د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه یا "Psychology" څه ده؟ دریمه برخه

افغان تحرک 06.01.2017 12:08

پیش له دی څخه چه دلته پر "عمومی ارواپوهنه" پر موضوعاتو باندی دلته یو څو کرښی ولیکل شی، بی ځایه نه ده، چی د ښاغلی محترم ډاکټر فیض محمد ځلاند دا یادونی چی د ارواپوهنه په هکله کړی دی، دلته ولیکم: "ارواپوهنه په علمي توګه د انسانې سلوک په هکله د  زده کړې او احساساتو مطالعې ته ویل کیږي. اروا پوهنه د علومو یوه منظمه څانګه ده چې په ساینسي توګه د مغزو د کردار او فعالیتونو مطالعه په کې ترسره کیږي. د دي تر څنګ په ارواپوهنه کې د ژوند ورځنۍ لارې چارې، چې په انفرادې او یا ټولنیزه توکه د ستونزو د حل او د ماغزو پورې  اړونده ناروغیو په تداوي کې ترې کار اخیستل کېږي تر بحث لاندي نیسي.
اروا پوهنه له بیولوژي او نورو هغو علومو څخه چې د اعصابو یا مغزو مطالعه په کې ترسره کیږي توپیر لري، اروا پوهنه د مغزو د کار له پروسې څخه څیړنه او بحث کوي، حال دا چې دا نور ذکر شوي علمونه خپله د اعصابو یا مغزو له جوړښت څخه بحث کوي. ارواپوهنه په علمي توګه د اخلاقو، تفکر، هوش ، حافظي او دارنګه د تحت شعور څخه بحث کوي، ارواپوهنه د نوموړیو ذکر شویو عملیو څخه په انسانې ژوند که د هغوي له څرنګوالي او دارنګه د نوموړیو پروسو له سرته رسولو څخه بحث کوي. په عمومي توګه ارواپوهنه د انسانانو د مغزو له فعالیتونو څخه بحث تر سره کوي، خو کیدایشي دا بحث په پرتلیزه توګه د انسانانو او حیواناتو تر منځ هم و څيړي. ارواپوهنه عموما هغه علم ته ویل کیږي چې له اخلاقو او د مغزو اړونده پروسو یا عملیو څخه بحث کوي.
ارواپوهنه لازمي نده چې یواځي له مغزو او اعصابو څخه بحث ترسره کړي، ځکه کیدایشي له هغو پروسو یا عملیو څخه بحث وکړي د کوم له مخي چې ماغزه کیدایشي معلومات پروسیس کړي. د مغزو د دندو پیژندنه د ارواپوهنې په تیورې ( نظریو) کې تر مطالعې لاندې نیول کيږي، په ځانګړي توګه  د کسبي استعداد مطالعه، د اعصابو ارواپوهنه او د ارنګه د زده کړي په اړه د اعصابو مطالعه او پیژندنه.
اراوپوهنه هوښ ، اخلاق او دارنګه ټولنیزې اړیکي تر مطالعې او بحث لاندې نیسي. تجربوي ارواپوهنه په لومړي قدم کې د انسان لومړنې تجربې او اړونده اخلاق یا روشونه تر بحث لاندي نیسي. په تیرو شلو کلنو کې ارواپوهنه کوښښ کوي د مغزو یا اعصابو او د هوش تر منځ اړیکې تر مطالعې لاندي ونیسي. تر اوسه دا روښانه نده چې هوښ یا بیداری څنګه له مغزو سره اړیکه لري ـ ایا بیداري یا هوش د مغزو حالت څرګندوي او که ماغزه د هوښ یا بیداري حالت په ګوته کوي، او یا دا چې دواړه یو له بله بیل حالاتونه څرګندوي؟"
منبع: http://arwa.bloguna.tolafghan.com/posts/19864


