د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې اسبابو رزق

قاضی طارق 11.07.2016 22:00

په تېر پسې ........

که مونږ دا و وایو چې د اسبابو د استعمال نه په غیر هم رزق راتلای شی ، نو ډېر خلک به یې ونه منی او انکار به ترې وکړی او زمونږ دغه خبره به یو لیونتوب و ګڼی ، ځکه چې ایمان اوعقیده یې په اسبابو جوړه شویده ، او حتما به دا و وایې چې که زه د دې ماشین تر شا و نه درېږم ، یا هره ورځ وظیفې ته لاړ نه شم یا سوداګری او تجارت او زراعت ته ادامه ور نه کړم نو ماته به رزق له کومه راشی ؟

د رزق لپاره د اسبابو په استعمال به په خپل ځای کې پوره بحث وشی ، خو دلته چې کومه خبره کېږی نو د هغه رزق په هکله ده چې د انسانانو په تاریخ کې انسانانو ته د سبب نه په غېر راغلی دې او په قران کې ډېر داسې نقلی حوادث موجود دی چې د اسبابو نه په غېر د رزق د راتلو څخه حکایت کوی :

د بقري په سورت كې په دي اړه يو تاريخي شاهد څېړو چېرته چې څښتن تعالي د اسبابو نه په غير بني اسرائيلو ته داسې رزق حواله كړې وو چې له مخكې يې د چا په ذهن كې تصور هم نه وو شوې.

كله چې بني اسرائيلو د موسی علیه السلام تر مشرۍ لاندې د هغه وخت د ځمكې د سر د خورا ستر طاغوت ( فرعون ) په خلاف د مبارزي بيرغ پورته او د دغه وخت د انساني تاريخ د تر ټولو لوی جابر د وېري په ځاي يي د خداي وېره زړونو ته ننوته او د هجرت لاره يي و نيوله نو څښتن تعالي يې د ستونزو د حل لپاره درې مخرجونه ور پيدا كړ:

ـ د نيل رود دوي ته لاره وركړه او د دوي دښمن يي ډوب كړ .

ـ چې كله دوي د ( تيه ) سوزان ميدان ته پورې وتل ( تيه د فلسطين، اردن او مصر په منځ كي يوه ميدانى علاقه ده چي هلته د ژوند کولو هيڅ ډول ظاهري اسباب وجود نه لري ) د دوي لپاره يي د ژوند ټول اسباب پيدا كړه ـ وريځ يي په سر و دريده ، نوره دښته لمر سوزوله خو پردوي سوري وو .

ـ یو داسې اسماني رزق ورته راغې چې دوي يي هيڅ فكر نشو كولاي ، په خوب كې يي هم نه وه ليدلې ، او له يوې وچې ډبرې نه ورته د يخو اوبو ويالي رواني شوي قرانکریم دا مسئله په تفصیل سره څېړلې ده چې مونږ به یې ځینې برخې دلته را نقل کړو :

قصه داسې وه چې اسرائيلو بالاخره د موسي عليه السلام تر مشري لاندې د فرعون په خلاف د مبارزي بيرق پورته كړه او د حق او باطل تر منځ یو ه سخته نا برابره مقابله شروع شوه ، بني اسرائيلو د هجرت لاره ونيوله او فرعونی لښکرې يي تر شا په تعقيب كې شول ، د نيل په سيند ورغلل ، دغه سيند بني اسرائيلو ته لاره وركړه روغ رمټ ترې تېرشول او فرعون د خپلو لښکرو سره یو ځای د نيل په سيند كې ډوب شو.

بني اسرائيلو د تيه په ميدان كي واړول ، په دغه صحرا کې د خوراک لپاره ډوډۍ ، د څکلو لپاره اوبه او د سر پناه لپاره کور وجود نه درلود ، خورا ګرمه صحرا او ګرمه هوا وه ، نو څښتن تعالي ور باندې وريځ سورې كړه او د خوراك لپاره يي ور باندې من او سلوا مقرر كړ .

