شعرونه
كيږدۍ
سترګو مې ګل مخې، ستا په لار كيږدۍ وهلې دهتاو، رانه لمبې دي ،انتظار كيږدۍ وهلې دهګل غوندې په زلفو كې مې ونغاړه، چې ښكلې شېوګوره لمر مخې، چې خمار كيږدۍ وهلې دهځمه چې په تور، دتورو زلفو باندې وزانګمهاغه دى منصور زړه مې، په دار كيږدۍ وهلې دهوخت دپسرلي شو، په ګلانو كې به يي خوښ كړمهستا اوربل ته ګل ! ماپه ګلزار كيږدۍ وهلې دهخدايه ! دجانان دوړانګو تاو، ستي ستي كړمهعشق مې له غيرته، په انګار كيږدۍ وهلې دهلاړ سپيره خزان، كارغان هم والوتلرابه شي بلبل، ما په بهار
غزل
څه ساده خلک يو چې څوک راته راوګوري لږ مونږه ورمنډه کړو لاسونه ورته دواړه ورکړومونږ اطرافيان بس په هرچا کوو دخپلو ګمان څوک چې راپاڅي تالاشئ ته مونږه غاړه ورکړودوی مو په شاړو واسکټونو کې بمان لټوي مونږورته جيب نه موټې کورت راواخلو واړه ورکړومونږ ساده خلک په ټګئ او برګئ نه پوهيږو &
غزل
خوښیږي مې په ښکلو کې ېوازې پښتنې بس سل واړه په سلو کې ېوازې پښتنې رنګینې مرغلرې سپینې سرې لروګلرنګېهندوهندوکاکلوکې ېوازې پښتنې زمونږ دملک خوبان خوخداېږوغونډ شفق شفق ديپابندې په آغلوکې ېوازې پښتنې دانورناپښتانه ښکلي مې دي دسترګو تورخوخوښ مې دي په ګلوکې ېوازې پښتنې نن نورې ګل لبانې یارانې په نري ست کړيالماس مینه منلو کې ېوازې پښتنې
غزل
نن مې بيا په زړه راوورې، نن مې بيا ته مېلمنه يېهرې ساه سره مې مله يې، څومره ټينګه پښتنه يېمونږ د وخت له ګوتو وتي، زمانې رټلي خلکچې لا پايو، نو جانانه بس هم ته مو بهانه يېمنشوري حسن څښتنې ، پښتني رنګونه نغاړېد خوشحال بابا ديوان يې او که پټه خزانه يې؟دا لوټلى پېغلوتوب دې، دا بې رنګه زندګي دې اه زمونږ د ويجاړ کلي بې سرليکه افسانه يېما له ګوتې نيسه ياره د غزل په سخته لاره ته زما د خيال لارښوده، د لفظونو خزانه یې
غزل
تشه راغلې له چينې منګی دې مات که اوس به څه کوې بانې منګی دې مات کهپه دوه ګوتو دې نيولی و له کبره په نازونو باندې تلې منګی دې مات کهپه وربل باندې دې ښکته اوبه راغلې په سينه دې بهېدې منګی دې مات کهډيرو پيغلو و په غيږ کې ګرځولی
غزل
داجازې نه هر څه وتي له منتر وتلي دتور نقاب نه دې شغلې دسپين بشروتليخدای دې زموږ ايمان ته خير کړي نور به څه ووايو درانجو کرښې دې دسترکو نه بهر وتلياوس هم ديو بل له ګريوانه ګوتې نه وباسي په پښتنو پسې قامونه په لښکر وتليستا په فراق کې خو لا شپه نيمه هم تيره نه وه
هایکو
دشپې ناوخته کورته ولې راځېسبابه ماته خلک هرڅه وایيبیابه دچاخولې ته برغولي نیسم
هایکو
جانان مې هسې مزدوري نه کويپه مزدورۍ کې خوڅه شرم ندیخلک دوبۍ اواماراتو ته ځي
غزل
تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه همدلته ښه يو زمکه ښه دهزلمی دې کلک وي له فولادو جوړ ويپېغله پسته ښه ده نازکه ښه دهته به له نازه وايې مړ شې خو پامله دې جملې سره خدای مه که ښه دهد شعر ورد به دې له بدو ساتيد خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده
