شعرونه


نوى غزل -- ٢٠٠٨--٣--٢٥

  غزل نصرت الله الهام درد دې وم دوا دې راته ونه وې غلې شوې اشنا دې راته ونه وې ښه شوه چې وعده دې قيامت راکړه ښه شو چې دنيا دې راته ونه وې دا منم چې زړه دې راته ووې خو هسې په خندا دې راته ونه وې سترګو کې دې اوښکې مسکۍ نه شولې سپينه

26.03.2008 نصرت الهام

غزل --- الهام

        غزل نصرت  الله  الهام

25.03.2008 نصرت الهام

دعاء

دعا الهي ستا په طاعت ما ته طاقت راستا مخلوق ته د خدمت ماته فرصت را ما د بل او بل له ما نه ازار نکړېد نفرت په ځاي هستي د محبت را ټول مخلوق ته ستا هستي د مهر غواړمهر عمل ته ترازو د عدالت را هسې نه چه بل ته سپک، درانه کړم ځان تههسې ظلم نه نجات په مرحمت را ستا بنده جليلي ځي نور له دنيا نهتنګ لحد کي لوى جهان

23.03.2008 نصرت الهام

غزل -- عندليب -- اسلام آباد

  غزل محمد اسماعيل عندليب : نړېوال اسلامي پوهنتون - اسلام آباد د لمر زرینو وړانګو له ګل پاڼو شبنم واخیست زما ساده زړه راغى ستا له زړه نه يې غم واخیست ما مه نیسه ساقي زه لېونی یمه چې موړ شم که حظ مې ستا له خُم څخه زیات واخیسته کم واخیست نن یاد د خلیل لمانځمه نمروده ستا په مخ کې په فکر د عدن مې دادى اور ته قدم واخیست لښکر د

18.03.2008 نصرت الهام

غزل -- جلال امرخېل -- نوى

غزل جلال احمد امرخېل څه لويې خوارۍ ته غاړه وتی يم بس خو زندګۍ ته غاړه وتی يم اوس ستا د مړوند خوبونه چرته دي اوس خو تنهايۍ ته غاړه وتی يم دا څه په لانجه باندې اووښتی يم دا څه لېونۍ ته غاړه وتی يم ستا د قدرت راز مې کشف کړی دی حسن پرستۍ ته غاړه وتی يم مينه دې جانانه عبادت ګڼم ځکه بندګۍ ته غاړه وتی يم    

18.03.2008 نصرت الهام

چې دبل زړه ماتوي

    ************ څومره وړوکی وي انسان چې د بل زړه ماتويهغه به څه لري ایمان چې د بل زړه ماتوي چې چېرته ښکلی په دعوه له چا سره ووینمزما همدا راځي ګومان چې د بل زړه ماتوي تر دې خو ښه ده چې سرمات کړي، وزر مات کړي د بلدا په تهمت او په بهتان چې د بل زړه ماتوي

17.03.2008 نصرت الهام

غزل - شهريار معروف خېل

راليږونکی :شهريار معروف خېلد راليږونکي پته :shahreyar_stranger@yahoo.comنيټه : 14-03-2008   غزل شهريار معروف خېل هغه ساده هغه دغرۀ لېونینن راوريږي مې پۀ زړۀ لېونی ستا پۀ وصال کې لېونی غوندې ومپه جدایۍ کې دې شوم ښۀ لېونی په تا مین یم دجنون تر حدهته راته وایې شوې پۀ څه لېونی؟ زلفو ته شړک ورنکړ

17.03.2008 نصرت الهام

غزل - هجرت الله اختيار

راليږونکی :هجرت الله اختيارد راليږونکي پته :wrakht_olf2@yahoo.comنيټه : 15-03-2008 غزلهجرت الله اختيار له خپل وجود ځينې رابېل ولاړ حيران يمهلكه تصوير د وخت اينې باندې تاون يمه لامې په زړه كې د هغې د ياد لمبې بلې وېاوس يې له درده د رڼو اوښكوباران يمه زه اوس هغې غوندې په سترګو كې راټول نه يمه زه د خپل ځان په رنګه تيت يمه پاشان يمه

17.03.2008 نصرت الهام

د نبيله غزل نوى غزل

  راليږونکی :nabila ghazalد راليږونکي پته :nab_ghazal@yahoo.comنيټه : 15-03-2008 غزل ګوره رسوا کېږمه نوره رسوا کېږمه چوپ شه د پرهر زړګي شوره رسوا کېږمه پام له سترګو لاړ نه شې توره رسوا کېږمه ځم رقيب ته وايمه وروره رسوا کېږمه نه به وځم نوره له کوره رسوا کېږمه

