راليږونکی :بختیارځدران
د راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.com
نيټه : 27-07-2008
غزل
بختيار ځدراڼ
اروا چې کلــــــــه هـــم شي ځـــوانه ،بياځــــــان نـه پټوي
راوړي نازونــــه ښــــه پرېمـــانه ،بيــاځـــــان نـــــه پټوي
پلـــــــو لـــه ګـــــــوتو تاووي څــــه پــــه نــــــخرو روانــــه
اور به ترې واخلې ګوره ځـــــــوانه،بياځــــــان نــه پټوي
په څنګ کاته شونډې چيچي،کله مسکۍ غوندې شي
رښتيــا هم ډېره شـــــوخه ورانــه،بياځــــــان نــــــه پټوي
پرون یې مخ تـه سالــــــــــــــو ونیـــــورانه پټــــــه شـــــوله
نن راته ښـــــــکاري پرې پېښمــــــانه ،بیاځـان نه پټوي
بختيــــــــــــاره لاس لــه دغې مينې،اخستل پـــــکاردي
پــــه غـــــم دې اړوي نادانـــــــــه،بياځــــــــــان نـــه پټــوي
28.07.2008
- نصرت الهام
غزلمحب الرحمن محب
زما پرشونډوله مودو مودو نه سوال پروت دیګلُې ! خو ستا په دواړوسترګوکې جلال پروت دی
ياد دې باور وکه زما په زړه ورېږي داسېته وا چې ټول عمر په سرو شګو بلال پروت دی
شپې که هرڅو دبغاوت جنډه راپورته کړلهخو دسپوږمۍ په سپينه غاړه کې مېډال پروت دی
دا د سرکوزو غلامان دې راته نه را لېږيزما په سر دی لنګوټی ستا په سر شال پروت دی...
30.07.2008
- نصرت الهام
راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.comنيټه : 28-07-2008
غزل
جلال امرخېل
بيا د ظالم چنګېز نظام دی خوله ګنډلې ښه ده زما په هر لوري سلام دی خوله ګنډلې ښه ده
لښکر اخته په قتل عام دی خوله ګنډلې ښه دهاو د بادشاه دغه پيغام دی خوله ګنډلې ښه ده
چاته نعرې د زنده باد ووهو څوک مخکې کړو ؟ هر يو د سر سړی غلام دی خوله ګنډلې ښه ده...