شعرونه


روژه

روژه دخدای درحمتونو میاشت دهروژه دزړونو درازونو میاشت ده ماته له هرڅه نه روژه ګرانه دهروژه درنګ رنګ نعمتونومیاشت ده زما ددې میاشتې اختر خوښیږيدښکلوښکلودیادونومیاشت ده دقدرشپه ترټولوغوره شپه دهداپه ریښتیا دثوابونومیاشت ده دحقمل تل مدام روژه خوښیږيروژه دډېروحکمتونومیاشت ده

06.09.2008 laman

دسیدنقیب سحریوغزل

بس دې ديار غمه نور مي مه چيړه اوتم له د مه نور مي مه چيړه لږه موده پس به ليونې شمه واوره اي صنمه نور مي مه چيړه شپه دهجر شپه وه لاړه تيره شوه زرراشه ګلپمه نور مي مه چيړه زه سحر په ګل پا ڼه غزل ليکم لري شه شبنمه نور مي مه چيړه

06.09.2008 laman

دمحمد علي عمري یوشعر

ټینګ سه اې زړګیه اشنا نه راځيرنځ به قبلوې مسیحا نه راځي ما ته یو فقیر په خوب کې وویلما ته یې وعده کړله بیا نه راځي هر کا رچې انجام نلري کار نه دیلا س به ځنې مینځې بریا نه راځي څوک سې جڼه جڼه کړي هیڅوک نه دیهیڅ که ترې نه سپینه وینا نه راځي ته شوې عمری په غم کې پوخ دومرهسخته به تر دې هم پرتا نه راځي

03.09.2008 laman

دفضل غني حقمل یوغزل

خدایه دشنواوسرو لښکروسره ژوندتېروومونږمسلمان اوس دکافروسره ژوندتېرووپه مخ څپېړې راکوي ساه موله ستوني باسيدڅوبدرنګه بریتوروسره ژوند تېروودبام په څوکه باندې نه خېژودیاردیدن تهپه وېره وېره له ډمبروسره ژوند تېرووبېګامې خوب کې لدې خپل کلي نه کډه بارکړه ځومرورله مروروسره ژوند تېرووراځه اشنا نور مې وجود کې تقواپاتې ندهدلته دښار له جادوګروسره ژوند تېرووحقمله تاخودرنګونودنیاجوړه کړلهمونږ خولااوس هم دډبروسره ژوند تېروو

03.09.2008 laman

دمحمدعلي عمري یوغزل

ورځ مې شپه سوه چې په لوري زما راغلهدیار غم وو لکه توره بلا راغلهپه کوم لوري به ترې ځان ژغورم دتللودقسمت لوبه له مخ او له شا راغلهورته کوز به دحسینو وي سرونهکه دبخت ستاره مخ ته دچا راغلهدا چې اوري مې پر مخ باران داوښکوزما دفکر په اسمان کې خو بیا راغلهشېخه هیر به دې اذکار شي که دې مختهپښتنه دجنت حوره پر خوا راغلهڅه آزارمې دئ اخیستئ نه پوهیږمچی لړۍ زما پر عمر سیاه راغلهعمري او بخت خو دومره سره لرېلکه څوک چې وای ځواني دبوډا راغله

27.08.2008 laman

دمحمدعلي عمري یوغزل

راليږونکی :محمدعلي عمريد راليږونکي پته :m.ali.omure@gmail.comنيټه : 06-08-2008 خا طرې دي چې پر زړه زما را اوريخوار قسمت می ژړوي په هر یو لوري زه پو هیږم زړه یې مینې ته نن شویچې یې مخ پټ کړو له شرمه نه را ګوري څوک چې ومري دهغه هر څه شي محوهخو شاعر پریږدي رنګین دغزل توري که مې وس وو چې پښتو ته مې سپک ګوريکړم حساب به په هغو داسمان ستوري عمري سپینې خبرې چې کړای نه شېیې پا ګل ورځه له مخه مې شه دوري په درنښتمحمدعلي

09.08.2008 laman

دمحمدعلي عمري یوشعر

راليږونکی :محمدعلی عمری / مسلم باغد راليږونکي پته :umare55@gmail.comنيټه : 18-07-2008 دسمندردغه ژوري څپيدلکه غرونه غرونهدا زوروري څپيدا مروري څپيیو می سیهلته دلتهپکښی دځانستړئ انځور ووینمودغه خپل انځور تهموسکا پر شونډو را وړمدغه ویر جني صحنيتل په خندا تیرومدغه درني بلا ويتل په مو سکا تیرومدهو سا ینيدیو سا حل په تمه په مینهمحمدعلی عمریجنوبی پښتونخوا مسلم باغ

