د baz baz لخوا خپرې شوې لیکنې


د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ څو ښکلې منظرې

ګرانه وروره فهيم الله پښتون صاحب ډېره زياته مننه چې د انځورونو زما دا ټکنۍ هڅه مو يو ځل بيا په منډه کړه. همدا رنګه له نورو دوستانو څخه هم هيله کوم چې د خپلې سيمې انځورونه او هم د سيمې په هکله مالومات باز بلاګ ته راوليږي چې په بلاګ د انځورونود مينه والو تندې پرې ماتې شې.ستاسې وروربازمحمد عابد

15.12.2008 baz

د بهير د تازه غونډې انځورونه

د افغان ادبي بهير غونډه چې د دياسنګهـ انجان په رياست کې وشوه او استاد اجمل ښکلی يې ميلمه و د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې وياند حسن مبارک و او د تيرې د غونډې ريپورټ مصطفی باور وړاندې کړ. ورپسې نورګل شفق خپله کيسه د ( دوه مخی) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه، چې اسمعيل څپه يې ليکلی نقد واوراوه . او بيا د غونډې برخوالو لکه جلان ځاځي، ډاکټر محب زغم، الهام، عابد او استاد غضنفر په کيسه خپل نظرونه څرګند کړل چې په مجموعو کې د کيسې ژبه خوښه کړی شوه او شفق صاحب ته نيکې مشورې ورکړی شوې. ورپسې

30.11.2008 baz

غزل/ عابد

نور به ورته څومره انتظار کومکله به دې کاڼي زړه ته لار کومستا د ښکلا نښې ور پکې وينمځکه خو د هرې ښکلا څار کوم ته خو يو وعده د خولګۍ وخو کړهخېر دی زه تر ډېره ورته وار کومچاراته ويلې چې اوس څه کوې؟ما وی چې د مينې کار وبار کوم ځم چيرته له غرونو پسې اوړمهباز يمه د سپينې بازې ښکار کوم٢٠٠٨/١١/٢٦کابل ، افغانستان

26.11.2008 baz

د مير عرب شاه چمتو څرګندونې

محترم ورور عابدصا حب مننه کو م چې تا سو زيار ګاللی دی چې دوستان سره نژدې کړ ئ کور دې ودان او په قلم دې بر کت شه . زه دا خپله اسلا مې او افغا نې د نده ګڼم چې  کوم څه زماله   وسې پوره وې،کو شش کو م د خپلو هيوادوالو سره مر سته وکړم په ځانګړې تو ګه د هغه معيوبينو ورونو اوخويندو سره چې د خو ږ بدن غړې يې له  لاسه ورکړې دې.  زما هلې ځلې جارې دې دوام ور کوم . زما د زړګې سر د سترګو تور ښا غلی سيد محمد مسکين     صاحب له تا سو څخه  مننه کو م چې تا سو خپ

04.11.2008 baz

د بهير د غونډې لنډ ريپورټ او انځورنه

اجمل پسرلي چې د افغان ادبي بهير مشري يې په غاړه درلوده وويل:نن چې پوره لس کاله وروسته ما په بهير کې ګډون وکړ، باور وکړئ چې زه يې تيرو يادونو ته وروستم او ډېر خوند مې ترې واخيست. اجمل زياته کړه: لکه څنګه چې يې زه لس کاله پخوا وختونو ته بوتلم همداسې د بهير په کره کتنه او ريپورټ ليکنه کې هم کوم نويوالی نه دی راغلی. په هماغه پخوانۍ شيوه کره کتنه کيږي، مثلاً ټول ځوانان کره کتونکي د ژبې خواته ډېر مايل دي، په داسې حال کې کره کتنه يوازې د ژبې سمونه نه ده. بايد د يوه اثر هنري ارزښت ته هم پام واړول

02.11.2008 baz

مننليك

زه سيد محمد مسكين د الحاج وزير محمد زوى د خوست ولايت د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حسن زيو كلي اوسيدونكى چې تقريباً دا ۲۵ كاله د معيوبيت  او محتاجۍ پر بستر پروت وم .خو الله راته خواخوږى، زړه سواند او مهربانه انسان چې د ډنمارك په هيواد كې د افغان مهاجر په صفت شپې او ورځې تيروي ښاغلى عرب شاه چمتو صاحب سبب كړچې د معيو بينو لپاره د ځانګړي جوړ شوي موټر سايكل مرسته ئې راسره وكړه او د خوږ ژبي او نازك خياله شاعر ښاغلي پير محمد كاروان صاحب په لاس يې راته تسليم كړ. زه د دواړو بشر دوسته