د "عمومی اروا پوهنه" په هکله هم یو لږ معلومات تر اوسه پوری پښتو کی ژباړه شوی دی، مثلا په محترم روهی پورتال کی، د ښاغلی محترم ګل رحمان رحمانی په ژباړن کی چی "د عمومي ارواپوهنې آرونه" تر عنوان لاندی خپاره شوی دی، په اته لس چپرکی کښی دیر مفید، مثمر او ګتور مفاهیم او موضوعات، په شه توګه تشریح او توضیح شوی دی، چی دا مفاهیم او موضوعات واقعا همداسی چی تشریح شوی دی Psychologie او یا ارواپوهنه سره سر او کار لری، مګر جوړونکی انتقاد پر دغه له زیار نه دک او محترم کار کښی، فقط او فقط د همدا ټول فکر کوم اته لس څپرکی کی، همدا منتخه عنوان دی، له دی کبله چی "عمومی اروا پوهنه" او یا لکه چی ما یاد وکړ Allgemeine Psychologie یو مشخص علمی اصطلاح ده، چی په Psychologie او یا ارواپوهنه کی لا اقل په المانی ژبو پوهنتونو کی خپل مشخص مفهوم ارایه کوی. یعنی دا اته لس څپرکی لپاره "د ارواپوهنې آرونه" عنوان مناسب ښکاری او "د عمومي ارواپوهنې آرونه" عنوان مناسب نه ښکاری، او کیدای شی چی د "عمومی ارواپوهنه" اصطلاح، دلته او یا هلته، د ځینی ګرانو محصیلونو په ذهن کی د یو لږ "ګدودی" سبب ګرځی، او پوښتنه را ایجاد شی، چی بلاخره دا "عمومی ارواپوهنه" څه معنی او څه مفهوم ارایه کوی. منبع: http://www.rohi.af/fullstory.php?id=19834

مثلا: د عمومي ارواپوهنې آرونه (لومړی څپرکی) کښی داسی لیکل شوی دی:

" عمومی ارواپوهنه ددغه علم دګڼو څانګو لکه، ټولنیزه ارواپوهنه، سني ارواپوهنه، دماشوم اروا پوهنه، طبي اروا پوهنه، نظامي ارواپوهنه، روزنیزه ارواپوهنه، حقوقي ارواپوهنه، سوداګریزه ارواپوهنه، ... او بلاخېره دهنري فنونو ارواهپوهنې په مینځ کې خورا لوړ او ځانګړی مقام لري، عمومي ارواپوهنه په ټوله کې اکثره قوانین، میتودونه او نظري اصول چې دغه علم ورباندې ولاړ دی، تر مطالعې لاندې نیسي."

دا مطرح شوی جملات د "عمومی ارواپوهنه" په هکله تر یو حده پوری زمونږ قناعت حاصل کوی مګر که چیرته مونږ د "عمومی ارواپوهنه" لپاره یو لږ دقیق تره پراخ بال تعریف ته ذهن چمتو کړو، نو بیا کولای شو چې ووایو:

"عمومی ارواپوهنه" هغه څیز ده، او یا "عمومی ارواپوهنه" هغه شی ده چې ځینی "اصولی ارتباطات" د زنده جان او دهغه چاپیریال تر مینځ د تحلیل، سپړنه، پلټنه، تفکیک، بررسی، څېړنه، ارزیابی او تر تجزیه لاندی نیسی.

دلته "اصولی ارتباطات" کولای شو چې "قانونی ارتباطات" هم ووایو، مګر سره له دی نه، که "اصولی ارتباطات" ورته وایو او یا هم که "قانونی ارتباطات" ورته ووایو، دا مغلقیت لږ تشریح او توضیح ته اړتیا لری:

" اصولی ارتباط" او یا "قانونی ارتباط" دلته د "ارتباط څرنګوالی" څرګندوی. یعنی دا "ارتباط" باید په کیفیت او هم په کمیت له لهاظ نه په دقیق اصول او یا قوانینو کی مشخص وی.

مثلا د انسان د سترګو او سپوږمی ارتباط هم یو دول ارتباط دی، نو که چیرته د دا ارتباط څرنګوالی ته لږ دقت وکړو، له سل نه زیادتره پوښتنی دلته ایجادیږی:

مثلا:
-دا انسان په شپه کی سپوږمی ته کتنه کړی دی، او یا په ورځ کی؟
-که ورځ و، ساعت څو بجه و؟
-دا انسان په کومه میاشت کی سپوږمی ته کتنه کړی دی، ایا پسرلی و، تابستان و، خزان و که -ژمی و، لمر په دغه ارتباط کی د رنایی منبع په حیث کوم نقش درلود؟
-دا انسان څو کلن و، د هغه د سترګو لید کوم توان درلود، په اسمان کی ورېځ تر څه حده و.

