د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملالې مور: د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی

افغان تحرک 19.01.2017 13:11

ښاغلی اپریدی لیکی:

"د ملالې مور: د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی

د ملالې یوسفزۍ مور تورپیکۍ یوسفزۍ وايي که نجونو ته قلم ورکړل شي او زده کړې ورکړل شي، باوري ده، چې نجونې تر هلکانو هم پیاوړې دي. د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی.

له بي بي سي سره خبرو کې د ملالې مور، پلار ویلي، چې زده کړو ته د سیمې د ماشومانو لاسرسی هغسې چې د ملالې خوب او او ارمان دی، د دوی دواړو میړه، ښځې هم هیله ده.
د ملالې پلار ضیاالدین یوسفزي په ټولنیزو رسنیو کې د ملالې په اړه د ځینو نامناسبو څرګندونو په اړه خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه کله چې موږ داسې پیغامونه ګورو زموږ له دوی سره مینه نوره هم زیاتېږي او په دې پوهېږي چې په دوی کې کار کولو ته اړتیا ده او دغه کار به موږ د تعلیم له لارې کوو.
مېرمن تورپیکۍ وايي، هیله یې دا ده، چې سوله او ثبات راشي او هر ماشوم وکولای شي په سوله ییز چاپیریال کې زده کړې وکړي.
له دې مخکې د ۲۰۱۳ کال جولای کې ملالې یوسفزۍ په نیو یارک کې، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې، په خپلې لومړنۍ وینا کې پر نړیوالو حکومتونو غږ وکړ چې هر ماشوم ته د وړیا زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړې پر طالبانو نیوکه کړې وه، چې "د اسلام او پښتنو له نومه د خپلو شخصي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخلي."
ملالې ویلي و "راځئ د تعلیم په ګاڼه ځانونه سمبال کړو."
تورپیکۍ یوسفزۍ چې له ملالې او کورنۍ سره د انګلستان په برمنګهم کې مېشته ده وايي، پخپله یې هم اوس زده کړه پیل کړې، ښوونځي ته ځي او د زده کړو ګټې ورمعلومې شوې.
تورپیکۍ په خندا وویل، چې کله له ښوونځي کور ته ستړې راځي، د کورنۍ دندې په تر سره کولو کې ملاله ورسره مرسته کوي.

نوموړې دغه راز وویل یو مهال یې له مشرانو ښځو اورېدلي و، چې ' پر ښار اور لګېدلی و، خو پېغلو پورته نه کتل ' چې وايي هغه مهال یې هم ویل او اوس هم وايي، چې نجونې باید د غلې کېناستو پر ځای ځان د ټولنې فعال غړي وبولي.

تورپيکۍ وویل، یو مهال چا پیغور راکړ، چې هلکان په جګړو کې په کار راځي، چې وايي ما ځواب ورکړ، لور به مې ملاله د قلم جګړه ګټي او دا چې له ماشومتوبه مې ملالې ته رښتیا ویل ورزده کړي، چې وايي پایله یې دا شوه، چې د پټه خوله کېناستو پر ځای یې د خپل حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه وکړه.

کله چې له تورپیکۍ نه پوښتنه وشوه، چې د ملالې لپاره کومه مرکه ورغلې که نه، په خندا یې ځواب ورکړ، چې د هغې ټول پام اوس خپلو زده کړو ته دی.
سوات او افغانستان ته د تلو هیله
مېرمن یوسفزۍ دغه راز هيله وښوده، چې افغانستان ته او په سوات کې خپل چم ګاونډ ته د تلو ارمان په زړه کې لري، خو په وینا یې اوس هم له خپلو، خپلوانو لرې نه ده او له هغوی سره هر مهاله په اړیکه کې ده.
ملاله يوسفزۍ د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په نهمه نېټه هغه وخت وويشتل شوه چې له ښوونځي له خپلو خورلڼو سره کور ته روانه وه.
وسله والو پاکستاني طالبانو ويل چې د ملالې له فکر سره دوى جوړ نه دي.
ملالې د نجونو د ښوونې و روزنې لپاره هلې ځلې کولې.
له بريده وروسته په پاکستان کې د ملالې له سره يوه مرمۍ و ايستل شوه او د نورې درملنې لپاره برتانيا ته راغله او له هغه وروسته یې مور، پلار هم بریتانیا ته راغلل، چې تر اوسه همدلته مېشت دي."