20.07.2008 laman

پـه مـیـنـه کـې ژونـد

راليږونکی :Nasim Storiد راليږونکي پته :pakhtyan_Stori@hotmail.comنيټه : 05-06-2008 تل به په مینه کې ژوندی ئې دا ژونـدون کوه غـــــــږ د پــــــښــــــــتــــون کـــــــوه ژونـــــد ســـــــره مـــیـــــــنـــه بـــــــه زیـــــــاتـــــیـــږیمـــیـــــنــــه د یــــــــــــو بـــــل نــــــــــه زاریــــــــږیزړنـــــــــو تــــــــه لاری بــــــــــه لــــــــنـــډیـــــــږیپـه میـنـه پــوه شـه د نـفـرت ځـینـی بـیـلـتون کوه غـــــــږ د پــــــښـــ

07.06.2008 laman

غزل

د ژوند اوږده توبه مې ګناهونه ماتويد يار ليونۍ سترګې خمارونه ماتوي راوړي دي خمونو کې ساقي پردي شراب ديرندان زما د چم چې دې جامونه ماتوي زاهده دا خو واړه تش د پېو مجنونان ديمحراب کې چې په دروغو خپل سرونه ماتوي ما کړى دا سوګند دى چې به ځان درنه لوګى کړمافغان کله دلبره خپل لوظونه ماتوي نصرته لاس له مېني نه وانخلې څو دې سا ويمنزل ته نه رسېږي څوک چې زړونه ماتوي

02.06.2008 laman

غزل

خزان دی وړی درنه دا ګله ځونیمه شه مغروره په داخپله ځوانی لکه دشمعی په ورو ورو کمیږیچا ده لیدلی تل ترتله ځوانی راشه دچم دجینکو ښاپیرۍماهم راوړې له کا بله ځوانی ستا اننګونه می الهام اخیستئنه می لیدلې داسی بله ځونی عمری زوړبه هیڅ تر مرګه نه شېکه وه دیار درسره مله ځوانی محمدعلی عمری / مسلم باغ

02.06.2008 laman

د زرعي پوهنتون پېښور جینکو ته !

ای پښتني خویندو !تاسو زما بس دغه خواست واورېد زړه له کومي دا اواز واورېزمونږ ملګري ګلهمن دي دلتهد دوی پر زړو باندی پرهر دی دلته ای پښتني خویندو !چې کله کور نه بهر شې د خپل صوبې نه بهر شېد پښتو پت وساتئد پلار غیرت وساتئځکه چې مونږ پښتانهنړې کښې خپل څه تاریخاو څه کلتور لرومونږه یلدیږو په نړې کښې ډیړ غیرتي او با حیا پښتانهزه خو دا نه وایم چېعلم پریږدئتاسو تعلیم مه کوئخو !تعلیم هاغه چېتاسو نه خپل ځان هیر نشي

30.04.2008 laman

غزل

په مړو سترګو او په مکردې خطا كړم خطا څه سي په جهان كيدي رسوا كړماخر دكوم جرم سزا دي راكړهستا له لاسه زه اوس پشه او ورځ ژړاى كړمستا دغم پيټي درانه دي خو بيا هم زه ورته ټيګ به شم دا پيټي به په شا كړماشنا راته قسم په مينه وكړوچي له تا سره به ټول عمروفا كړمخو بيا هم زما ګله له تا نه نشته زه دا خپل قسمت له تا نه جدا كړمسيلاب هيڅ وار خطاي نه پيژندلهخو دا وارداستا غمونو وار خطاكړم

30.04.2008 laman

تنده

سپور په نيلي يم روانېږم ، بيا ارمان ونه كړېسترګې را واړوه ستنېږم ، بيا ارمان ونه كړېزه له توپانه زېږېدلى، د موجونو غر يمپه رپ د سترګو كې ورانېږم ، بيا ارمان ونه كړېاوس لا راغاړې وزه پلنګ د ګلاب زما و ستا دىلكه شبنم درنه وركېږم، بيا ارمان ونه كړېيم د اوبو د مخ هنداره، وربل ژر سموهپه يوه پوه سره ورانېږم، بيا ارمان ونه كړېپه بېړه ونڅېږه ښكليه! مهال پاتې نه دىد مجلس شمعه يم ويلېږم، بيا ارمان ونه كړېدا تورې څڼې دې په مستو څاڅكو ولمبوهد سپرلي اېښمه يم، تېرېږ

