د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکرزي او تولسي ګډ مجبوريتونه

محمدحسن حقيار 10.05.2008 22:07
ياره که تاسو يې منئ او که نه زه خو وايم چې داسريال ليکنه ډېر سخت کار دى ډېرژور فکر او هغه دچاخبره دسرکار ماغزه غواړي .کاميابه ډرامه هماغه وي چې ليدونکي او يااورېدونکي ته تلوسه پيدا کړي ، دپېښې غوټه پټه او اورېدونکى اړ کړي چې دسريال ترپايه ورسره واوسي . په سريال کې سسپينس او ټکرونه ډرامه لاهم په زړه پورې کوي. له پېـښې پېښې زېږول ، اوريدونکيو او يالوستونکيو ته سودا اواندېښنه پيداکول ، دخاکې يا پلاټ غوټه پاى ته پرېښودل دښې ډرامې نښې دي .
ځينې وخت زما په څېر زړه تنګي خلک دډرامې هغه کرکتر ته چې ياډېر مظلوم وي او يا ډېر ظالم او يا يې کوم مهم حقيقت پټ کړى وي او دى يې له امله ترفشار لاندې وي په غوسه شي چې ولې له ځانه دفاع نه کوي ، ولې دومره ظلم کوي او دابل يا بله بيا ولې هغه پېښه نه رسوا کوي چې دى پرې له فشار څخه خلاصېږي . ولې دليدونکيو او يا اورېدونکيو انتظار اوږدوي ، ولې ورته پېښه ژر نه رسوا کوي ،ولې ولې....
خو دوى پردې خبر ندي چې داټول لوبغاړي هغه که نېک کرکتر لري او که بد هغه که تولسي ويراني وي او که پايل ملوترا،هغه که ګاتم دى او که کرن دبل په ډايرکټ او هدايت چلېږي، هغه ته چې ډايرکټر هر رول ورکړي هماغه تمثيلوي ، پخپل واک کې ندي ،خپله پکې هېڅ رول نه لري بس يواځې تمثيل کوي او بس .
ماته دتولسي او په افغانستان کې روانه ډرامه او ددوى لوْبغاړي ډېر ورته ښکاري دلايل يې درته وايم خوله لږې وقفې وروسته .
دطالبانو په وخت کې به ځينو نعت خوانانو دډېرو مشهورو او خوندورو سندرو په طرزاو انداز کې خپل نوي کلامونه وړاندې کول چې ډېر ښه خوندبه يې کاوه او کله به چې ترې چا دانتقاد په ډول وپوښتل چې خير ته چې سندرې نه اوري نو داطرز دې څنګه ياد کړ او څنګه يې په خوندور انداز ويلى شې ؟ نو ده به ځواب ورکړ چې والله په کوټه او ياپېښور کې په موټر کې سپور وم چېرته تللم داسندره پکې غږېده هملته مې واورېده .
دا چې زه څنګه دتولسي ډرامې دومره ډېرکرکترونه پېژنم او يا يې صحنې رامعلومې دي زما لخوا هم همداسې يو معقول عذر ومنئ.
اوس راځم اصلي موضوع ته زما علم حال او علم قال دا وايي چې دا د(کبهى ساوس بهي بهوتهے يا دزمانى خشو هم عروس بود) ډرامه چې اوس په تولسي مشهوره ده او په افغانستان کې دروانې سياسي ډرامې سناريو يوه فنکار ليکلې ده که دا راسره څوک نه مني نو دا خوبه مني چې باليودهم له هاليودڅخه کمه نه ده ځکه يې ډرامې هم يوه بل سره ډېر ورته والى لري تاسو وګورئ په افغانستان کې دروانې سياسي ډرامې دپلاټونو او کرکتر( زموږ دولسمشر) او دزمانى خشو هم عروس بود دډرامې پلاټونو او کرکتر ( تولسي ويراني ) ترمنځ څومره ګډ مجبوريتونه او شباهتونه دي . راځئ چې يوڅو ته يې ګوته ونيسو.خو بيا هم له کوچنۍ وقفې وروسته
که څوک وپوښتي چې په افغانستان کې خو دازاد بازار او دبيا ن دازادۍ له برکته دهر ملک پيداوار ډرامې خپرېږي نو کرزى ولې يواځې دهمدې ډرامې تراغېز لاندې بولې نو ځواب دادى چې داډرامه هندۍ ده او ښاغلي کرزي هم دځوانۍ څو کاله دهند په شمله پوهنتون کې تېر کړي وايي چې دلمدو خټو کمې اوبه دارو وي نور نو خپله پوه شئ
ښه ځينې دلايل مې دادي :
١-دتولسي دډرامې ليکوال کولى شي چې داډرامه ژر ختمه ، کرکترونه او پېښې يې رسوا او دخلکو اندېښنې او تلوسې وشکوي خو داکار ځکه نه کوي چې بيا خو ډرامه خلاصېږي ، ددوى بزنس ختمېږي او څنګه به دولس ديارلس کاله اورېدونکي او نندارچيان ولري، په افغانستان کې دروانې ډرامې ليکوال هم ددې ډرامې پېښې او غوټه ځکه ژر نه خلاصوي چې که پېښې رسوا او کشمکش ختم شي ، حق حقدار ته ورسېږي ، القاعده ، نوربهرني جنګيالي او مخالفت ختم شي نو بيا خو دا ډرامه هم خلاصه شوه . او هغه دچا خبر ه ابۍ مړه او تبه يې شکېږي نوبيا دلته د٣٨ هېوادونو سياسي او نظامي حضورته څه پلمه پيداکېږي او په سيمه کې به دوى په کومه پلمه واوسي.
