شعرونه


نوى غزل / الهام

غزل الهام لــنــډه ده او ســـتــره ده ژونـــد لـــکه سندره ده زړه کې مې ترې يره ده دا جـــيـنۍ لـــوفـــره ده تاتـــه يــې څنګ ووايمزړه کـــې مـــې خـبره ده تــوره لاس کـې نه ساتمســتا دعــا مې زغـره ده دې جينۍ مې زړه وړى دا چـې اوس مـنکره دهمــينه مــينــه نـــه کــوي هـــســې جـــادوګــــره ده دا ده د الـــهـــام ســجده دا ډېــــــــــــــــــره ژوره ده &n

26.08.2008 نصرت الهام

څلوريزه / الهام

  څلوريزه په دې ژوند کومه، دا تصوير مې زړه کې ســتا د ستـرګو د  ادا تـصوير مې زړه کې انــنګو بــانــدې روان د اوښــکو څــاڅکى او د شــونډو د خنــدا تــصوير مـې زړه کې نصرت الهام  

25.08.2008 نصرت الهام

نوى غزل / الهام

  غزل درد شته پر هار نشته دى دا چې کرار نشته دى دلته به مې زړه و چوي دلته کې يار نشته دى دا تياره اوږده ښکاري مخ ته سهار نشته دى هسې ژوند کول غواړي نور مې څه کار نشته دى مرګه زه پښتون يمه تانه مې ډار نشته دى داسې به تر څو در ځمنوره خو لار نشته دى سپين دى د الهام په زړهګرد او غبار نشته دى  الهام

17.08.2008 نصرت الهام

غزل / الهام

غزل نصرت الهام له کـوم زيارت نه د رباب د ترنګ آواز راځـي او د ګـــودر د جــينــکو د جــنګ آواز راځـــي دروازه و ټــکــېــده اوس يــې غـــږ راورسـېدۀ د هغه خړ ، سپـېره ، بوډا مــلنــګ آواز راځي اوس په کوڅه کې بنګړيواله توړۍ پورته لاړهد کومې پېغلې د بنګړو د شرنګ آواز راځـي هــاغــه هلــک په پورې ونــوکــې مـرغۍ ولي دلــته چلـم بانـدې پراتــه دي بـنګ آواز راځـي بېــګا د کــلي پښـــتـنه ادې هـم مړه شوه، لاړه لــ

12.08.2008 نصرت الهام

د انتظار خوږ غزل

راليږونکی :sayed Intizar Khadimد راليږونکي پته :sintizar.khadim@yahoo.comنيټه : 11-08-2008 غزل سيد انتظار خادم زه کـالبود يم تــه می ســاه د ژونــدانه يېتـــه هـــر څــه يې تــه بــقا د ژونـــدانـــه يې زمــــزمـــــه زمــــــا د آه دانــــگـــــازې يــــېهـــر غـــزل کې مــې معنا د ژونــدانــه يــې نـن مــی بيا اشنا تر سترگـو سترگو کيږی خــدای دې راول

11.08.2008 نصرت الهام

د جلال امرخېل نوى غزل

غزل جلال امرخېل دا بيــا کــومـــــې خــبرې سـپــينوې په دېـــوالهکم عـــقلــې خلـک نه کوي جــرګــې پـه دېـــواله باران دې کړې خورې زلفې لمــدې پــه دېــــوالهځـــه خــير دی نـورې مه کوه ګيـــلې پـــه دېــواله راياد شي ستاسې کډه په زېړي مـازيــګر تــلــله رايــاد شــــي غــلې غــلې ژړېــــدې پــــه دېــوالــه زړه ګرم نه دی چې اوس ورپسې ګــرځــي

11.08.2008 نصرت الهام

په زړه پورې ټپې ( لنډۍ )

     په زړه پورې ټپې ( لنډۍ ) هغه مې ګل له لاسه نه اخلي زه يې د زهرو ګولۍ هم له لاسه خورمه ياره مثال دې د سپوږمۍ دى تر څوارلسمې دې دوران دى تېر به شينه جانان زما غېږ کې ويده دى

10.08.2008 نصرت الهام

بېګا مې خوب ليدلی / ناجيه هاروني

بېګا مې خوب ليدلیناجيه هاروني  بيا مې د تل په شا نېبېګا په خوب وليدېلکه بې روحه جسدپه ځمکه پروت وليدې.يو چا وژلى وې تهيو چا سېځلی وې ته ډېره په چيغو چيغو له خوبه پا څېدمهدر ته يوه  لپه دعا مې وکړهمور مې هم سرته راته ودرېدهدم اود عا يې وکړه .بيا يې د خوب رانه پوښتنه وکړهژبه مې بنده شوله سلګو نيولې و مهبيا مې په  بنده ژبه  هغه، هغه، وويل.توبه توبه وويلمرګ ته ښېرې مې

