راليږونکی :عبىدلرحمان غضري
د راليږونکي پته :aghazari77@hotmail.com
نيټه : 24-06-2008
د مغان تصوير
موږلکه اوښکې يوستومان تصويرپه لپوکې وړو
په چامين يو دجانان تصوير په لپوکې وړو
ته خوراوګوره موږڅومره شهکاري کړې ده
دسرې نتکۍاودپېزوان تصوير په لپوکې وړو
مسته ملنګه ستاپه آه اوالاهووه نه شوه
ولاړودستړي ژوند خزان تصويرپه لپوکې وړو
شېخه رښتيا تاته دې نوي رنګ کې څنګه ښکارو
جام مو په سردی دايمان تصويرپه لپوکې وړو
نوربه لاڅومره انتظاريو دښکلاډولۍ ته؟
عمرونه وشو دارمان تصويرپه لپوکې وړو
دزړه په سريې راته داغ دناخوالېو ايښی
خوږمن زګيروي يودزمان تصويرپه لپوکې وړو
بيامودچم په ميکده زاهدې سترګې اوري
په خم سنګساردی، دمغان تصويرپه لپوکې وړو
خدايزده چې بيا به کله خوږپه ترنم رااوري
موږجل وهلي دباران تصوير په لپوکې وړو
ملګرو نورله غضري دترنګ اميد عبث دی
زه اوغزل دواړه يووران تصويرپه لپوکې وړو