٢_څنګه چې تولسي يواځې تمثيل کوي، واک نلري او سناريو ورته بل څوک ليکي اويواځې دډايرکټر قومانده مني په افغانستان کې دروانې ډرامې کرکتر هم يواځې تمثيل کوي ، سناريوګانې بل څوک ليکي، خو داحقيقت دى چې دى هم دتولسي په څېر ښه تکړه ممثل دى.
٣-تولسي ددې ډرامې لومړى او مهم کرکتردى پدې ډرامه کې تل داسې رول لوبوي چې پراخه سينه اولويه حوصله لري ،ډېرې خبرې په زړه تېروي پرځان هر ډول فشار مني خو دشانتيکيتن ارامش ، هوسايي او دويراني دکورنۍ اتفاق او وحدت ساتي ، تل دکورنۍ دنورو غړيو لپاره قرباني ورکوي ، څو کاله يې دکيسر لپاره دنورو پټکې تورونه او فشارونه ومنل او دبلا خولې ته يې ځان ورکړ خو ويې نه غوښتل چې په کورنۍ کې يې ناباوري او بې اتفاقي راشي همداسې نور هم درواخله . په افغانستان کې دروانې ډرامې کرکترهم همداسې کوي تل هرډول سازشونواو مصلحتونو ته غاړه کږوي،پرځان هرډول فشار مني ، ښه پوهېږي چې دا فلانۍ ډله دملت ، هېواد او اسلام دښمنه ده خو بياهم ورته له لېرې سلامونه کوي او نه غواړي چې په ترواک لاندې شانتيکيتن کې يې حالات خراب شي.
٤_ تولسي هم ډېرې پټې خبرې په زړه کې لري خو دکوم لوى مصلحت په خاطريې نه رسوا کوي . ان چې مېړه يې ( مير) پرهغې تور لګولى، دهغې د زوى ( ارش) له زوى توب او نسب څخه يې انکار کړى او راج بسين ته يې منسوبوي خو بيا هم دادپراخې حوصلې خاونده ددې لوى تور پروړاندې په درايت او کفايت مبارزه کوي او دکوم لوى مصلحت په خاطر دزړه خبره نه راباسي او حقيقت نه وايي په افغانستان کې دروانې ډرامې کرکترهم ډېرې ناويلې او ناسپړلې خبرې په زړه کې لري ښه پوهېږي چې څوک څه او څه کوي ، څو ک څوک دي . څوک يې دوستان او څوک يې دښمنان دي خو بيا هم په پټه خول مبارزه کوي او لوى مصلحت !!!په پام کې نيسي .
٥_ تولسي ډېره خوشباوره ده ان پر هغه چا هم باور اواعتماد کوي او مشورې ورسره کوي چې ټولې هلې ځلې يې ددې دبربادۍ او بدنامۍ لپاره دي لکه پريانکا، په افغانستان کې دروانې ډرامې کرکترهم همداسې درواخلئ دى هم هغه چاته ډېر امتيازات او لوړې څوکۍ ورکوي چې ترهرچاډېر دهمده بربادي غواړي لکه شمالي ټلواله .