06.08.2008 نصرت الهام

نوى غزل / الهام

        غزل ن / الهامدلـــتـــه يـــم لــــــوېـــدلى دلـتـه پـــروت يـــمه ســــتـــــــا آزار وهــــلى دلتــــه پـــــروت يـــمه تــــــه لــــکـــــه مـــيـنــار دنــــګـــه ولاړه يـــــې زه لـــکـــه ړنــــګ څـــلـــى دلـــته پـروت يـــمه مُسک شوې د ټوپک شپېلۍ دې مچې کړهاخ !  لــــکه ويـــشـتــلى دلـــته پــــروت يـــمه

06.08.2008 نصرت الهام

د ګل څانګو لو / تعمان دوست

راليږونکی :دوستد راليږونکي پته :numandost75@yahoo.comنيټه : 31-07-2008 د ګل څانګو لو لور خطا کړئ ، د ګل څانګو لو نور بس دى !دا غوټۍ هم پسرلي ته انتظار دي خداى لپاره له ماشې کړئ ګوتې لرې ځوانيمرګ مو لا پراته کتار- کتار دي جګې – جګې نورې ميندې بورې نه کړئ !!لا زمونږه پر اوږو جنازې بار دي ناخبره ورته کاڼي ، لوټې وايي دا زمونږه ککرۍ دي چې انبار دي د جګړو د وحشتونو له شامته ښکلې پيغلې مو سوالګرې د باز

31.07.2008 نصرت الهام

د غزل نوى غزل

غزل نبيله غزل ، پېښور چې په سوله د چــــا جنګ دی بــــدل شوی ګوره وخت يې هم په څنګ دی بدل شوی د بـــاروتــــــــو د لــــوګو لـــــه تـــنـــفــــسه د کــــابل د حـــورو رنـــګ دی بدل شوی درپــــسې به د زېـــړي پــــه رنځ اخته شم داغ د زړه مې نور په زنګ دی بدل شوی د شپېلۍ غږ د شپې نه اورم په خوب کې له زيارت نه جوړ ملنګ دی بدل شوی

31.07.2008 نصرت الهام

د جلال امرخېل غزل

راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.comنيټه : 28-07-2008 غزل جلال امرخېل بيا د ظالم چنګېز نظام دی خوله ګنډلې ښه ده زما په هر لوري سلام دی خوله ګنډلې ښه ده لښکر اخته په قتل عام دی خوله ګنډلې ښه دهاو د بادشاه دغه پيغام دی خوله ګنډلې ښه ده چاته نعرې د زنده باد ووهو څوک مخکې کړو ؟ هر يو د سر سړی غلام دی خوله ګنډلې ښه ده

30.07.2008 نصرت الهام

غزل / ځدراڼ

راليږونکی :بختیارځدراند راليږونکي پته :bakhtiar-arman@hotmail.comنيټه : 27-07-2008 غزل بختيار ځدراڼ اروا چې کلــــــــه هـــم شي ځـــوانه ،بياځــــــان نـه پټوي راوړي نازونــــه ښــــه پرېمـــانه ،بيــاځـــــان نـــــه پټوي پلـــــــو لـــه ګـــــــوتو تاووي څــــه پــــه نــــــخرو روانــــه اور به ترې واخلې ګوره ځـــــــوانه،بياځــــــان

30.07.2008 نصرت الهام

غزل / محب

غزلمحب الرحمن محب زما پرشونډوله مودو مودو نه سوال پروت دیګلُې ! خو ستا په دواړوسترګوکې جلال پروت دی ياد  دې باور وکه زما په زړه ورېږي داسېته وا چې ټول عمر په سرو شګو بلال پروت دی شپې که هرڅو دبغاوت جنډه راپورته کړلهخو دسپوږمۍ په سپينه غاړه کې مېډال پروت دی دا د سرکوزو غلامان دې راته نه را لېږيزما په سر دی لنګوټی ستا په سر شال پروت دی

28.07.2008 نصرت الهام

غزل / سروش / انډيا

  غزل حکمت الله سروش  / انډيا تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و  څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګې عادت نه و  ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و  نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې،

24.07.2008 نصرت الهام

دا جينکۍ چې درته راغلې د بابا مزاره

  غزل شاه سعود سعود سترګو کـــې هــر څـه د جـانان دي ته خـــبريې کنه؟ستــوري هــم بېــــرتــه راروان دي ته خــــبر يې کنه؟ دا جـــينــکۍ چـــې درلـــه راغـــلې د بــــــــابـا مـزارهد دوى پـــه زړونـــو هلـکـــان دي تــــه خــبر يې کنه؟ دا خــنداګانــــې خو مو هسې په وښکو خپرې ديزمـــوږ د زړه کـــــورونه وران دي تـــه خـبر يې کنه؟

24.07.2008 نصرت الهام

نوى غزل / جلال امرخېل

غزل جلال امرخېل نـه د مــشرق په لــوري لــمر پـرېوځي نه مې تندی دا ستــا په در پــرېوځي د کــابل جــان ګــلونــو رنـګ وبايـلــه جــوړ کـــوم افـــت په پېښور پرېوځي دا خــــو مـې ړنګه کــړه مــاڼۍ د غاور دا چــې هــر کاڼی مــې په سر پرېوځي ښه ده چې ته خو بې وعدې شوې راته ښه ده چــــې ستــوری د سحر پرېوځي

24.07.2008 نصرت الهام

جينۍ زما واوره !