علماء او مفسرین وايي چې ( من ) يو ډول ډير خوږ او لذیذ نبات وو، او سلوا يو نوع مرغي وې چې مونږ ورته مړځ وايو او ډيره خوږه غوښه لري ، دوي ته د څښتن تعالي له لورې مقرر شول ، هر سهار چې به را پورته شول نو د دوي د خيمو شاو خوا به په انبارونه (من) پراته وو او چې كله به ماښام شو نو دغه مرغي به د خداي په حكم د دوي خيمو ته را و الوتلي او دوي به نيولي او وريتولي ، دا ډير خواږه او لذيذ خواړه وو ، خو دوي ته دا هم ويل شوي وو چې دا به هر وخت تاسو ته راځي او همدا خورا پاكيزه خوراك دې دا خورئ خو ذخيري به تري نه جوړوۍ.

قرانکریم فرمایې :

{ وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ } .البقره :۵۷.

او سورې کړه مونږ پر تاسو هغه وریځ او را ښکته کړ مونږ پر تاسو من او سلوی ، خورۍ د پاکو شیانو څخه ، هغه چې رزق در کړېدې مونږ تاسو ته او دوئ ظلم نه وو کړې پر مونږ باندې لکن پخپلو ځانونو یې ظلم کولو ( چې په دغو نعمتونو د شکر په ځای یې کفر ته لاره و نیوله ) .

علامه سید الطنطاوی رحمة الله علیه فرمایې (من ) اسم جنس دې او په خپل لفظ کې مفرد نه لری او په ارجح قول سره دا یوه سرښتناکه ماده ده چې په ونو بوټو را لویږی او په خوږوالی کې عسلو ( ګبین ) ته ورته ده .

او ( سلوی ) یو جمعی اسم جنس دې چې واحد یې (سلواة ) دې او دا یوه بری او د وچې مرغۍ ده چې خورا خوندوره غوښه لری او ښکار کول یې ډير اسان دې ، هر ماښام به دوئ ته د جنوب له طرفه بادونو را وړل او دوئ به د ستړیا نه په غېر په ډېره اسانۍ سره ونیول .

او دغه د وریځې سورې کیدل او د من او سلوی نزول په دوئ باندې د (تیه ) په صحرای کې تر سره شوېدې چې د مصر او شام په منځ کې پرته ده ، او بیا د (السدی ) نه په نقل قول سره لیکی چې :

کله بنی اسرائل د (التیه ) په صحرای ور ننوتل نو موسی علیه السلام ته یې و ویل چې مونږ به دلته څه خورو؟
نو څښتن تعالی ور باندې من را ښکته کړه او په ( ترنجبیل ) نومې ونه باندې به را وریده ، او سلوی یې ورباندې را ښکته کړه دا یوه مرغۍ ده ، مړز ته ورته ده ، بلکه له مړز نه لږه لویه وه ، کله به چې ورته دا مرغۍ راغله نو که چېرته به ښه چاقه اوغوښوره وه نو ذبح به یې کړه او که به ور ته خواره او ډنګره ښکاره شوه بېرته به یې خوشې کړه او چې کله به ښه چاقه شوه نو بیا به ورته راغله .

نو اسرائیلو موسی علیه السلام ته و ویل چې :

دا خو خوراک شو خو اوبه به له کومه شی؟

نو الله پاک موسی علیه السلام ته امر وکړه چې په خپله همسا دغه ډبره و وهه نو چې ویې وهله نو د اوبو پوره دولس چینې ترې روانې شوې او هری قبیلې به له یوی چینې څخه اوبه څکلې ، نو بیا د سوری او سر پناه په غم کې شو نو څښتن تعالی ورباندې وریځ سورې کړه .

کله چې سرپناه هم پیدا شوه نو موسی علیه السلام ته یې و ویل چې د جامو او لباس مسئله به څرنګ شی نو د څښتن تعالی په حکم سره به د دوی په وجودونو کې جامې نه زړیدې او چې څومره به یې وجودونه غټېدل ور سره به جامې هم لویدلې .

لكه چي څښتن تعالي فرمايي :

{وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلاَ تَعْثَوْا فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ} بقره:۶۰.

او ( ياد كړي هغه وخت ) چې اوبه وغوښتې موسي قوم خپل ته (د تيه په ميدان كې ) پس و ويل مـونږ (موسي ته ) چې و وهه په همسا خپلې سره ډبره ( نو چې و يي وهله ) نو و خــوټېدلې له هغې نه دولس چيني ، په تحقيق سره و پېژانده هر قوم ګودر خپل ( ځاي د اوبو د څښلو ) ، خورئ او څښئ د روزئ د الله څخه ( بې له واسطي او اسبابو څخه ) ، او مه تېرېږي له حده څخه په ځمكه كې ، حال دا چې وراني كونكي ياست تاسي ( په خپل فساد اچولو سره ).