نيكمرغه ورځ
څنګه نيكمرغه ورځ وهڅه بختورمهال وګودر خالي وله غمازو نجونويواځې ته وې، دګودر په غاړه په سپينو لپو دې، منګى ډكوهچې مې دخيال شاهين تر سترګو كړلېاول به موسكه بيابه سوچ كې لاړېلكه چې ستا همزه ياد شوى ومه بيا دې، په ما نظرشوله ځايه پورتهوارخطاغوندې شوېخو ځان دې ونه بايلهما سر تر پايهدرته وكتل په غټو غټوبيا هم دمينې په دودلكه حاجي چې دكعبې طواف كړيداسې، دا ،ستا، له قامت وګرځيدم بيا دې، تر څنګ كيناستم ته شوې لږ لرې
غزل
چې سپین سهار مې په نظر رانغلېدترګمودې راته مه وایه څهکه ځې له خوانه مې نوهسې به ځېیاره دتلودې راته مه وایه څهپه ژونداومرګ څه اعتباردی اشنادتلوراتلودې راته مه وایه څهبس دی چې ستا په غېږکې خوب نه شومهدبیا لیدودې راته مه وایه څهیاره که زما دزړه په کور کې اوسېدورځو شپو دې راته مه وایه څهدخوار قسمت به فیصله داسې ويداندیښنودې راته مه وایه څهنورمې دګل پرځای کمڅوکې اوسهدپرېوتودې راته مه وایه څه
نه به ته يې نه به زه يم
يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يمهم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم د پانوس لمبې به سوځي يې فرياده وزرونه بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د ميني وژني بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم د باطل نمرود به اور وي د حق چيغي شوروي څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم لا چښي به په خلوت کي غ
غزل
ستا د مغرورو سترګو ست غواړمهله تا نه دومره محبت غو اړمهما پر همدې دنيا د و ز خ ليدلیزه پر همدې دنيا جنت غو ا ړمهدا ظالمان چې مختورن شي په کېله وخته نه مخکې قيامت غوا ړمهچې زړه قاضي عقل وکيل وي په کېمين ته داسې عدالت غو اړمهرټې مې څله ،څه سوالګر خونه يم؟زه خو هر څه په خپل همت غواړمهمرګه په غېږ کې به دې نيسم ضروربس ،ديو څو ورځو مهلت غوا ړمهزه د تکرار په ژبه نه پو هېږ مزه روا يت نه ، بغا وت غوا ړمه
غزل
ځمه په ښکارپسې دزړه په بازمرغۍ رانیسمږلۍ وهلې وزرماتې توتکۍ رانیسملکه چې تیرعمرمې بیا په واپسۍ کې راغلوچې په اوبوکې تصویرونه دسپوږمۍ رانیسمدکابل سیندیې رانه وړي دسمندر په لوريخورې ورې پکې ټپې دملالۍ رانیسملکه بوډاوروسته مې هیروي وړاندې منډه وهمغزل غزل ځواني دیارپه څه خوارۍ رانیسمماسراومال دواړه په دارکې تیارایښي درتهبې غمه اوسه درقیب هره بولۍ رانیسمتاددیدن خیرات یوازې په مانه دی پیرزودپردي کلي ماشومان دبې وسۍ رانیسمدخیال بلبل مې په سینه کې غشی لک ر
پسرلي مومبارک شه : يعقوب منګل