17.03.2008 نصرت الهام

خوږ غزل -- ميوند شينوارى

  غزل ميوند شينوارى   ځم درپسې چېرته ځې مرم درپسې چېرته ځې هجر کې د زړه وينې خورم درپسې چېرته ځې څوبه مې د زړه کډه وړم درپسې چېرته ځې زه لکه ماشوم ژړا کړم درپسې چېرته ځې     د

14.03.2008 نصرت الهام

غزل --- نوى

    غزل نصرت الله الهام ښه بې شمېره راسره  ده مينه ډېره راسره ده چې هېڅ زخم به را نه کړې ددې وېره راسره ده مينه وايي نړۍ ټوله ګېر چاپېره راسره ده هغه ټال پکې اوس نشته هغه بېره راسره ده ستا د مينې نرۍ څړيکه زړه کې ګېره راسره ده چې

15.03.2008 نصرت الهام

غزل - کاروان - نوى

غزل پير محمد کاروان په دې خپل ځان باندې خو نه خوږېږي مينې په تا پسې مې زړه خوږېږي ګل چې د تندې په قمچينه وهي په دې دټول جهان اوبه خوږېږي بېګا مې ټوله شپه په ويښه تېره نن مې په ټوله ورځ لېمه خوږېږي ځکه يې غږ تر ګني خوږ لګېږي شپېلۍ په غم کې د شپانه خوږېږي له ډېره درده درته غږ نه کوي کنه دا ټول کاڼي د غره خوږېږي د مرګ شراب چې وڅښي درد يې هېرشي ويښ په ګوزار ډېر تر ويده خوږېږي کارو

13.03.2008 نصرت الهام

پرخه -- محمد عيسى جانان

پرخه زه به شم پرخه اشنا ته شه غونچه د گلو زه به په شرنگ ورېږم دا ستا په پېغلو څانگو او شپه به تېره کړمه په دوه نازکو پاڼو د لمر د څرک سره سم اوبه اوبه به شمه د غونډې زنې شينکي خال باندې به وڅڅېږم بيا به د شونډوپه پستو قدمو په صراحي غاړه راوبهېږم يو څه به دمه شمه د دوه پنډکو په منځ د دمه ځاى نه به کوزېږم ستا د پښو خاورو ته تر څو تازه پاتې شې د لمر تاودې وړاندې دې مړاوې نه کړي زه به شم پرخه اشنا

13.03.2008 نصرت الهام

غزل -- هجرت الله اختيار

غزل هجرت الله اختيار : جلال آباد راټولومه هر ماښام سهر شيندلى وجودد رڼاګانو په وجود پورې تړلى وجود ددې لپاره چې ستا يو حسن نه دوه راجوړ شيد ايينې په څېر مې ستا مخ كې بايللى وجود وخت نور پر موږ د څه احسان ښه ده كولى نشيتا ځان كړ محوه لكه شمعه ما سېځلى وجود په هر قدم مې ستا ارمان كړى دى خپله روحه په هره لاره چې پردى راسره تللى وجود

11.03.2008 نصرت الهام

دوه غزلونه

غزل عيسى بهرام : ډنمارک زه چې داستا په څېر غمخور لرمه يار لرمهکله پروا زه درقيب يا داغيار لرمه چې يې دزلفونه کړۍ وي جوړه کړې راتهپه شوق ورخېژم ويره کله له دې دار لرمه وم خريدار دتش ديدن هغه مې واخيستلونوردلعلونو تمه کله له بازار لرمه

10.03.2008 نصرت الهام

پېښور جلال آباد او ډنمارک - درې رالېږلي شعرونه

  غزل م – همراز  : پېښور دجانان سترګې حساب راځنې غواړي راته ګوري او ځواب راځينې غواړي دغه کلى چې په سرو وينو رنګ شوى لا موړ ندى انقلاب راځينې غواړي هک حيران يمه چې څه به راپېښېږي تن بوډا شو زړه شباب راځينې غواړي اندامونه مې وتلي دي له کاره د تکبير نعره شتاب راځينې غواړي د ټپې آواز شو پورته له ميونده د سرو وينو سور سېلاب راځينې غواړي زه پښتون يمه غيرت مې افغاني د

