غزل

 

دا اغزي چې داسې تل د ژوند په لار دي
ويښوي مې دا مې مل د ژوند په لار دي

چرته خلک په مزل د ژوند په لار دي
چرته هسې خلک شل د ژوند په لار دي

دا چې مري دوى ملامت دي، چې روان لا
د خپل مرګ او د مقتل د ژوند په لار دي

د مينو سترګو اوښکې دي ځليږي
څراغونه دي چې بل د ژوند په لار دي

خلک ولې نن د مرګ کندې ته لويږي؟
دوى روان د کوم اتل د ژوند په لار دي؟

 

نصرت الهام