28.04.2008 laman

پاڼه

يا پاڼه ستا دمخ ده او يا پاڼه دقرانهمدغه ښه تفسير دى ددې ځمکې اواسمانزمونږه دوران کلي دفقير زړه کې ترې ډير شتهداڅه چې درته ښکاري په ټټر دکهکشانيوه ده تجلا خو رنګارنګه ايينېرقيب ځکه بدرنګ شولو ښايسته ځکه جاناندا خړ خړ غرونه ګورې لکه طور خدای ته نزدېزمونږ دبوډۍ ټال نيسي له حورونه ګريوانمرغان په زمزمو سيند په څپوڅاڅکې په شرنګديوملا خو نه دى شته په هر تال کې اذانانسان له خدايه ورک شو چې د)کن فيکون(شور دىافغانه زر راوځه نور ورانيږي زوړ جهان بربنډه شوه ښ

28.04.2008 laman

غزل

ماپه سينه کې لټوه زړه مې پېدا نکړوزخمي ځيګر راته ويلې چې جانان وړىچاته له مينې مينه ډېره رسي نه يې کويچابېا ترقبره پورې دغسې ارمان وړىدپښتنودستور دى يوساعت خندا لپارهشرط کې يې هروختې انسان نه بل انسان وړىکه مې اخر ځلې جرګه ومني ورغلمهداځل مې لوندګرېوان اوسترګو کې باران وړىغشي يې ټول پرون له ورورسره جګړې تمام کړلددښمن جنګ ته يې نن بې غشوکمان وړى

28.04.2008 laman

غزل

د محبت په رنځ بيمار يم لږ مې خيال وساته وګوره!څومره خوار و زار يم لږ مې خيال وساته آه او فرياد لره مې غوږ كېږده د خداى لپاره سوى د هجر په انګار يم لږ مې خيال وساته چې قرباني يې كړلو سر د ازادۍ په خاطر زه د هغه شهيد مزار يم لږ مې خيال وساته پلار او نيكه دې جوړولم ته مې ولې ولې ؟هغه مسجد هغه منار يم لږ مې خيال وساته دوزخ خو نه يم چې تا دومره ګناهګار راوستلزه د كابل جنتي ښار يم لږ مې خيال وساته له تندې مرمه ساقي جار دې شم جامونه راكړههنر له

28.04.2008 laman

نظر اونذر

ټول دردونه دې زماټول غمونه دې زماله نظره نشې بېایاره ستا بلا په مایاره ستا بلا په ماپه هواکې دمرغانوپه اوبوکې دماهیانوپه ځنګله کې دپېرېانودهررنګه انسانانونظرمات شه دهرچایاره ستا بلا په مایاره ستا بلا په ماهم دتورواوشنوسترګوهم دبدو او ښوسترګوهم دسموکږو سترګوهم دوږو مړو سترګونظروچ شه په هرپلایاره ستا بلا په مایاره ستا بلا په ماترجومات پورې ورځمهاو پڼې یې سمومهوچ واښه ترېنه راوړمهبېایې تاته دودومهچې دې ور

28.04.2008 laman

غزل

دې تېاره تېاره ماښام کې زه ېوازې ته ېوازېستا دتورو زلفو دام کې زه ېوازې ته ېوازې خېرکه ته له ما نه لرې،خوستا مینه راسره دهیادوم دې صبح اوشام کې زه ېوازې ته ېوازې ستا کتل مې نه هېریږي ستا خندا مې لاپه زړه دههمېشه مې یې په پام کې زه ېوازې ته ېوازې ستا دتوروسترګو جارشم ستا له سپینو غاښوومرمغړپوم دې په هرجام کې زه ېوازې ته ېوازې

09.04.2008 laman

غزل

نور خو بلا ياره ستړى شوى يمزه له انتظاره ستړى شوى يمپرېږده چې دې غېږه كې دمه شمهځای راكړه نګاره! ستړى شوى يمكله، خو هم ژوند كې ته اقرار وكړهستا له دې انكاره ستړى شوى يمزه لدې نه پس كلي ته نه درځمډېر په دغه لاره ستړى شوى يمزمه چرته دښتې ته پناه وړمهنور له دغه ښاره ستړى شوى يم

