يادونه : دا نظم د ښاغلي تسنيم له کتاب نه درته غوره شوى دى ، رياض تسنيم د کوزې پښتونخوا تکړه شاعردى چې په کراچۍ کې اوسېږي نوموړى خوږه او خوندوره شاعري لري دلته ( کابل کې ) يې د امن په مشاعره کې هم ګډون کړى و ، دغه کتاب يې (( دا کوم رنګ مې کشيد کړى )) ګران ملګري باز محمد عابد د لوستلو لپاره راکړى و ، چې ما ترې يوڅه شعرونه کمپوز کړم او غواړم تاسې سره يې شريک کړم .

الها م

ilham_khadarkhil@yahoo.com

جينۍ

رياض تسنيم

زړه کې مې يوه جينۍ
ګل جينۍ وږمه جينۍ

ژوند لکه د زهرو ګوټ
شاتو نه خوږه جينۍ

پر په کوهِ قاف وهي
ده په خوب ويده جينۍ

هر تصوير هغه تصوير
لور په لور هغه جينۍ

تکې سپينې واورې لاس
دا سپوږمۍ هم ده ، جينۍ

زړه لکه ملنګ ولاړ
بنده دروازه جينۍ

ستوريو ! اوس به چرته وي ؟
عطرو کې خيشته جينۍ

يه دروازې ! خيال کوه
ده د باد څپه جينۍ

ستا د شونډو رنګ لري
زخم دى تازه ، جينۍ !

بار په خپل خاطر يمه
راکړه حوصله جينۍ!

ځان نه مرور يمه
ما پُخلا کوه جينۍ !

خاورې نولم څنګ ، په سر
بس تماشه کړه ، جينۍ !

دوى زما اوستا څۀ دي
دا خلق پرېږده ، جينۍ !

هر (( نن )) د (( سبا )) په رنګ
ځان دوکه کوه جينۍ !

شمېره د سر سپين وښتۀ
لارې مه څاره جينۍ !

مونږه ټول نيمګړي يو
دلته څوک پوره – جينۍ !

 

 


رحمْن بابا ته نذر

د زنځير کړۍ ، کړۍ مې هر ارمان شو
لويه خدايه ! دا خپل کور راته زندان شو
يو د خاورو کنډولى ذرې ، ذرې پروت
دابې صبره زړۀ په ما باندې تاوان شو
نه چا ګوتې پرې کړې ، نه يې څوک تپوس کړي
ستا يوسف څومره په مصر کې ارزان شو
يو کنډر يې لوى ثبوت د بربادۍ دى
دوباره کۀ داښار هر څومره ودان شو
لمر هم ځان د تورې شپې کفن کې ونغښت
يو ناکامه سړى هم کور ته روان شو
عشق د وصل مرحلو کې يو ګران کار و
چې د هجر مرحله راغله اسان شو
خلک وايي چې په ګل هم ته ويشتل کړې
يوزمونږ په زړه کې خاورې دا ارمان شو
يوې پېغلې په زيارت شکرانه کېښوه
يو لالى د لرې ملک نه راروان شو
يو زرګر ورته نيم ، نيم نۀ پاتې کېږي
يو بدن د سرو او سپينو زرو کان شو
خلکه ! کډې ګرځول زما نه زده کړئ
چې مې زوړ پاس په اوږو د کور اسمان شو
چې د سترګو کچکولونه يې نسکور کړل
يو ملنګ په ملنګۍ کې شاه جهان شو
يو رحمان ، په سړه بن کې ګل پاشي کړه
يو تسنيم ، په کراچۍ کې غزل خوان شو

...................................................

د خپل سفر د عجيب ستوري په ولکه کې زه وم
له دايرو که وتم ، بيا هم دايره کې زه وم
يوه موده زه هم د ( زه ) په معنا نه وم خبر
او چې خبر شوم ، بيا په هره آينه کې زه وم
تابه زما ذکر د کومې واقعې نه ويستو
په څه ناڅه حواله هره واقعه کې زه وم
ستا د جمال د هر يو رنګ سره مې کړې ، سيالي
د ګل رګونو کې وې ته ، د ګل وږمه کې زه وم
تمامه ورځ مې د قبرونو شمار کې تېره کړله
لکه ژوندى په دغه لويه هديره کې زه وم
نسنيمه ! دغه ماته توره او د مخ زخمونه
دي ګواهان چې د رڼا په قافله کې زه و م

.............................................
بيا د زړه يو آرزو وږمه ، وږمه ده
لکه پېغله د ځوانۍ په خوب وده ده
ترخه ځکه ده چې عمر يې ډېر کم دى
خوږه ځکه ده چې ستا د خولې وعده ده
حال مو يو بل ته د کوم قيامت ونه وې
حال مو يوبل ته د کوم قيامت ونه وې
زه يم او يوه خاموشه دريچه ده
د انسان د زړه سکون پکې عنقا دى
درمسال دى ، که ګرجاده ، که کعبه ده
انسانان پکې د ګوتو په شمېر اوسي
تش په نوم خو ډېره لويه ښاريه ده
خو دا کلى سم د مرګ په خوب ويده دى
ګنې مونږ وهلې هره دروازه ده
حادثو تسنيمه ! څه لوبې ونه کړې
خوپه خولې مو هم هغه د ژوند نغمه ده

............................................

سم په مثال د دېواله شي سړى
هرڅه دې شي تنها دې نه شي سړى
تر لرې ، لرې د سرونو ځنګل
تر لرې و لرې نه ليده شي سړى
نه مخ دى مخ ، نه سترګې ، سترګې پاتې
قسم په خخداى که پېژنده شي سړى
يا خو دې شپه په بيدارۍ سبا کړي
يا خو دې سم په خوب ويده شي سړى
دا بې حسي که لږه نوره زور شوه
نقش به اخر په دېواله شي سړى .