د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ د "افغانیت بيا زيږون" اجازه نه ورکوی، چې د افغان خاوري یو ځل بیا د نړیوال ځواکونو، کوم د " نظامی لوبو دګر" ګرځی!

افغان تحرک 13.01.2017 18:54

نن صبا، په یو داسی غمجن او بحرانی حالت کښی چې له یو خوا مجنون طالبان د ایران، روسیه او پاکستان په غیږ کی، خپل "قهر او غضب" لپاره "زهری دارو ګانی" پسی سر ګردانه دی، او له بل خوا د افغانستان دولت او حکومت د اداری فساد په مقابل مبارزه په ساحه کی، د امنیت او ثبات رواړل په ساحه کی، او هم د قانونیت په ساحاتو کی فقط او فقط یو "حلزونی حرک" څرګندوی او نن صبا هم مصنوعی تنفس ته اړتیا څرګندوی، نو بیا یو داسی عنوان کوم وینا تعقیبوی، چې:

زمونږ د "افغانیت بيا زيږون" اجازه نه ورکوی، چې د افغان خاوري یو ځل بیا د نړیوال ځواکونو، کوم د " نظامی لوبو دګر" ګرځی!


بی له شکه چې یو توضیحی او تشریحی عنوان دی، چې په دغه عنوان کی استفاده شوی اصطلاحات یو لږ توضیح او تشریح ته اړتیا لری.


پر دغه عنوان باندی لمړی د "افغانیت بیا زیږون" اصطلاح یو محوری تاثیر اچولی دی. یعنی همدا "دافغانیت بیا زیږون" څه څیز دی، چې حتی د جهان ټولو هیوادو ته اجازه نه ورکوی، چې د افغان خاوري څخه "یو ځل بیا" د " نظامی لوبو دګر" جوړ کړی؟

دوهم د "یو ځل بیا" اصطلاح دلته څه معنی لری؟

لمړی د "افغانیت بیا زیږون" اصطلاح تعریف:

"بیا زیږون" یو ادبی اظهار دی، چې نه یوازی د زمونږ په افغانی ادبیاتو کی خپل خاص لری، بلکه د نړی په نورو کلتوری-ادبی مباحثو کی هم دا اصطلاح خپل ځانګړی ځای لری. په دری ژبه کی ورته "تولد دوباره" وایی.

په نورو کلتورونو کی، مثلا:
فرانسویان "بیا زیږون" ته "Renaissance" وایی،
آلمانان ورته "Wiedergeburt" وایی،
په انګلیسی ژبه کی هم ورته "Renaissance" ویل کیږی،

په هر صورت د "افغانیت بیا زیږون" اصطلاح ته مونږ کولای شو چې "د افغانیت د رېنېسانس"، "د افغانیت رنساس" او یا هم "افغانی رینېسانس" هم ووایو. اوس راځو دی ته چې زمونږ "افغانی رینېسانس" څه دی:

د "افغانیت بیا زیږون" او یا "افغانی رینېسانس" یو افغانی عصر دی، یو افغانی دوره ده، چې د "بیا زیږون" اصطلاح دافغانانو بیداری په تعبیر، د افغانانو د تعقل او تدبیر عصر ته اشارت لری. البته دلته د افغان کلمه همداسی چې واضع ده زمونږ ټولو ګرانو وطنوالو په غیږ لری، یعنی د افغانستان ټولو اتباع، لکه چې زمونږ اوسنی اساسی قانون هم اظهاروی، مونږ ټول د عدالت، مساوات او ورورولی پر اساس افغانان یو.

بیله شکه چې متاسفانه د تاریخ په اوږدو کی، له پیړیو په ادوارو کې، د تحمیلی او مغرضانه جګړو او دسایسو پر اساس اجنبی کوښښونه صورت اخیستی دی، تر څو زمونږ افغانیت ته په کوم دول صدمی ورسوی، مګر مونږ د څښتن تعالی په مرسته خپل افغانیت، خپل همدا ملی وحدت د تاریخ په اوږدو کی، او هم تر نن پوری ساتلی یو.

له څلورو لسیزو راپدیخوا تحمیلی جګړو، منطقوی غرایض او توسعه طلبی ګانی، اقتصادی علایق او مغرضانه او مخربانه علایق، کله نا کله کوښښ کاوه چې زمونږ افغانیت، زمونږ همدا ملی وحدت ته زیانونه ورسوی، چې د خدای په فضل تر ننه پوری دا مخربانه کوښښونه، علاوه په دی چې زمونږ افغانیت ته کوم سخته ضربه نه دی رسولی، بلکه زمونږ د "افغانیت بيا زيږون" داسی غشتلتیا پیدا کړی دی، چې هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوی، چې د افغان خاوري یو ځل بیا د نړیوال ځواکونو، کوم د " نظامی لوبو دګر" ورڅخه جوړ کړی!


