د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلی سلیمان لایق ته چا ویلی دی، چی "په پښتون کی توره شته خو پوهه نشته"؟

افغان تحرک 21.11.2016 21:01

بی له شکه چی شعر او شاعران خپل شعری فضا لری، یعنی شاعر اکثرا له "کلام محسنات او یا د کلام ښکلا" څخه کار اخلی او په همداسی شاعرانه فضا کښی شاعر تر دیره حده پوری خپل خیالی تصورات او خپلواکی هم لری، مګر سره له ټولو نه، د "کلام منطق" همدا وسیع دګر ګنل کیږی، چی شاعر باید لطفا خپل پښو له "کلام منطق خیمو" لاندې، باندې ته نباید چی کیږدۍ!


ښاغلی محترم سلیمان لایق په خپل شعر، چی د "خپل تقصیر" تر عنوان لاندې، په 28.08.1395 نیته کی، په ګران ټول افغانستان پورتال کی خپاره کړی دی، په یو بیت کی، په دیره ساده ژبه، یعنی فارغ له هر دول "کلام محسنات" څخه لیکی:

"په پښتون کی توره شته خو پوهه نشته
چی د عقل د آیاتو په سر پل ږدی"


تبصره:

دلته لمړی خو همدا د عنوان پوښتنه مطرح کیږی، چی لایق صیب ته څوک ویلی دی، چی" په پښتون کی توره شته خو پوهه نشته" ؟

دویم پوښتنه دلته دا دی، چی ایا لایق صیب پخپل دغه ادعا کی د "پوه" اصطلاح د " اتحاد، اتفاق، او یا وحدت" اصطلاحګانو سره "ګدود" کړی دی؟

دریم پوښتنه دلته دا دی، چی لایق صیب د "پوه" اصطلاح لپاره دلته څه تعریف لری؟

هیله ده چی لطفا محترم لایق صیب د دا پوښتنی ځواب، په خپل خوږه نظم او یا هم په خپل خوږه نثر ارایه کړی.



د بین الافغانی صلح په هیله