پسرلي مومبارک شه*****پسرلي دي هري خواته غوړیدلي دي ګلونهداپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونهداپیغلي ګورهڅومره ښکلي فضاده٬هري خواته شوراوغوغادهپه غرورغوکي اورم٬دبلبلانو آوازونهداپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونهداپیغلي ګورهلیلا له کوره ده وتلي٬ګرځي په ګلونوکي غلي غليمجنون ته ګوره٬په ګوګل کي ئ زړه وهي ټوپونهداپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونهداپیغلي ګورهدسپوږمۍ اودهغي دمخ مق
زه دې اوس څنګه هير كړم :رحيمه پشتونجار
سرليک: زه دې اوس څنګه هېرکړم زه دې اوس څنګه هیر کړم؟زه دې اوس څنګه هیر کړم؟ته مې د سترګو په بڼو کې اوسېکله مې سترګو په رپ وغورځې لنده خیشتهدمخ په اننګو خوره شېکله داور به جامه پټه سره
شعر : يعقوب منګل
آشنادي
غزل : رحيمه پشتونجار
غزل نن مې بیا خوره دغم رڼا په تورتمونو شوه مړه مې تلوسې ته په ژړا په تورتمونو شو ګورمه ایسار مې د لیمو په قید د اوښکو پل نن رانه روانه په ادا په تورتمونو شوه بیا راته د بخت طالب دغم سیپاره وسپړه ورکه ښاپیرۍ مې د ثنا په تورتمونو شوه
د افغان وطن تجزیه ده نا ممکنه
د افغان وطن تجزیه ده نا ممکنه بیا دې څه د خرمستۍ شراب څښلې؟ چې په سر کې دې مردار خیالونه ګرځي بیاد کوم کم عقلتوب طوفان رالوتی؟ چې له تا یې انساني خویونه هیر کړل نه نه ته خو له ادمه تر دې دمه انسانیت نه لرې لرې پاتې شوې
پاڼه كې پاڼه : سيد جيلاني جلان
پاڼه كې باڼه هغه دې ياد دي ګرانې؟ چې
د ښار هينداره : سيد جيلاني جلان
د ښار هېنداره د ښار هېنداره کې اوړي تصویرونه عجیبه عجیبه
د مور د ورځې په وياړ: سيد جيلاني جلان
دمور د ورځې په ویاړ. مورد مور ورځ ده په ګلونو لمانځل کیږيپه ډالیو په رنګونو لمانځل کیږيپه خوږو خوږو غږونو لمانځل کیږيپه شاندارو محفلونو لمانځل کیږيزه څه وکړمه؟ چې نه لرم مورجانهزه یې یاد لمانځم په سپینو سپینو اوښکوزما وجود نن د دردونو سمندر دیلوند او خیشت دی ښه په وینو وینو اوښکوزه نن ځان احساسومه په نړۍ کېله تر ټولو یو بې وسه او بې کسهته وا خوله ،سترګې ،لاسونه پښې مې نشتهناهیلي مې رابهیږي له
د انټرنیټي خدمتونو د بیې په کمښت کې د پام وړ بدلون : ګلالى اورښت
د انټرنیټي خدمتونو د بیې په کمښت کې د پام وړ بدلوند ۱۳۹۱ ثور/غویي ۵ نیټه سهار مهال د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تالار کې د نوموړي وزارت لخوا مطبوعاتي غونډه جوړه شوه چې د مخابراتو او
غزل : سيد جيلاني جلان
نه هغه مست یم او نه دنګ د مینارې غوندې یماوس د وجود په اوږو بار د جنازې غوندې یم
ژباړه : سيد جيلاني جلان
تا ښکلوم له اوږدې جداۍ نه وروسته شیبه شیبه تا ښکلوم او احساسوم دې ډیر هیجاني لیک درته کښم خپل بریښنالیک ولوله ---- محاوره داسې مه وایه چې زما مینه د لاس بند یا یوه ګوتکۍ ده زما مینه یوه لویه دایره ده زما مینه د سمندر تل کې کشتواني ده داسې هم مه وایه چې زما مینه سپوږمۍ ده زما مینه د شغلو پاشلې نړۍ ده. شاعر : نزار قباني ژباړه : سيد جيلاني جلان