٦- تولسي ته دخپلې کورنۍ غړي غم ګوري سيجل او پريانکا ورته دسيسې هم جوړوي او هغې ته ځانونه خواخوږي هم معرفي کوي او په اصطلاح ډبل رول لوبوي ، په افغانستان کې دروانې ډرامې هېرو يا کرکترته هم خپل سلاکاران کندې باسي نور خوپرېږده چې ان خپل لومړى مرستيال (احمدضيا مسعود) يې هم ورسره ډبل رول لوبوي ،په يووخت کې هم له ده سره دى او هم له اپوزيسيون (ملي جبهې) سره .
٧-مير او تولسي وکولى شول چې دپايل او منديرا مخه ونيسي او له شانتيکيتن څخه يې وباسي خو هغوى په نورو نومونو، بلې بڼې او نورو پلمو شانتيکيتن ته راننوتل او بيا يې دويراني په کور کې دغم ټغر هوار کړى دى ، کرزي هم ځينې زورواکي ، جنګ سالاران او دشمالي ټلوالې غړي له اووکالو هلوځلو وروسته دنړيوالو او دبشر دحقوقو دادارو په فشارله کابينې ، مهمو پوستونو او خپلې مرستيالۍ څخه ووېستل خو په نورو نومونو لکه دپارلمان رياست، دملي شورى غړي ، په امنيتي چارو کې ستر سلاکاراو ... بيا دولت ته راغلل ، پرده يې ځمکه تنګه کړه اواوس يې هم په ارامه پرېښودونکي ندي.
٨-پايل دويراني کورنۍ ته په پټه او ښکاره ،ډول ډول دسيسې جوړې کړي ، په شانتيکيتن کې يې اور بل کړ او ننداره يې کوي خو دويراني کورنۍ يې اوس هم خپله خېښه بولي . دايران، پاکستان او روس په څېر ځينو ګاونډيو دلته هم اور بل کړى او اوس يې له لېرې ننداره کوي خوپه افغانستان کې دروانې ډرامې کرکتر صاحب يې اوس هم خپل مخلص دوستان بولي .
٩_تولسي له اختطاف وروسته خپله حافظه له لاسه ورکړه او خپل او پردى ، دوست او دښمن نه پيژني . کرزي هم له هغې تېښتې وروسته چې دمجاهدينو په تېره دوره کې يې له کابل څخه وکړه خپله حافظه له لاسه ورکړې اوس يې دا هېر دي چې دى دچا له لاسه اړ شوى وو چې دبهرنيو چارو دوزارت مرستيالي پرېږدي او په تېښته خپل سر وژغوري .
١٠-هم تولسي او هم کرزى د عاطفې او زړه سوي خاوندان دي کله چې ډېر فشار پرې راشي نو په ډک زړه ژاړي خو دغبرګون پر ځاى غم په زړه تېروي .
١١_کله کله په تولسي داسې حال راشي چې څوک يې په رښتيا خبرو هم باور نکوي او ان ګرانه خواښې (سويتا) يې هم پرسپېڅلتيا شکمنه شي پر کرزي صاحب هم کله کله همدا حال راشي. او آن نږدې بين المللي دوستان يې هم خبرو او ژړاته غوږ نه نيسي . لکه دملکي وګړيو دوژنې په معامله، ددوى پر لاس دمرستو دلګولو او له سړکونو څخه دچکونو دلېرې کولو په موضوع کې .
١٢ _دويراني دکورنۍ دوه غړې ( سيجل او پريانکا) هره ورځ ددې کورنۍ مهم اسناداو رسمي او شخصي ليکونه هره ورځ په پټه ددې کورنۍ دښمن راج بسين ته ورلېږي دکرزي ځينې مهم دوستان هم دده دکابينې دځينو غړيوشخصي او رسمي ايميلونه مخکې تر دې چې دوى يې وګوري دجرمني استخباراتو ته لېږي .
پدې اړه نوره څېړنه او سپړنه هم په کار ده زه خو پرې په لنډو راتاو شوم دوستان او دپوهنتون فارغين کولى چې پدې اړه نورې ليکنې هم وکړي ددواړو خواوو سايکولوژيکي ، فسيولوژيکي او ... شباهتونه راوسپړي اومونوګرافونه پرې وليکي .
له دې ليکنې سره له موافقو او مخالفينو دواړو څخه مخکې ترمخکې مننه