سپين سره مې نه لګي ، سپين دى د ريا رنګ
سپين دى د کفن رنګ ، سپين دى د فنا رنګ
سپين دى د ټګۍ دستار ، سپينې د سپي سترګې دي
سپين يې جال او سپين يې دام ، سپين دى د ملا رنګ
تور دى د شيطان لباس ، توره د انکار توره
تورې د غم سترګې دي ، تور دى د بلا رنګ
تورې د مرګ پنجې دي ، تورې د بو داړې دي
توره د ماتم جړۍ ، تور دى د ژړا رنګ
سور دى د ګلاب او د وصال او د خمار رنګ
سره ده د ځوانۍ نشه ، سور دى د بهار رنګ
سور دى د پالنګ او د خوبونو د دلدار رنګ
سور تورو غمونو کې د حسن او رڼا رنګ
شنې د غني سترګې دي ، شين دى د وفا رنګ
شين د چمنونو او فصلونو او ځلا رنګ
شنه د اميد پاڼه ده ، شين دى د سبا رنګ
شين دى د سپرلو د خوشحالو او د خندا رنګ
لېونى فلسفي غني خان
دلته يې اورېدلى شئ
http://www.mastana.net/music/index.php?p=Sardar%20Ali%20Takar/Rangeen%20SaQi/Spin%20Sara%20Mi%20Na%20Lagi.wma&l=8&m=1
15.01.2008
- نصرت الهام
محمد عيسى جانان ، تکړه ممثل شاعر او ليکوال
محمد عيسى جانان ، د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ دى ، د کابل د پولى تخنيک نه يې د دپلوم انجنرۍ سندر اخيستى دى .يو تکره اکټر او اداکار دى ، د خپل مسلک انجرۍ د کارونو تر څنګ په خپلو هنري کا رونو بوخت دى . د کونډۍ زوى ډرامه چې په شادګل مشهوره ده په هغې ډرامه کې هم کله چې شادګل يو هوټل ته ننوځي نموړي پکې د هوټلي د شاګرد رول لري . (( چې د ماما اوزه دې ده زما په سر يې و...
17.01.2008
- نصرت الهام
غزل
خندا او خوشحالۍ مې د فرياد ګاڼه پر تند هرې يوې ساه مې ستا د ياد ګاڼه پر تندا ستا د زلفو کفر او زما مومنه مينهنه&n...