02.11.2008 baz

په ميدان وردګو کې د سولې مشاعره

له سږنۍ روژې نه پوره دوه اونۍ د مخه د ميدان وردګو والي او فرهنګي شخصيت ښاغلي حليم فدايي د بهير غونډې ته تشريف راوړ اود هيواد د مختلفو ولاياتو شاعرانو ته چې په کابل کې ميشت دي بلنه ورکړه چې د سولې په نوم يوه مشاعره به د ميدان وردګو په ولايت کې ستاسې په مرسته جوړوي. کابل ميشتو شاعرانو د والي صاحب بلنه په ورينو تنديو ومنله خو ډېر ژر  د روژې مبارکه مياشت راغله او دا خبره  سړه غوندې شوه. زه چې د اختر له رخصتيو نه راوګرځيدم نو په ړومبۍ هفته کې د حفيظ الله غښتلي واده و چې د ډېرو يارانو په

28.10.2008 baz

د کنړ ولايت، د پيچ دره د ننګلام د کلي څو ښکلي انځورونه

ګرانو  يارانو، دا دی د څه وخت وقفې نه وروسته بيا په دې وتوانيدم چې بلاګ ته ستاسې د خوښې منظرې ورکړم دا ښکلي انځورونه بلاګ ته ګران ورور ظفر کريمي راليږلي دي چې کور ودای ورته وايم.

26.10.2008 baz

د افغان ادبي بهير لنډ ريپورټ

د افغان ادبي بهير  د ١٣٨٧ل کال د تلې په ٢٦ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اکتوبر د ١٧ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې رييس محمد الله کمال و او ميلمانه يې منيرځدران او حسن مبارک وو. د غونډې وياند محمد دين همدرد و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه.د تر څه د مخه دتيرې غونډې ريپورټ  کره کتنې ته وړاندې شو چې له لږې سمونې وروسته  دتاييد وړ وګرځيد.  همدا رنګه ټاکل شوې وه چې عنايت ديدار به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې

19.10.2008 baz

د مجبورۍ شپې/ عابد

له څه مودې راهيسې زه په خپل بلاګ کې د دې له وجې د تبصرو خونه بنده ساتم چې ډېر هغه ياران چې په خپلو خبرو يې باور نه وي نو په مستعار نوم  ليکنې کوې، ځينې خو يې داسې بې خونده خبرې ليکي چې د لوستونکو په ايمان اور بلوي. کابو يوه اونۍ مخکې ما دا نظم په بلاګ کې په کرښه کړی، تيره ورځ راته په بهير کې ډېرو يارانو ويلې چې موږ هم ستا غوندې مسافر يو او ستونزې مو سره ګډې دي. په دې نظم دې د تبصرو خونه بيرته پريږده چې موږ درسره هم دا غم وژاړو، دا دی د هغو دوستانو په هيله نن په دې نظم د تبصرو خونه هم خلا

12.10.2008 baz

د راشد خټک ليک

ګرانه عابد جانه!ته خو پوهيږې چې زه په پردي ښار کې د پردو خلکو په منځ کې اوسيږم.  او ډېر يوازې يم. د ژرناليزم دندې رانه ټول ادبيات هير کړي دي. خو اوس هم ستا په ويبلاګ کې ځان ژوندی ساتم او ستا د ويبلاګ په کتو داسې احساسوم لکه اوس چې هم د افغان ادبي بهير ملګرو په منځ کې ناست يم. او هغه ټولې خبرې راياديږي چې کابو دولس، څوارلس کاله پخوا به مو د بهير په غونډو کې او هم په صدر کې د چې موږ او تاسې به ورته وړوکی بهير وايه ، کولې. ډېر وخت کيږي چې کوم ادبي پروګرام ته نه يم تللی. خ

05.10.2008 baz

د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور

د افغان ادبي بهير  د ١٣٨٧ کال د وږي په ٢٩ نيټه چې د ٢٠٠٨ کال د سپتمبر د ١٩ نيټې سره برابره وه د پروان مينې په يار موسسه کې سهار ٩ بجې وفي الله د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پرانيسته. د غونډې رييس عاشق الله غريب و او ميلمه يې ثبات صاحب و چې د کوربه په توګه يې  ورسره استاد سعدالدين شپون حضور درلود. د غوندې وياند محمددين همدرد و. د تيرې غونډې راپور  مشعل خټګر وړاندې کړ. په غونډه کې ړومبی د اسدالله واحدی په کيسه کره کتنه وشوه او بيا وکيل سوله مل شينواري د پښتو سين

21.09.2008 baz

په قلم ټولنه کې د کيسو ماښام

د روژې شلم ماښامی د قلم نړيوالې ټولنې د کيسو د ماښام سره نومولی و. په دې ماښامي کې ورسره د کيسه ډايجست چلوونکي محبوب الله محبوب هم پوره ونډه اخيستې وه. دا ماښام چې د وکيل سوله مل شينواري په وړانديز جوړ شوی و، تر دې د مخه يې ساری نه و.  دې ماښام ته د پښتو ژبې لوی لوی کيسه مار راغلي وو او په خپلو کيسو ويلو سره يې دا ماښام نور هم رنګين کړ.  د دې ناستې رياست ښاغلي زرين انځور کاوه او ميلمه يې وکيل سوله مل شينواری و. د غونډې پرانيستنه د قلم ټولنې رييس الحاج محمد حسن حسام په خوږوالفاضو وکړه ا