                جينۍ زما واوره ! اردو نه ژباړه  : فرهاد هلمند   جينۍ زما واوره ! اوس مينه هيڅ مه کوه اوس دې نانځکه ساته ورسر

23.07.2008 نصرت الهام

د زړه معبد

د زړه معبد طوبی ندا صافۍ ما دخپل زړه په معبد کېد وفا محراب ته څيرمه يو دمينې ممبر جوړ کړد هغې ممبر پر سر مې شين دسمال د هيلو خور کړ بيا مې ور د معبد پرانيستته مې هلته وبللېپر منبر مې کښينولې ستا حضور ته په ګونډو شومد اخلاص سجده مې وکړهبيا د اوښکو له زمزمهمې لبرېز د سترګوجام کړما ويل په دې معبد کېخو څه بله متاع نشته دا د غم څو منارې دي له دردو جوړې تاخچې ديلا ماشومه وم چې تل به

23.07.2008 نصرت الهام

ځنځيرونه / زرغونه رحمتي

يادونه : اغلې زرغونه رحمتي به کابل کې دښځود ادبي بهير يوه غړې او تکړه شاعره ده، که څه هم چې په دري ژبه خبرې کوي خو له پښتو سره مينه لري او په پښتو ژبه شاعري کوي چې ستاينه يې په مونږ حق دی . تنده   ځنځيرونه زرغونه رحمتيد ژوندون هره شېبه ده، لکه اوښکه راروانهراشه وګوره چې څنګه، زه ژوندۍ يم بې له تانه

23.07.2008 نصرت الهام

غزل / جلال امرخېل

راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@hotmail.comنيټه : 21-07-2008 غزل جلال امرخېل مه راوړه ماته زولنې   ګوره بدنامه به شې د وخت منصور يم زمانې   ګوره بدنامه به شې ګلونه مه رالېږه کلی ټول شکمن دی ګرانې زما او ستا په يارانې   ګوره بدنامه به شې د پښتو چم دی دوی د پېغلو اوښکې کفر ګڼې زړه دې قابو کړه پښتنې   ګو

22.07.2008 نصرت الهام

غزل / هجرت الله اختيار

راليږونکی :هجرت الله اختيارد راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.comنيټه : 20-07-2008 غزل هجرت الله اختيار ســتا د عـــشق لــه خــوږو نـــه چې محروم شومد هــــېــچا پــــــه ښــه رانــــغلـــمه زقـــــوم شــــوم عـــشق دې ســـل او زر پـــردې پر مــا خورې کړېما نه ځان په کې اوس ورک دى چې زه کوم شوم؟ بــــې لــــه تــــا مـــې ژونــد ارزښــت له لاسه ورکړ

21.07.2008 نصرت الهام

خوب نه راځي / پيکار

  غزل عبدالله پيکار راباندې بار دي له دردونو لاندې خوب نه راځي له تاندو، تاندو پرهرونو لاندې خوب نه راځي هره شېبه راته د مرګ سيورى په سر ولاړ دى ما ته تر وږيو خنجرونو لاندې خوب نه راځي دا د زندان غوندې دنيا او د تيارو غوندې ژوندد تورو، تورو زنځيرونو لاندې خوب نه راځي دا چې جوړ کړي يې له سل زره ککرو، نه

21.07.2008 نصرت الهام

غزل / محب

محب الرحمن محبmoheb.moheb@gmail.com   غزل په دې  پوهــېږم  چـې خـاطر د  مينتوب   چا   کړید چــا د شــوخو شوخو سترګو  مرېييتوب  چا کړی د  چا د  پــښو  د  ښــکـلولــو   چــل   لا  نـــه پېژنيڅـــومره ســرکشــه پــه دې ښار کې زلميتوب چاکړی

15.07.2008 نصرت الهام

د هجرت الله اختيار خوږ غزل

راليږونکی :اختيارد راليږونکي پته :ekhtyar_yar@yahoo.comنيټه : 14-07-2008 غزل هجرت الله اختيار رڼا ټوله ستا حصه ده سمندره!دا دې بله مرحله ده سمندره! زما اوښکې ماسره ستا امانت ديهره ساه مې ستا څپه ده سمندره!که وجود مې په ساحل درته ولاړ دىخو اروا مې تا سره ده سمندره!ايېنې يې ته په ځان کې راځاى کړى؟او که ستا وجود اينه ده سمندره؟!زه چې ځان ته کله ((زه )) په غرور وايمدا مې تاته اشاره ده سمندره

14.07.2008 نصرت الهام

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more