دغه راز قرانکریم فرمایې :

{وَلَقَدْ آَتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ } الجاثیه :۱۶.

او خامخا ورکړې وو مونږ بنی اسرائیلو ( اولاد د یعقوب ) ته کتاب (تورات ) او حکم ( په تورات ) او نبوت (موسی او هارون ته له دوی نه ) او روزی ور کړې وو مونږ دوئ ته له څیزونو پاکو حلالو ( لکه من او سلوای ) او فضیلت ورکړې وو مونږ دوئ ته پر خلکو ( د زمانې خپلې ) .

بل ځای کې داسې مهربانی کوی :

{ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي وَمَن يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَى } . طه : ۸۱ او ۸۲ .
څښتن تعالی فرمایې چې:

کله چې مونږ موسی او د هغه قوم ته په بحر کې د ډوبېدو نه نجات ور کړ او فرعون او د هغه قوم مو په دریاب کې ډوب کړ نو موسی علیه السلام ته مو وویل :

ای بنی اسرائیلو په تحقیق سره نجات در کړ مونږ تاسو ته د دښمن ستاسو نه (چې فرعون او د هغه قوم وو چې خورا سخت عذابونه به یې تاسو ته رسول ، ستاسو زامن به یې ذبح کول او ښځې به یې ژوندۍ پریښودې ) او وعده وکړه مونږ د نبی ستاسو سره جانب د طور ( چې ) ښې جانب دې ( د تورات د ورکولو چې تاسو ته لاره ښوونه وکړی او ستاسو اصلاح وکړی ) او راښکته کړ مونږ پر تاسو من او سلوای ( ترنجبين او مړزان ) .
{ كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي } :

خورۍ تاسو د دغه پاک رزق نه هغه چې مونږ در کړېدې تاسو ته او له حد نه تېرې مه کوئ زما په رزق کې چې ( د حاجت نه په غېر یې جمع کړۍ یا یو پر بل با ندې ظلم وکړۍ ) نو راښکته به شی پر تاسوغضب او قهر زما ، او هغه څوک چې را ښکته شی په هغه باندې غضب زما نو په تحقیق هغه سخت وغورځیده (په هاویه کې ) .
بیا بل ځای کې فرمایې :

{ وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ } . الاعراف :۱۶۰.

او ګرځولې وو مونږ قوم د موسی دولس قبیلې او وحې وکړه موسی ته کله چې اوبه وغوښتې قوم د هغه له هغه نه ، چې و وهه په همسا خپله هغه ډبره !

نو روانی شوی د هغه نه دولس چینې ، او وپیژانده هرې قبیلی خپل ګودر ( خپله چینه ) ، او سورې کړه مونږ په دوئ باندې هغه وریځ ، او را ښکته کړ مونږ پر دوئ من او سلوی ، خورۍ د پاکو شیانو څخه چې رزق در کړېدې مونږ تاسو ته او ظلم نه وو کړې دوئ پر مونږ لکن پر خپلو ځانونو یې ظلم کولو ( په کفر کولو سره په دغو نعمتونو).

{ وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّى جَاءَهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ } يونس: ۹۳ .

او خامخا ځای ورکړ مونږ بنی اسرائیلو ته ( د فرعون د اهلاک نه وروسته ) ځای د صدق (په مصر او شام کې ) ، اوغوره رزق او روزی مو ورکړه دوئ ته د پاکیزه څیزونو څخه نو اختلاف و نه کړ دوئ ( په دین کې ) تر هغه پورې چې راغې دوئ ته علم ( په حکمونو د تورات او دوې په کې تحریف وکړ) بېشکه رب ستا فیصله او حکم به وکړی په منځ د دوئ کې په ورځ د قیامت کې په هغه څیز کې چې وو دوئ چې چې په هغه کې به یې اختلاف کاوه ( د احکامو د دین څخه ) .

