د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه یا "Psychology" څه ده؟ پنځمه برخه

افغان تحرک 10.01.2017 20:47

د "عمومی ارواپوهنه" موضوعات کومی دی؟
په تیری برخه کې د "عمومی ارواپوهنه" له محوری او مهمو مباحثو له مینځ څخه، پر نهه موضوعاتو باندی لږ اشارات صورت اخیست، نو بیا اوس راځو "لسم موضوع" ته.


لسم موضوع: "حافظه او د پوهه تمثیل" او یا "حافظه او د پوهه پریزنټشن:

بی له شکه، د "حافظه او د پوهه تمثیل" په لمړی نظر کې مونږ لپاره، لکه یوه "دوه مجهوله معادله" غوندی ښکاریږی، او لږ تشریح او توضیح ته اړتیا لری. یعنی، په "حافظه او د پوهه تمثیل" موضوع باندی، لمړی د "حافظه" او د "پوهه" اصطلاحات یو ارتباط پکښی ځای په ځای شوی دی، چې بیا د "تمثیل" اصطلاح هم هلته دوی سره را ګد شوی دی.


- د "حافظه" اصطلاح په هکله، یو لږ توضیح:
د ""حافظه" کلمه له "حفظ" کلمه فاعل اسم دی، چې "ساتونکی" معنی لری، او د انسان او هم د ځینی حیواناتو کښی یو داسی "قوه" ده، چې مثلا مطالب او حواث او یا هم زر ها، او میلیون، بیلیون او تریلیون څخه هم زیاد تره تصاویر، موضوعات او مطالب په یو دوله نه، یو دوله "په یاد ساتی"، او د انسان په "ذهن" کښی، او یا هم د انسان د "ذهنی استعداد" په وسیله همدا، "په یاد کی ساتل شوی" زر ها، او میلیون، بیلیون او تریلیون څخه هم زیاد تره تصاویر، موضوعات او مطالب، دوباره په "یاد کی راځی". دا و، د "حافظه" یو لږ واضع کیسه، خو اوس راځو چې . زمونږ "حافظه" مهم اخذ شوی "معلومات" له "غیر مهم" معلومات څخه جلا کوی. او د اموضوع چې کومی معلومات یو "فرد" لپاره "مهم" او کومی "غیر مهم" ښکاری، یو "فردی قضیه" سره ارتباط لری، چې دلته اوس زمونږ موضوع څخه خارج موضوع ده، ځکه چې مونږ دلته "دعمومی ارواپوهنه" ز زاویی څخه د "حافظه" په هکله، او دا هم په دیره، دیره مختصره توګه یو لږ اشارت صورت اخلی.
په هرصورت دلته"حافظه" یو داسی انسانی "توان" ، انسانی "وس"، انسانی "قدرت" په حیث تر معرفی لاندی راځی، چې په "عمومی ارواپوهنه" کې د انسان "حافظوی توان"، "حافظوی وس" او یا هم د انسان "حافظوی قدرت" په یو ردیف کی "پوهه" او د "پوهه تمثیل" سره هم قطار کیږی.

- د "پوهه" او د "پوهه تمثیل" په هکله، یو لږ توضیح:

د "پوهه" اصطلاح مختلفه او خورا دیر معنی ګانی او د استفادی موارد لری:

پوهه اصل کې د معرفت په مانا ده چې هر يو انسان د يو ډول پوهې نه برخمن دی. دا لغت د پوهنې له لغت سره توپير لري. پوهنه ساينس يا علم ته وييل کېږي چې اکثراً په مسلکي ډول کارېږي خو پوهه بيا د زمونږ افغانی فلسفې اړونده اصطلاح ده چې مثلا په انگرېزي کې فکر کوم چې، ورته knowledge وييل کېږي.

د زمونږ افغانی فلسفې پر اساس پوهه ترټولولويه شتمني محسوبیږی، له دی کبله چې دهوساينې د کیفیت ارتقا لپاره لومړی شرط علم اوپوهه ده، او هم دعلم اوپوهې په خوند پوهيدلې ټولنه، د زمونږ افغانی فلسفې پر اساس یوه شتمنه ټولنه ګنل کیږی.

د "عمومی ارواپوهنه" له زاویی څخه، "پوهه" دلته معمولا دداسی ( حقایقو، نظریاتو او قوانینو موجودیت او شته والی ته ویل کیږی،
چې د يقين امکان یی تر ټولو ممکنه حد صورت اخلی،
او یا د يقين درنو درجې یی تشخیص شی، په داسی دول چې دا انسان شمول نظریات او قوانین "معتبرنظریات" او علمی-حقیقی قوانین پکښی موجودیت او شته والی ولری.)

په غیر مغلق عبارت د "عمومی ارواپوهنه" له زاویی څخه، "پوهه" دلته (په حافظه کې ذخیره شوی، تنظیم شوی، ترتیب شوی، ادغام شوی، ارګانیزه شوی "معلومات" ته ویل کیږی،

په ساده تره عبارت، یعنی "معلومات" او یا ( Information) د "پوهه" لپاره "خام مواد" تهیه کولای شی، او یا "معلومات" او یا Information د "پوهه" لپاره "خام مواد" تهیه کوی.

شاید دلته پوښتنه صورت اخلی، چې ولی "خام مواد"؟

ځواب دلته داسی دی، "معلومات" او یا( Information) د انسان "حافظه" لپاره، د انسان "ذهن" لپاره "خام مواد" ورکوی، او بیا دغه "معلومات" او یا( Information) د خام موادو په حیث زمونږ په "حافظه" کی، زمونږ په "ذهن" کی د "پوهه" په حیث د پاخه ګی امکانات لاس ته راوړی.

تر سو چې له "معلومات" او یا له ( Information) څخه "پوهه" را ایجاد شی، سړی باید چې پر اخیستل شوی "معلومات" او یا پر اخیستل شوی ( Information) باندی "غور"، "مناسبه منتخبه معلومات ځانته انتخاب وکړی، منتخبه معلومات ترمقایسه لاندی اخلی، نتیجه گیری پکشی وکړی، خپله نورو مرتبطه معلواتو سره دا نوی منتخبه معلوماتو سره پیوند او وصل یی وکړی، او نورو په دی ساحه باندی علاقه مندو کسانو سره، مرتبط صحبتونه او بحثونه وشی، نو بیا هغه وخت همدا مناسبه "پوهه" لاس ته راځی.


"حافظه او د پوهه تمثیل" او یا "حافظه او د پوهه پریزنټشن" موضوع او مبحث ته چې د "عمومی ارواپوهنه" یو مبحث دی،
په المانی ژبه ورته "Gedächtnis und Wissensrepräsentation " ویل کیږی، او په انګلیسی ژبه کولای شو ورته " Memory and knowledge representation" ووایو.



یولسم موضوع: "دژبه تولید، دژبه درک او د ژبه اروا پوهنه":


ادامه لری.