غزل

 

په زړه کـې چـې مې هېــڅ نــه شولــو کم يوه شېبه
شــېبې کـه څــومــره ډېــرې دي؛ يـو غم يوه شېبه

زمــا پــه تــړمــو اوښکــو کــې دې څـه لټول وايه
چـــې تـلې نـو ولــې بېــرتــه شــولــې تـم يوه شېبه

اوس هــم د چـا د سـترگو د ادا تصـوير کې گرځي
دا وران زړگــى مې هېڅ نه شولو ســم يوه شــېــبه

اوســېږو مــوږ د فــکر او د خيــال په قتل گاه کې
لــه دې کـــلي نــه  نــۀ درومي تورتم يــوه شــېــبــه

ټوپک دې د خپل ورور سينې ته مه نيسه زړگيه!
پــــه گــوتـــو کــې دې ونــــيسه قــلم يــوه شــېــبــه

دا زړه مــې له سـپېڅــلو سجدو ډک بوله ذاهده !
چــې ســـر مــې هېــڅ بــنده تــه نــشو خم يوه شېبه

نصرت الهام