یعنی فرعون چې هلاک شو نو بنی اسرائیلو ته لومړې د مصر مملکت ور کړ شو او وروسته د څه مودې نه یې بیا (عمالقه ) و ویستل او شام هم دوئ ته ورکړل شول چې دواړه د نړۍ په کچه ودان او سېراب ملکونه وو چې حلال پاک او لذیذ شیان په کې په خورا پراخه پیمانه پېدا کېدل او بنی اسرائیل ور باندې ښه ماړه وو.

خو كله چې دوي سركشي شروع كړه د خداي وېره يي له زړونو نه و وتله اعتراضونه به يي كول چې مونږ پر يو خوراك باندې صبر نه كوو، زمونږ پيازو، هوګې ، نخودو، بادرنګو او داسي نورو شيانو ته چې له ځمكې را شنه كېږي اړتيا ده ، له موسي عليه السلام نه يي دغسې غوښتنې شروع كړې.

(من او سلوا ) به يي ذخېره كړل هغه به وراسته شول بد بوي به ترې تللو ، نو هغه غيبي مرستي ور باندې بندې شوې او د خداي پاك له خوا نه ور ته امر وشو چې ځئ كوم ښار ته لاړ شئ ، دغه شيان به تاسو ته هلته پيدا كېږي ، او دوي د دې ورځي نه وروسته په خوارۍ ، فقر ، ذلت او د څښتن تعالي په عذاب اخته شول.

تفسيرونه په دې باره كې ليكي چې :

يهودان كه هر څومره ډير مال دولت هم ولري ، خو د وقار او عزت خاوندان نه شي جوړيداي ، هيڅكله خپلواكي نشي تر لاسه كولاي او هميش د نصاراو او نورو قومونو تر حمايت لاندې ژوند تېروي ، اول خو ډير مال دولت نشي پيدا كولاي او كه پيدا يي هم كړي نو ځان خوار اوغريب ښكاره كوي چې څوك ترې مال وا نخلي .

يهودان د موسي عليه السلام قوم دې او نصارا دعيسي عليه السلام قوم ته وايي .

الله جل جلاله د موسی علیه السلام په وخت کې د موسی علیه السلام قوم ته د اسبابو نه په غېر رزق او سرپناه ورکړه او کله چې رسول الله صلی علیه وسلم او د هغه یارانو د کلمة الله د اعلا لپاره د هجرت او جهاد لاره ونیوله نو الله پاک همدغسې معامله ور سره وکړه .

شمېر یې کم وو ډېر یې کړه ، کمزوری او د ویرې په حالت کې وو قوت یې ورکړ او نصرت یې ور سره وکړ او له دښمنانو نه یې خلاص کړه ، فقیران او نادار وو د پاکیزه شیانو څخه یې رزق ورکړ ، د دې لپاره چې د خدای شکر وکړۍ .

{وَاذْكُرُواْ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ } الانفال :۲۶.

او یاد کړئ تاسې هغه وخت چې تاسې لږ ضعیفان (مغلوبان ) کړې شوی وئ په ځمکه کې ، ویرېدئ تاسې له دې نه چې و به تښتوی په جلتۍ سره تاسې خلک ، نوځای در کړ ( الله ) تاسې ته او قوت یې درکړ تاسې ته په کمک (مدد) خپل سره او روزی او رزق یې درکړ تاسی ته له پاکیزه شیانو څخه لپاره د دې چې تاسې شکر و باسئ .

همدغه حال وو د مؤمنانانو په مکه مکرمه کې ، شمیر یې کم وو او هر وخت د دې وېره ور سره وه چې یو څوک به راځی او دوئ ته به ضرر رسوی ، د مکې مشرکان ، مجوسیان ، رومیان او فارسیان ټول د دوئ دښمنان وو، په همدغه حالت کې یې قرار درلود چې د څښتن تعالی له لورې ورته مدینی منورې ته د هجرت کولو اذن راغې ، نو هلته یې د وخت تېرولو ځای ورکړ، د مدینی خلک ور ته څښتن تعالی ورونه جوړ کړه ، د بدر په ورځ یې ځای ورکړ او د کفارو مالونه یې دغنیمت په ډول د دوئ په اختیار کې و اچول .