09.04.2008 laman

غزل

شين خال ته ګوته نيسي تور اوربل ته ګوته نيسيدا څوک دي چې دې وران ويجاړ کابل ته ګوته نيسياسمان دې په دا ځينو بې عقلانو باندې پريوځيخپل ځانته نظر نه کوي او بل ته ګوته نيسيپخپله به دمينې او پښتو په لاره نه ځيزما دپګړۍ ول ديار چار ګل ته ګوته نيسيدامونږ ورته ړانده ښکارو که دا پخپله ړوند دىغل پريږدي پرځاى راشي دغله پل ته ګوته نيسيخاونده دغليم دا تورې ګوتې کړې ورماتېهر ځاې دارماني سوي غزل ته ګوته نيسي

09.04.2008 laman

غزل

څه کم عقل دی اورونو ته لاس نيسيزمازړه دښکلو زړونو ته لاس نيسييا ساده دى يا خو ښه مستۍ اخيستىدښامار دخولې لالونو ته لاس نيسيزه چې خپل زخمي زړګي نه تپوس وکړمګلې ستادمخ خالونو ته لاس نيسيددى هم شته دي دوه پښې او دوه لاسونهولې دا دبل لاسونو ته لاس نيسييا خزانه په نصيب کې دې اغزي ديليوني يي چې ګلونوته لاس نيسي

09.04.2008 laman

غشي

شنه آسمان راته ژړل چې درنه تلمهپه ماغشي لګېدل چې درنه تلمهلمدو سترګو ته دې ومرمه جانانهپه مړو مړو دې راکتل چې درنه تلمهنه شوم خال چې ستا دسپینې تنکۍ زنېرقیب ما باندې خندل چې در نه تلمههریو ګام سره مې پورته به یوجام کړآرمانونه قتلېدل چې درنه تلمه  

09.04.2008 laman

غزل

رېباره خېر دی که په ترڅ له کبره يار ګوريزما ازار هم ورپسې دى ځانته لار ګوريداپه تصوير مې ستا دشونډودسرخو تصويرستا دانکار په مقابل کې تاله کار ګورينورو جامونه په سر واړول په خود کې نديخو يو پښتون په کې سرسام ګرځي نسوار ګوريددنګې دنګه ځواني ړنګه شه په لاره چې ځمنظرمې ځي چېرته مينار ګوري چينار ګوريسيلۍ دې دومره صبر وکړي دنښترو غره کېيوه کوچۍ ده تش يوې ټپې له وار ګوريهر مازيګرچې ببرسر له مزدورۍ راشمپه سرو منګولو مې څنډي ګردوغبار ګوري

09.04.2008 laman

غزل

ته چې را ياد شوې زما ياره غزل نوې ليكميو وارې بيا نن ستا د پاره غزل نوې ليكم په توره شپه كې د الهام ستوري را اوري په ماقصدمې دى كړى تر سهاره غزل نوې ليكم خبرې اوس  له ځان سره په شاعري كې كوميمه روان پخپله   لاره غزل نوې ليكم بيا دې لمبه را پورته شوه د بورېوالې مينېرا غلى يمه ستا تر ښاره غزل نوې ليكم د روزګار غم له هره كاره څخه و ايستمهله مودو پس يم په قراره غزل نوې ليكم مځكه دې هر وخت د اظهار ن

09.04.2008 laman

غزل

اې زما دمينې ياره ځه چې وځو له دې ښارهزړه مې چوي دخداى دپاره ځه چې وځو له دې ښارهدلته مينه خلوص نشته دلته ځان په ځان سودا دهزما زړه دى نا قراره ځه چې وځو له دې ښارهپلو لرې کړه له مخ نه چې تيارې رڼا،رڼا شيرانه ورکه شوله لاره ځه چې وځو له دې ښارهددې تورو،تورو منځ کې دخپل کلي سپينې ګورمدمجبورې دناچاره ځه چې وځو له دې ښارهددې ځای غوټۍ ګلونه ډير سوالګر دي وږمې غواړيستا له زلفو او له هاره ځه چې وځو له دې ښارهدا بدرنګ ترخه حالات خو په مونږخپلو دي راوستيګيله م

09.04.2008 laman

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more