یعنی: که چیرته مونږ "عمومی ارواپوهنه" دا پراخ بال تعریف ومنو، چی ادعا کوی:

("عمومی ارواپوهنه" هغه څیز ده، او یا "عمومی ارواپوهنه" هغه شی ده چې ځینی "اصولی ارتباطات" د زنده جان او دهغه چاپیریال تر مینځ د تحلیل، سپړنه، پلټنه، تفکیک، بررسی، څېړنه، ارزیابی او تر تجزیه لاندی نیسی.)

نو د هغه انسان چې د زنده جان په حیث په خپل چاپیریال کې سپوږمی سره لږ ارتباط تینګ کړی و، او له خپل سترګو لید څخه کوم حکایت کوی، د هغه انسان ارتباط سپوږمی سره خپل "زمانی، مکانی، احساسی، عاطفی، تجربوی او داسی نور "اصول" او "قوانین" هم درلود.


په هر صورت، که چیری مونږ له خپل "پراخ بال تعریف" څخه چی "عمومی ارواپوهنه" لپاره مطرح کړی یو، تیر شو، او یوازی د بین الانسانی ارتباطاتو ته ذهن معطوف کړو، بیا کولای شو ووایو چې:

له دی کبله چې "عمومی ارواپوهنه" په عمومی توګه ټول هغه "دروانی پروسه" اصول او قوانینو د تحلیل، سپړنه، پلټنه، تفکیک، بررسی، څېړنه، ارزیابی او تر تجزیه لاندی نیسی، چې د انسانانو لپاره د ګته لاس ته راوړل زمینه مساعده شی، "عمومی ارواپوهنه" خپل خورا اهمیت تر لاسه کوی، او هم د ارواپوهني نورو څانګو او برخو په مینځ کی "عمومي اروا پوهنه" یو کلیدی موقعیت او یا یو محوری وظیفه ځان ته خپل کړی دی.


مونږ څو کرښی قبل وویل چې "له دی کبله چې "عمومی ارواپوهنه" په عمومی توګه ټول هغه "دروانی پروسه" اصول او قوانینو د تحلیل، سپړنه، پلټنه، تفکیک، بررسی، څېړنه، ارزیابی او تر تجزیه لاندی نیسی، "عمومی ارواپوهنه" د اروا پوهنه یا د Psychology یو دیره مهمه برخه ګنل کیږی، اوس به راځو چې لږ نظر وواچوو، چې دا "روانی پروسه" او یا "روحی پروسه" څه معنی لری، څه دی، او "عمومی ارواپوهنه" دا "روانی پروسه" او یا "روحی پروسه" سره څه کار او بار لری:

دلته بی ځایه نه ښکاری چې په هغه موضوعاتو باندی لږ روښنایی واچوو، چې د "عمومی ارواپوهنه" سره نږدی او تینګی اړیکی لری.


"د عمومي اروا پوهنه" موضوعات کومی دی؟




بی له شکه چې دلته د زمونږ د افغانی فلسفی تاریخ باندی، یوه مرتبط تاریخی کتنه بی له ګته نه ده، مګر له دی کبله چې ارواپوهنه نن صبا د یو مدرن تحقیقی او څیړنیز علم په حیث ارتقا کړی دی، خپل دا مرتبط افغانی فلسفی کیسه لنده کړو. د ارواپوهنه د تاریخ په هکله، بلخصوص د اخری پیړیو په هکله زمونږ ځینی ګرانو وطنوالو مهم او ګتور تاریخی معلومات پښتو کړی دی، چې، تکرار یی دلته لازمی نه ده، مګر هغه شیان چې د اروا پوهني سره او د زمونږ د پخوانی افغانی سره مرتبط دی، یو لږ دلته یادیږی:
- مونږ افغانان هم له زر ها و کلو راپدیخوا خپل "احساس، درک، کتنه، مشاهدات، او معرفت، لرو، چې د تاریخ په اوږدو کی، په دی فکر او چرت کې یو، چې زمونږ "احساس، درک، کتنه، مشاهده، ېژندنه او معرفت په څلورو مختلفه پړاو، او یا پر څلورو مختلفه مراحلو کې حاصلیږی چې نو بیا مونږ "حقیقت" سره نږدی کړی، او د فکرکول پر ذریعه حقیقت ته رسیږو:
لمړی: د خیال کول او ګمان کول پر اساس.
دوهم: د باور، ډاډ، اعتماد او اطمینان پر اساس.
دریم: د پوهېدل پر اساس.
څلورم: د پوهه، کمال، علمیت او وقوف پر اساس.

زمونږ د "روحی برخو" څخه کولای شو چې، مثلا د "تعقل ګرایی، تدبر، هوښیاری، خردګرایی، او یا هم شجاعت او دلیری، او یا هم د کلکه غوښتنه، هیله او یا هم له هوس" له برخو څخه یاد کړو.

مونږ هم د تاریخ په اوږدو کې دیر زبر دست د "درک خاوندان" درلود او نن صبا هم یی لرو، چې پکی نن صبا هم افتخار کوو، او د افتخار ځای هم ده، سره له دی نه چې زمونږ شفاهی او مکتوبی تاریخ دزمونږ د علما په هکله خپل قصور ښکاره کړی دی، مګر یوازی زمونږ "موجودیت" دا ثابتوی چې مونږ هم لکه نورو ملتونو خپل علما او متفکرین درلود.

مګر سره له دی نه چې مونږ د انسان په حیث، او د افغان په حیث د "درک" او د "احساس" خواندان هم یو، بیا پوښتنه پیدا کیږی، چې ایا مثلا دا "بی درکی" او دا "بی احساسی" چې مثلا د بین الافغانی جګړو مسبب کیږی، له کومه ځای څخه راځی؟

اوس دداپوښتنه ځواب د یو او یا دوه، دری مدرن علمی دیسیپلینونو له توان څخه خارج دی، مګر سره له دی نه هم، ګورو دلته چې مثلا "عمومي ارواپوهنه" چې د "درک اصطلاح" خبل ځان لپاره قپ کړی دی، په عمومی توګه همدا "درک کول" په ساحه کی څه اظهارات لری.

په عمومی توګه "عمومي ارواپوهنه" وایی، چی، "درک کول" یوه روانی پروسه" او یا "روحی پروسه" ده!
اوس ګورو چې روانی پروسه" او یا "روحی پروسه" چې د "درک کول" فورمول په حیث وړاندی شوی دی، څه معنی، مفهوم او عمل مطرح کوی.

١. الف: "روانی پروسه" او یا "روحی پروسه" څه ده؟

"روانی پروسه" او یا "روحی پروسه" څه ده، یعنی "یوه روانی قضیه"، یعنی "یوه روحی قضیه".

مثلا "درک کول" او یا پخپله "درک" هم یوه "روانی پروسه" او یا "روحی پروسه"، یعنی "یوه روحی قضیه" ده.

د "درک کول" تر اصطلاح لاندی، په "عمومی ارواپوهنه" کی یو داسی "روحی پروسه" او یا "روحی قضیه" ارایه کیږی، چې دا "پروسه"، دا "پروسس"، او یا دا "قضیه" د پروسس په پایله کې یو نتجه هم لری،
او دا "نتیجه" د "معلومات د اخذ پر ذریعه" ، او د بدن په داخل انګيزو سره د معلوماتو د استملاک پر اساس مینځ ته راځی.

د یو "درک" او یا هم د "ادراک" محتوی او کیفیت په ساحاتو کښی کولای شي، کله ناکله (خو تل نه)، د توجه او دقت پر اساس او دهدفمندانه رهنمایی پر اساس، مطلوب تغیرات مینځ ته راوړی.

د عمومي اروا پوهنه" موضوعات کومی دی؟

ادامه لری.