غاټولوکې راټولې جينکۍ چېدشهيددسره کفن سندره وايي  په جاموکې نه ځاييږي سړی لوی شينوايله دازادۍ په معنی پوی شي ښايستوکې شکرغږي ماشومان چېپه کټ کټ اوپه چغارلکه طوطيان شيکتابونه چې په زړونوپورې نيسيجوماتونومکتبونوته روان شيچې دپوهې او

28.10.2007 نصرت الهام

غزل

غزل جلال امر خېل د خپل روح  اصلي تصوير په ايېنه کې شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې

25.10.2007 نصرت الهام

غزل

سترګې پټې زړه مې ډوب فکر خفه غوندې سې ده اشنا غم مې سې زړګې باندې ميلمه غوندي سېده رڼاګانو ده ښکلاؤو ده جذبو په ښار کې زړه می په يو نظر را مړ کي پرې تياره غوندي سېزما نه به هيڅ ستا توري سترګي تور لېمه هېر نه سېکه مې ده مخه دا دنيا چپه چپه غوندي سې کله په زړه سي مي چاپير سي داشنا يادونه اوښکي بيالې او سترګي دواړه مي چينه غوندي سې نور هيڅ ارمان به دی ،،سېلاب،، په زړه کي پاته نه سي که يه ليلی په څنګ يو واري ويده غوندي سي

18.03.2009 laman

دحسن سیلاب یوغزل

ده وفا وفا قصې سوې نورې ورکېده جانان ده غېږ مزې سوې نورې ورکې د وفا او ده وصال قصرونه وران سول د دېدن ښکلې درې سوې نورې ورکې سې په تمه ده دېدن به کې ولاړ وېهغه لارې او کوڅې سوې نورې ورکېسې هر وخت هره شېبه به په خندا وېده خندا هغه شيبې سوې نورې ورکېسې هر وخت به ېه جانان جانان وېلوهغه ژبه هغه خولې سوې نورې ورکېسې خماره به روان وې مېخانې ته ها ساقې او مېخانې سوې نورې ورکې چې ،سېلاب، ده تکبر ورباندې راغۍ بس د مېنې کروندې سوې نورې ورکې

18.03.2009 laman

خپل دخاپوړو کلي اګام ته!

اى کاش ! سږ پسرلي کې څو کيږدۍ اګام ته راشياى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام ته راشيوه خدايه ! دا مو کله پېر زو کيږي په خپل کلي چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګام ته را شيځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګام ته راشيچې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګورې دستورو مشره خور،سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشيوالله چې غزلتوري دې حيران شي ورته پاتېشاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشيزمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيله کړيج

19.01.2009 laman

دنسیم پسرلي یوغزل

ښه سوه له ځانه چي تر ما يې ځان راورساووله تا نه مخکي په هوا يې ځان راورساووډېر يې ووېل وم ناځوانه خو اوس نه يم شپه درځمچي اذان وسو په سبا يې ځان راورساوودارو درمل يم مور مي ډېر ځلي ويلي راتهيار وو رنځور تر مسيحا يې ځان راورساوورقيب مي ژامه راتړله دا ونسول داسيمور که مي نه وه خو دعا يې ځان راورساوولکه ماشوم مي غبرګ لاسونه ور ته بر نيوليسپوږمۍ که رانغله رڼا يې ځان راورساووخپله ژبه که کلا ده که بلا، موږ خو خپلهکلا ته ورنغلو بلا يې ځان راورساوو"نسيمه"

09.09.2008 laman

د مینې انګړ

اې ښـکلـیـه ستـا د حـسن پـلــوشــې بــه مسکیدېستا سـترګــو پــښــتـنـو کـې بــه د ورایـه ځـلـیـدې یو ټـال دې پـکــې جوړ کړو ښه د میـنـې مـزیـدارد مـیـنـې پـه ټـالـۍ پــه زنـګــیـدو بــه خــوریــدې سـجــده د عـبـادت وه تــا د میــنـې کــړه یــاريد مـیــنـې عـبـادت کــې دی سـجـدو تــه ټـیټـیــدې انـګار د مـحــبــت ؤ سـره لـمــبه شـولـه د میـنـېد مــیــنـې سـره لــمــبـه وه پــه لـمـبــو بــه ســـوزیـــدې بــنــډار د عــاشـــقـۍ ؤ د میــنــې پـه ان

09.09.2008 laman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more