06.03.2008 نصرت الهام

تۀ ---- جلال احمد امرخېل

    يو شعر د کره کتنې لپاره   ، هيله ده سالمې مشورې راکړئ  . جلال                    تۀ جلال احمد امرخېل   رڼا په تکه توره شپه کې ته يې راسره مل هره لمحه کې ته يې دښته کې ته يې په ذره کې ته يې د مرګ او ژوند په فاصله کې ته يې تصوير په تشه ائېنه کې ته يې

26.02.2008 نصرت الهام

غزل --- الهام ٢٠٠٨ -- ٢ -- ٢٠

                غزل نصرت الله الهام   راشه جانانه ، ژوندون نه تېرېږي پرته له تانه ، ژوندون نه تېرېږي داسې خو هر وختې خندلى نه شم داسې اسانه ، ژوندون نه تېرېږي د هر قدم لپاره خير غواړمه بې له ګنا نه، ژوندن نه تېرې

20.02.2008 نصرت الهام

غزل -- محمد عيسى جانان

  غزل محمد عيسى جانان   ځي په تللو تللو کې ستنه شي راته وخاندي زه له غمه زېړ شمه دا شنه شي راته وخاندي اوښکه مې له درده تاو راتاوه شي په سترگو کې نه څاڅي ليمو نه، پښتنه شي راته وخاند ل ېچو نه چې پورته ځم تر غاړې پورې هو وايي شونډو ته چې وړاندې شمه نه شي راته وخاندي خود به مې قلم ورباندې څو بيته غزل ليکي شپ

17.02.2008 نصرت الهام

ژوند کول دي ، ژوند پکار دى چې ژوندي يو

  دوه بيتونه که سکروټې که ګلزار دى ، چې ژوندي يو ژوند کول دي ، ژوند پکار دى چې ژوندي يو مونږه ځکه يو ژوندي چې مونږه مړه شو مرگ و لاړ راته په لار دى چې ژوندي يو      

18.02.2008 نصرت الهام

د جلال امرخېل ښکلى غزل

                      ګل تصوير                جلال احمد امرخېل                                   &nb

09.02.2008 نصرت الهام

شاعري پکې آزاده ده ---- روغانى

  غزل روغانى ځار شم له دُنيا نه ، دلبري پکې آزاده ده هيڅ تپوس يې نشته ، مُفتخوري پکې آزاده ده ظلم پکې نشته ، بې ګناه قتلونه نه کېږي بې سرټفکيټه ډاکټري پکې آزاده ده کلَرک دى که افسر دى که ډاکټر دى که قاضي وکيل نور د داسې خاصو خُودسري پکې آزاده ده يو خوا شريعت د ژوندو مړو احاطه کوي بل خوا د بابا منجاوري پکې آزاده ده يو خواته بې تاجه بادشاهي

05.02.2008 نصرت الهام

غزل - انتظار خادم -- جلال آباد

    سيد انتظار خادم : جلال آباد د راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.comنيټه : 03-02-2008 غزل د سترګو رپ کي رانه اخلي ښه ارزانه زړونهچارانه واغستل او وغواړو د چانه زړونهدلته خو غشي څوک د ښکار لپاره نه ګرځويد ښکلو چم دي پيدا کيږي پريمانه زړونه يو څو به وي دا سي خو نه ده چي بالکل نه شته دي که پسي وګرځو ښه ډير به وي جانانه زړونه قسم دي ډير دغي نړئ کي تنها شوي يمه خير دي زما لپاره وشينده بارانه زړونه

03.02.2008 نصرت الهام

غزل --- الهام ---نوى

  غزل نصرت الله الهام بندګۍ کې څه شک ساته ؟ بس يقين دې پې کلک ساته د بري لاره همدا ده زړه له مينې نه ډک ساته ښکليه حسن به دې ښه وي خو د سترګو نمک ساته

05.02.2008 نصرت الهام

غزل -- اباسين يوسفزى

غزل آباسين يوسفزى ګل کرم ازغي کېږي حيران يمه حيران هر څه په تندي کېږي حيران يمه حيران دا د حسن لمر چې درنه پورې غاړه پرېوځي څنګ به دې خاني کېږي حيران يمه حيران سوځمه هرڅو که د لمبو په منځ کې پروت يم بيا مې هم يخني کېږي حيران يمه حيران دغه د وطن حسن شناس دي چې يې ويني يوې په سپرلي کېږي حيران يمه حيران ته د آباسين په غاړه وچې شونډې ناست يې ستا هم زندګي کېږي حيران يمه حيران

31.01.2008 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more