د زړه معبد
طوبی ندا صافۍ
ما دخپل زړه په معبد کې
د وفا محراب ته څيرمه
يو دمينې ممبر جوړ کړ
د هغې ممبر پر سر مې
شين دسمال د هيلو خور کړ
بيا مې ور د معبد پرانيست
ته مې هلته وبللې
پر منبر مې کښينولې
ستا حضور ته په ګونډو شوم
د اخلاص سجده مې وکړه
بيا د اوښکو له زمزمه
مې لبرېز د سترګوجام کړ
ما ويل په دې معبد کې
خو څه بله متاع نشته
دا د غم څو منارې دي
له دردو جوړې تاخچې دي
لا ماشومه وم چې تل به
پر معبد زما ګذر و
زه طالبه وم د مينې
خو استاد مې دلته نه و
يو سکوت و او يو زه وم
دې معبد کې بل څه نه و
خو له ډېرو کلو وروسته
اوس چې ته راغلې معبد ته
زما د زړه پرممبر کښېنه
خپل د سترګو له کتابه
يو سبق د مينې راکړه