كيداي شي څوك دا و وايي چې هلته خو موسي عليه السلام موجود وو اخرالزمان پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم موجود وو او د اسبابو نه په غېر د رزق راتلل د هغوئ معجزې وې او داسې كار اوس نه شي كيداي ځکه چې پېغمبر نه شته ؟

دا سمه ده چې اوس پېغمبر نه شته خو ځمكه او اسمان بدل شوي نه دي ، لمر هم هغسي له شرق نه راخېژي او په غرب كې نزول او افول كوي ، او د شپې او د ورځې د ساعتونو شميرلا هم هغسي څلورويشت دې ، یعنی د دې کائیناتو په قانون کې کوم تغیر او بدلون نه دې راغلې ، او د دې کائیناتو متصرف هم هغه واحد او لا شريك ذات دې چې مرګ ، خوب او حتي د خوب پركالي هم ور باندي نه راځي ، د موسی علیه السلام په وخت کې هم موجود وو او اوس هم موجود دې .

په دې زمانه كې يي هم د خپلو مخلصو بندګانو سره همدغسې غيبي مرستې كړې دي او تر څو چې دا ځمكه او اسمان موجود دي د قيامت تر قيامه پوري به رواني وي .

په ګران هيواد افغانستان کې د روسانو د يرغل په وخت كې هر چا خپل كور ، پوله پټي ، كسب او كار، تجارت او د ژوند ټول ظاهري اسباب شاته پرېښودل د کفر او الحاد په خلاف راپورته شول ، د هجرت او جهاد لاره یې ونیوله ، او دا فكرهم ورسره نه وو چې څه به خوري ، څه به څكي ، ژوند به په څه شي تېروي ، ځكه څه شي چې دوي ور باندې ژوند تېراو هغه خو تري نه پاتي شو.

كوم دكان چې د هغه نه به ورته رزق راته پاتي شو، او هغه ځمكه چې ده به كرله رېبله شاړه شوه ، او هغه ويالي چې د ده ځمكو ته به ورباندې اوبه راتللې وراني اوهغه كاريزونه چې نيكه يي ور ايستلي وو وچ شول .

خو څښتن تعالي د مجاهدينو سره خورا زياتې غيبي مرستي وكړې ، چې ټولې مو په خپلو سترګو ليدلي دې ، د ټولې نړي د مسلمانانو او كفارو سترګې او زړونه يي د مجاهدينو په لور و اړول .

(( د هر چا زړونه د خداي په لاس كې دي چې په هره خوا يي اراده وكړي اړوي را اړوي يي هغه ( مقلب القلوب ) دې ، ـ اوقلب ته ځكه قلب وايي چې اوړي راوړي ـ د ټولي دنيا سترګي او زړونه يو دم دې خوا ته را و اړول . ))

دا چا را واړول ؟

هغه چا چې د ټولو انسانانو زړونه لكه د يو انسان زړه د هغه په لاس كې دي ، چې په كومه خوا یې هغه ذات وغواړي اړوي يي .

نو د افغانستان مجاهدينو ته يي متوجه كړه د هجرت په وخت كې به د هر چا د خيمي مخي ته د خوراكي موادو نه ډكې بوري ښكته كېدلي ، د هر چا د خيمي مخي ته د اوبو څاګاني و كيندل شوې او د هرچا د بچو د تعليم كولو لپاره ښوونځي جوړ او ښوونكي و ګمارل شــو .

ايا كله مو اوريدلي وو چې د هجرت په دياركې څوك له لوږې يا تندې نه مړ شو ، حقیقت هم دا دې چې د هر ژوند له پخوا نه ښه او اسوده شو ، او د هر چا د كور د غړو شمير څو برابره زيات شو .

او دا لړۍ به تر قیامته پورې روانه وی هر څوک چې د باطل په خلاف د دې لپاره پاڅون وکړی چې باطل نسکور او د الله کلمه لوړه شې ، الله جل جلاله یې نصرت کوی او په خپله ځمکه کې د هغه لپاره د ژوند اساباب او د بریالیتوب لارې ورجوړوی .

کله چې د انسان تعلق او اړیکه په مکمل ډول له ظاهری اسبابو نه کټ شی ، او تعلق او اړیکه یې په مستقیم ډول د الله سره جوړ شی ، نو په دغه وخت کې الله پاک انسان ته له داسې ځای نه د رزق بند وبست کوی چې مخکې نه د انسان په ذهن کې هم نه وی ګرځېدلی .

{ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ } العنکبوت : ۶۹ .