اوس مونږ دیو له څلورلسیزه جګړو نه متاثر "ملت" په حیث، دیو "غیر مولد ملت" په حیث، دیو "محتاج ملت" په حیث، یو اساسی مشکل لرو، او دا داسی ده:

په یو خوا کې، زمونږ دولت او حکومت نه د اداری فساد په مقابل کې دقیق مبارزه کولای شی، نه شه امنیت او ثبات په افغانستان کې مینځ ته راوړی شی او نه هم د قانونیت په پروسه کی دقیق موثریت وړاندی کړی شی، او په بل خوا کې، طلبان چې په شدیدو جګړو کې داسی جسمی او روانی پرهارونه خپل کړی دی، چې نن صبا په دقیق توګه نه د څښتن تعالی په خبری پوهیږی، نه په صحیح احادیث باندې په دقیق توګه پوهیږی او نه هم په مملکت داری باندی په دقیق توګه پوهیږی: نتیجه یی دا ده چې "مفسد دولت" خپل اړیکی امریکا او ناتو سره تینګیدل غواړی او "سرتمبه طالب" نن صبا ایران او روسیه سره خپل اړیکی تینګیدل غواړی.


دردوکنی واقعیت دا ده، چې، په مینځ کې افغان ځوانان یا د "استشهاد" تر نوم لاندی، او یا هم د جګړه او بمبارد په ذریعه خپل "نادار" ځانونه له لاس ورکوی، په عین زمان چې د دولت "چاق چاق" نمایندګان او هم د طالبان "چاق چاق" نمایندګان د نړی په لوکس لوکس هوتلونو کې په "کارتوس ګدایی" هنر کی بوخت دی، "پاک پاک" افغان ځوانان کله د "عسکر" تر نوم، کله د "پلیس" تر نوم او کله د "طالب" تر نوم خپل خواږه ځانونه له لاسه ورکوی، میندی، خویندی او د کورنی معصوم ماشومان یی په ماتم او فقر کی ژوند کوی!


بی له شکه د افغانستان دولت ټول کارمندان یی "چاق چاق" او "مفسد" نه دی، هلته دیر محترم، صادق، کارپوه او عالم افراد هم د دولت او حکومت په مینخ کی مظلوم ولس ته خدمت کوی! او هم د طالبان په مینځ کې محترم او صادق افغانان وجود لری. مګر زمونږ افغانی فلسفی پر اساس، له دی کبله چې "جهالت" هم لکه "تعقل" غوندی، کوم سر حد نه پیږنی، اوس مونږ دا مشکلاتو سره لاس او ګریبان یو. یعنی، چې، کله کله "جهالت" هم پخپله په یو ستر "قدرت" کی تبیدلی شی. اوس د بین الافغانی سولی نشته والی همدا "جهالت" دی، چې غواړی په یو ستر "قدرت" کی تبدیل شی. چاره څه ده؟

بی له شکه څښتن تعالی هر مشکل لپاره د حل لاره پیدا کړی دی. خو مګر مونږ لمړی باید خپل مشکل وپیږنو، خپل مشکل تعریف وکړو، تر سو څښتن تعالی مونږ ته د حل د لاره په پیداکولو په سمت کی، مرسته وکړی.

څښتن تعالی کله کله لوی، لوی مشکلاتو د حل لپاره، دیره "ساده" لاری هم عطا فرمایلی دی، که چیرته مونږ علم ته مراجعه وکړو!

اوس په لمړی ګام خپل بندګی کوښښ دلته د یو څو ساده پوښتنی سره بوخت کوو:

لمړی پوښتنه دا ده چې، دا د افغانستان دولت او حکومت څه غواړی، او طالبان څه غواړی؟

دوی دواړه ادعا کوی چې مونږ شه نظام جوړل غواړو، عدالت او قانونیت او ولس رفاه غواړو.