21.09.2008 baz

دا انځورونه ګران ورور داود جبارخيل بلاګ ته راليږلي دي

راليږونکی :داودجبارخيلjabarkhaildw@yahoo.com  د راليږونکي پته :نيټه : 18-09-2008ګران عابد جانه اسلام عليکمپاڼه مونږ ډيره شوق سره ګورو او د لازياتو برياليتوبونو هيله ورته لرم په اخر کې ېو څو دباجوړ دپښتنو عکسونه دراستوم داودجبارخيل امريکا غږ ډيوه راډيو جبارخيل صاحب مينه او مننه چې پاڼه په شوق سره ګورئ. د پاڼې ښکلا او ځلا  همدا ستاسې يارانو له برکته ده.  دا چې  بلاګ ته مو د باجوړ د پښتنو ماشومان

21.09.2008 baz

د منظرو د خپرولو په بدل کې انعام

ګرانو يارانو ښې چارې! له کله  نه چې ما په خپل بلاګ کې  د هيواد د ښکلېو منظرو په خپرولو لاس پورې کړی، نو خدای شته چې له هيواد نه بهر د ډېرو آشنا او نا آشنا يارانو ايميلونه او ټيلفونونه راته راغلي دي، او هر يوه يې  د منظرو خپرولو ته هڅولی يم. د دې دوستانو له جملې څخه يو هم عرب شاه چمتو دی چې ډېرو يارانو خو به ورسره له نيږدې نه ليدلي وي او ډېرو به په غايب کې پيژندلی وي. ځکه د آزادۍ او آشنا غږ راډيو له لارې يې ډېرې تبصرې او نيوکې خپرې شوي دي.ما به چې کله  هم د هيواد ښ

17.09.2008 baz

په کابل کې د هلمند او فراه ولايتونو مهاجرين

تيره ورځ  د عزت الله شمسزي سره زه،  انجنيرستانه مير زهير او زموږ د ډېرې مودې بهيروال يار سيد ملوک شيرزاد د قرغې د بند په لور تلو چې ناببره مو په داسې يو ځای سترګې ولګيدې چې هو به هو راته مهاجر ښکاره شول. له مخې سره شمسزي صاحب وويل چې دا د هلمند او فراه رانه راغلي مهاجرين دي چې څه د طالبانو او څه د ببماريو له وجې دلته راغلي دي. دا خلک  لوی او واړه، ښځې او نارينه د يوه مکتب مخې ته  د راشن په انتظار ولاړ وو.  خوا مو پرې بده شوه. د لږې شيبې لپاره څه ٢٨ کاله پخوا وختونه را

15.09.2008 baz

د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور

د افغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال د د وږي په ٢٢ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د سپتمبر د ١٢ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې د قرآن کريم په مبارکو آيانونو پيل شوه. د غونډې رييس استاد سعدالدين شپون و او ميلمانه يې انجنير ستانه مير زهير او زرين انځور وو.  غونډه په دوه برخو مشتمله  چې  د ړومبۍ برخې وياندي يې بازمحمد عابد کوله چې د استاد احسان آذري په نوي نړيوالي ادبي تيوري باندې مفصل ليکچر ورکړ چې د غونډې د ګډونوالو د پام وړ وګرځيد. له استاد آذري&n

14.09.2008 baz

د شهدای صالحين د زيارت څو انځورنه

د تميم الانصار زيارت شمسزی او شرر ساپی د زيارت  مخته عابد او شرر شرر ساپی او شمسزی صاحب د هاشم ميوند

09.09.2008 baz

د مرجان له تپې د کابل ښار وګورئ

پرون  د دوه ميلونو د شهيدانو د ورځې په مناسبت رخصتي وه. په کوټه کې وم چې د عزت الله شمسزي فون راغی ويل يې  خوښه دې نه ده چې د شهيدانو د ورځې په مناسبت دې په هديرو وګرځوم. ورسره مې ومنله او لږه شيبه وروسته  د ميوند جادې ته راورسيد او په موټر کې ورسره سپور شوم. د مرجان تپې تلو چې د شمشاد تلويزيون په ودانۍ ورسم شوو. هلته مو شرر ساپی هم راواخيست او د مرجان تپې ته وختلوو. دا څو انځورونه مو د مرجان په تپه کې واخيستل او بيا شهدای  صالحين  ته راغلو. هغه انځورونه به په بل البم کې

09.09.2008 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور

دافغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال چې د ٢٠٠٨م کال د ستمبر د مياشتې ٥ نيټه د کابل په پروان مينه کې د د نادريې ليسې ته څيلمه د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې  د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پيل شوه. چې په سر د عابد اکمل په شهادت بهيروالو ژوره خواخوږي ښکاره کړه، شهيدته د الله تعالی نه بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنۍ ته يې جميل صبر.د غونډې مشر علم ګل سحر و او وياند يې محمد دين همدرد و. په غونډه کې د ثناالله ملکزي په ليکنه (بې برخې پښتانه) باندې کره کتنه وشوه چې استاد اسدالله غضنفر پرې

07.09.2008 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more