غزل
جلال امرخېل
نـه د مــشرق په لــوري لــمر پـرېوځي
نه مې تندی دا ستــا په در پــرېوځي
د کــابل جــان ګــلونــو رنـګ وبايـلــه
جــوړ کـــوم افـــت په پېښور پرېوځي
دا خــــو مـې ړنګه کــړه مــاڼۍ د غاور
دا چــې هــر کاڼی مــې په سر پرېوځي
ښه ده چې ته خو بې وعدې شوې راته
ښه ده چــــې ستــوری د سحر پرېوځي
ځار دې لــه ســترګو اوښکې مه توېوه
بې قــدره خــاورو تــــه ګــوهر پرېوځي
نـــه د حـــالاتـــو غــــــلامــــي کـــوومــه
او نـــه پـــر مــــــا د چـــا اثــر پــرېـوځي
ذره ذره مــــې کـــــړه راټـــولـــه صـــحــرا
ذره ذره رانـــــــه نـــظــر پــــــرېــــــوځــــي