مګر دا چې هر یو یی څرنګه نظم، څرنګه نظام، دکومی لاره او په کومه طریقه څخه عدالت او قانونیت غواړی، او د مظلوم ولس رفاه څرنګه، دکومی لاره او په کومه طریقه کې تامینیدل غواړی، تر اوسه په درسته او دقیقه توګه څرګنده نه دی. واقعیت دا دی، چې دواړه خوا که د افغانستان دولت دی، او یا هم که طالبان دی، نن صبا دواړه خپل اکثر تفکرات په "کارتوس ګدایی" کی صرف کوی، مګر دلته که چیرته له حق خبری وکړو، زمونږ د حکومت مشر ښاغلی محترم داکتر اشرف غنی څو موده پخوا، خپل هدف یو لږ بیان وکړ، او وی ویل چې هدف یی دا ده، چې افغانستان له " کارتوس ګدایی" څخه خلاص کړی، او که چیرته له واقعیت څخه انکار نکړو، نو دا سړی همدا خپل هدف لپاره هر ورځ له سهاره تر بیګاه پوری کار کوی.

اوس پوښتنه په دی کې ده چې شاغلی محترم مولوی هبت الله خان اخوند زاده، څه هدف لری، له سهاره تر بیګاه پوری په کومه فعالیتونه بوخت دی، او تر څه وخته "کارتوس ګدایی" ته دوام ورکول غواړی؟

بله پوښتنه دا ده، چې دلته هم که له واقعیت څخه تیر نشو، د افغانستان دولت ارتباطات نورو ممالکو سره تر لویه اندازه پوری لږ شفافیت لری، مګر د طالبانو ارتباطات نورو ممالکو سره بلکل په تورتم کې پنهان دی.


بله پوښتنه دا ده، چې د حکومت مشر ښاغلی محترم داکتر اشرف غنی لا اقل خپل مشروعیت له څو میلیون افغانانو په ذریعه، د یو دول نی، یو دوله توګه لاسته راوړل، مګر شاغلی محترم مولوی هبت الله خان اخوند زاده، له څه رنګه یو دول نی، یو دوله مشروعیت څخه برخورداره ده، یعنی شاغلی محترم مولوی هبت الله خان اخوند زاده، له څو میلیون افغانانو په ذریعه، خپل مشروعیت تر لاسه کړی ده؟ البته دا یوه ساده او بی طرفانه افغانی پوښتنه ده!


بی له شکه مونږ دلته سره له دی نه چې دلته یوه ساده او بی طرفانه افغانی پوښتنه مطرح کوو، د دوالو محترمو مشرانو، یعنی د حکومت مشر ښاغلی محترم داکتر اشرف غنی او هم د شاغلی محترم مولوی هبت الله خان اخوندزاده، داخلی او خارجی دوستان او دشمنان هم له یاده نه وباسو. دلته په دی باره کې فقط په دا نکته اشارت کوو، چې د حکومت مشر ښاغلی محترم داکتر اشرف غنی بلخصوص خارجی دوستانو په مینځ کې له اوله تر دا دمی کوم لوی تغیرات نه محسوسیږی، مګر د طالبانو بلخصوص خارجی دوستانو او دښمنانو په مینځ کې یو دول "غتمغتولی" او یا "ګدودی" لیدل کیږی، په دا وضعیت کې څه حکمت پروت دی؟

ایا "شیخ پوتین" او "خامنه ای هوف" د شاغلی محترم مولوی هبت الله خان اخوندزاده او طالبان اخری واقعی خارجی دوستانو په حیث پاتیږی او یا په راتلونکی هم دا داسی یوه سویا اتهیایز درجه تغیراتو لزوم لید امکان شته؟

په هر صورت دا چې ښاغلی محترم داکتر اشرف غنی کومی خارجی هیواد سره نږدی والی اتخاذ کوی او یا هم شاغلی محترم مولوی هبت الله خان اخوندزاده، کومی خارجی هیواد سره نږدی والی اتخاذ کوی، تر یو حده پوری ددوی محترمو کار دی، مګر کله چې حتې د افغان یو بچی هم ، د "جاهلانه تصامیمو په اتخاذ" له مینځه وځی، بیا دا "حد" تمامیږی!

یعنی: کله چې د یو افغان بچی په قدرت طلبانه جګړو کې خدای نا خواسته تلف شی، نو بیا دا افغان نه "ږیره ته" او نه هم "نکتایی" ته کوم احترام او عزت پیږنی، همداسی چې پرون "بریتونو" او "سور بیرغو" ته څوک لهاظ نه کا.

زمونږ د "افغانیت بيا زيږون" اجازه نه ورکوی، چې د افغان خاوري یو ځل بیا د نړیوال ځواکونو، کوم د " نظامی لوبو دګر" ګرځی!

د بین الافغانی صلح په هیله

و من الله توفیق
----------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما