راليږونکی :jalal amarkhil
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 27-06-2008


      غزل

د تــقــديــر لــه فــيصــلې نــه وتــی نــه شم
لـــکــه مـــړ لــه هــديــرې نـــه وتــی نـه شم

سـتا د زلفو په تورتم کې مې ژوندون دی
زه لـــه دې بــنــديـخــانې نـــه وتـــی نـه شم

دا د کـــوم قــاتــل نظام دی په دې ښار کې
چـــې لــه خــپلې دروازې نــه وتــی نــه شـم

کـــه ښــکاره شــم زمـانه به مې په دار کړي
راز د عــشـق يــم لـه سـيـنـې نـه وتـی نه شم

هــر ابــهــام شـــم حـلولــی خــو ارمــان چــې
د وجـــود لــــه داېـــــرې نــه وتـــی نـــه شـــم

تـــوره شـپــه ده ، شــړک باران او زه زنګېږم
ســـاقــي نــن دې ميــکدې نــه وتــی نــه شـم

بـــدل شــوی نـــه يــم اوس هـــم امــرخـېل يم
اوس هـــم ســتــا لــه ارادې نــه وتــی نــه شم

جلال امرخېل