د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې ضد خوځښت پریکړه لیک

افغان تحرک 09.01.2017 12:55

" پریکړه لیک
نیټه: ۸ جنوري ۲۰۱۷
سوله د افغان ملت لومړیتوب !

هره جګړه په سوله تمامه شوي، دا چې د جګړې د غځیدو، اوږدیدو  او سختیدو د پاره دلایل لټول کیږي، د ځینو جګړه خوښونکو پکې ګټې دي  او بیا هم په ټوله کې ګټه یې یواځي پردیو  ته رسیږي، تاوان په کې د مظلوم افغان ولس دی، له دې امله، په وروستیو وختونو کې د افغان ټولنې له منځه ګڼو ځوانانو، مشرانو، علماؤ، روحانینو د سولې ږغ پورته کړی، د دې ږغ تر شا ولس ولاړ او د سولې د ږغ سره یې خپل ملاتړ ښودلی دی.
د سوله  غوښتونکو او جګړې ضد افغانانو تمه او هیله  ده  چې د سولې په راوستلو کې به بریالي او له په خوا څخه په بدلون اغیزمنې هڅې وکړي، تر څو سوله لازمي شي، د جګړې  ټغر را ټول شي او د افغانانو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.
په دې برخه کې ګڼ خنډونه موجود دي، تر ټولو مهم خنډ یې په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو شتون دی، د بهرنیانو د پوځي شتون د پاره په افغان خاوره کې هیڅ ډول جواز او اړتیا نه سته، هیڅ خپلواک ملت د بل هیواد پوځیانو ته پخپله خاوره کې د اوسیدو ، تلاشۍ، شپنیو عملیاتو، بمبارد او  بندیخانو درلودلو جواز نه شي ورکولای، ځکه نو اړینه ده چې افغان حکومت، طالبان او نړیوال د بهرنیو پوځیانو د وتلو په  مهالویش هوکړې ته ورسیږي.
دوېم ډیر مهم بحث  د بندیانو د تبادلې او بندیانو د خلاصون بحث دی، زموږ ګڼ شمیر افغانان په پلچرخې، باګرام او ګوانتانامو کې زنداني دي، داډول  د طالبانو په ولکه او ځینو پټو بندیخانو کې پرته له محاکمې بندیان  ساتل کیږي، د بندیانو شمیر باید معلوم شي، هویت یې  څرګند ، جرم یې ښکاره او عادلانه پریکړې وشي، کوم بندیان چې د تورونو څخه یې سپیناوی او برائت ورکول شوی وي او یا خو یې د بند موده پوره شوې وي، د هغوی دوسیې وتړل شي او بندیان خلاص  شي.
درېمه ډیره مهمه او اساسي  موضوع د روان سیاسي بحران څخه د وتلو بحث دی، د ناکامه تجربو د تکرار څخه ډډه وشي ، افغان شموله سیاسي جوړښت ته  لاره پرانستل شي.
همدې موخې ته د رسیدو لپاره باور جوړونې، د سولې مذاکراتو کې صداقت او یو بې طرفه درېم ګړي ګروپ ته اړتیا لیدل کیږي.
موږ د جګړې ضد او سوله غوښتونکې افغانان په جګړه کې پر شکېلو جهتونو او نړیوالو ږغ کوو، چې دروانې جګړې په درولو کې د افغان ولس غوښتنې واوري او  د هغوی د غوښتنو درناوی وکړي.

د جګړې ضد خوځښت"

-----------------------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما