د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه یا "Psychology" څه ده؟ څلورمه برخه

افغان تحرک 08.01.2017 13:38

"د عمومي اروا پوهنه" موضوعات کومی دی؟

دلته پیش له دی نه چې بیا په جزییاتو کې ذهن بوخت کړو، د "عمومي ارواپوهنه" پر موضوعاتو باندی، یو لږ روښنایی اچول کیږی، او بیا بیرته همدا "جزییاتو" ته ذهن معطوف کړو.

"د عمومي اروا پوهنه" اصلی او محوری موضوع د "روحی قضایاو" او یا د "روحی پروسسو" مطالعه ده، او دا د "روحی قضایاو" او یا د "روحی پروسسو" موضوعات په لاندی برخو کې ویشل کړی دی:

-لمړی موضوع: د "ادراک ارواپوهنه" دلته د "درک" او د "درکی اختلالاتو" پر موضوعاتو باندی غور صورت اخلی.(Wahrnehmungspsychologie)،

- دوهم موضوع: د "د پوهاوي، په هکله باندی ارواپوهنیز غور.
البته دلته "پوهاوي" د "ذهنی-تجربوی حالتونه" او یا د "ذهنی-تجربوی پروسس" د یوه "نتیجه" په حیث تر بحث او غور لاندی اخیستل کیږی. یعنی چې د "پوهاوی" اصطلاح دلته د "وجدانی پوهاوی، د وجدان د بیداری قضیه په حیث، د نفس د تذکیه په حیث" عرض اندام کوی. یعنی دلته "پوهاوی" روح او روان او جسم سره خپل "اعتدال" او یا "تعادل" او مشترک مخرج او یا مشترک وجه تر لاسه کړی. (Bewusstsein).

- دریم موضوع: پر "اطلاع، پاملرنه، او توجه" موضوعاتو باندی ارواپوهنیز غور. (Aufmersamkeit).

- څلورم موضوع: د انګیزه، د تحریک عوامل، او د محرک په هکله ارواپوهنیز غور. (Motivationspsychologie).

- پنځم موضوع: د "احساسات، خلق او خو، عواطف، هیجان" پر موضوعاتو باندی غور. په دی ساحه کی هغه پوښتنی لپاره ځوابونه را ایجادیږی، چې مثلا: احساسات څه دی؟، احساسات څه رنګه تولیدیږی؟ د احساساتو مولدین چیری دی، کومی دی؟ احساسات د انسان پر نورو "انسانی سلوکو" کی کومه تاثیرات لری؟، احساسات د انسان د ښوهنیزو او روزنیز ساحاتو کی، کومی، کومی تاثیرات لری؟ احساسات د انسان پر "حافظه" کی کومی، کومی تاثیرات لری؟( Emotionspsychologie).

- شپږم موضوع: د "زده کړې اروا پوهنه" پر "د زده کړې وضعیت" باندی معطوف دی، یعنی چې، د "زده کړې اروا پوهنه" ځان په دی ساحه کی بوخت کړی دی، چې د "زدهکړې عمل" او یا هم د "زدهکړې عملیات" څنګه یوه پروسه ده؟ د "زدهکړې عمل" او یا هم د "زدهکړې عملیات" د یو ذهنی-جسمی پروسه په حیث کومی، کومی مساعد شرایطو ته اړتیا لری؟
د "زده کړې اروا پوهنه" تولیدات، همدا ځینی موجوده د "زده کړې تیوریګانی دی.
(Lernpsychologie).

- اوهم موضوع: "اراده" او یا "خاوندۍ" د یوه پروسه په حیث: دا په دی معنی ده، "اراده" او یا "خاوندۍ" د "غوښتل، دکوم مطلب لاسته راوړلو لپاره "قصد کول" مفهوم ارایه کوی.
"اراده" او یا "خاوندۍ"، د یوه داسی پروسه تر مفهوم لاندی، ترغور لاندی راځی، چې د یوه "مطلب" لاس ته راوړلو لپاره، په خپله خوښه اګاهانه او هدفمندانه اقداماتو ته اړتیا ده، تر څو، یو مطلوب "نتیجه" او یا مطلوب "پایلی" لاس ته راځی. (.Volition (Psychologie


- اتهم موضوع: کټګوريدلی تفکر، یعنی "صنفی تفکر"، یعنی "صنف بندی شوی تفکر، یعنی "طبقه بندی شوی تفکر".
"طبقه بندی شوی تفکر" یو دول "ادراکي توانایی" په حیث تر ارواپوهنیز غور لاندی اخیستل کیږی. دلته مختلفه نهادونو مثلا (څیزونه، مخلوقات، پیښو، تخیلی څیزونه)، د "حسي توان" پر ذریعه "طبقه بندی کیږی، صنف بندی کیږی، په مختلفه صنوفو کې ویښل کیږی." د ادراکو محتویاتو د تعبیراتو لپاره، همداسی "صنف بندی"، ګتوره ده. (Kategorisierung (Kognitionswissenschaft)

- نهم موضوع:"پوهه لاس ته راوړل، د "پوهه کسب"، د "پوهه رانیونه"، د" پوه تحصیل" او هم "پوه او انسانانو سره اړیکې ټینګول، او یا د "پوه او انسانانو ترمینځ واسطه کیدل، منځګړیتوب کول، له دغه موضوعاتو او مباحثو په قطار راځی چې د "پیداګوژی علمی شعبات" او د "زده کړې اروا پوهنه" لاس په لاس تر غور لاندی اخیستی دی. او نن صبا د "پیداګوږی علم" او د "زده کړې ارواپوهنه" د ازدواج ثمره، دیوه مرکب اسم چې له مختلفه علمی دیسیپلینونه څخه مینځ ته راغلی دی،pädagogische Psychologie نومیږی، چې نن صبا په ځینی معتبرو پوهنتونو کی دا رشته، یعنی ، pädagogische Psychologie تدریسیږی.


ادامه لری