راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 28-07-2008
غزل
جلال امرخېل
بيا د ظالم چنګېز نظام دی خوله ګنډلې ښه ده
زما په هر لوري سلام دی خوله ګنډلې ښه ده
لښکر اخته په قتل عام دی خوله ګنډلې ښه ده
او د بادشاه دغه پيغام دی خوله ګنډلې ښه ده
چاته نعرې د زنده باد ووهو څوک مخکې کړو ؟
هر يو د سر سړی غلام دی خوله ګنډلې ښه ده
دا په خندا چې مرګ ته درومي خلک غاړه غړۍ
دلته د ژوند عزت نيلام دی خوله ګنډلې ښه ده
زما به ځای کړې بيابان ، ورک به شم چوپ شه ګرانې
مينه په دې ښار کې الزام دی خوله ګنډلې ښه ده
مونږه يو تل د خپلې برخې په غوښتلو کافر
مونږه خو تل کړی ناکام دی خوله ګنډلې ښه ده
د ده په نوم به تهمتي شې د ده نوم وانخلې
ستا امرخېل غريب بدنام دی خوله ګنډلې ښه ده
30.07.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :بختیارځدراند راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.comنيټه : 27-07-2008
غزل
بختيار ځدراڼ
اروا چې کلــــــــه هـــم شي ځـــوانه ،بياځــــــان نـه پټوي
راوړي نازونــــه ښــــه پرېمـــانه ،بيــاځـــــان نـــــه پټوي
پلـــــــو لـــه ګـــــــوتو تاووي څــــه پــــه نــــــخرو روانــــه
اور به ترې واخلې ګوره ځـــــــوانه،بياځــــــان...
31.07.2008
- نصرت الهام
غزل
نبيله غزل ، پېښور
چې په سوله د چــــا جنګ دی بــــدل شوی ګوره وخت يې هم په څنګ دی بدل شوی
د بـــاروتــــــــو د لــــوګو لـــــه تـــنـــفــــسه د کــــابل د حـــورو رنـــګ دی بدل شوی
درپــــسې به د زېـــړي پــــه رنځ اخته شم داغ د زړه مې نور په زنګ دی بدل شوی
د شپېلۍ غږ د شپې نه اورم په خوب کې له زيارت نه جوړ ملنګ دی بدل شوی...