د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حج اغاز او حکمت

قاضی طارق 08.09.2016 12:11

په تېر پسې .........


په البیهقی کې د ابن عباس رضی الله نه په یو روایت کې داسې راغلی دی :

کله چې ابراهیم علیه السلام د بیت الله له جوړولو نه فارغ شو نو ویې ویل :

اي زما ربه زه خو فارغ شوم !

ـ نو الله پاک ورته و فرمایل چې :

د دغه کور په حج سره خلکو ته اعلان وکړه !

ـ ابراهیم علیه السلام و ویل:

ای ربه څه شئ به زما اواز خلکو ته و رسوی (یعنی دلته خو څوک شته نه) !

ـ الله پاک و فرمایل :

ـ اعلان پر تا او رسول پر ما شو !

ـ ابراهیم علیه السلام بیا و ویل :

څرنګ و وایم ای ربه !

ـ الله پاک و فرمایل :

و وایه چې ای خلکو پر تاسو د بیت الله شریف حج فرض کړای شو!

نو د الله پاک په قدرت سره دغه اواز د اسمانونو او ځمکې ټول اهل و اورېد .

ایا ته نه ګورې چې خلکو د دغه دعوت اجابت کړېدې او د ډېرو لرو هیوادونو څخه تلبیه ویونکي دلته را روان دی؟!.

او په یو بل روایت کې داسې هم راغلی دی چې ابراهیم خلیل الله د ( ابا قبیس ) غره ته پورته شو او خپلې ګوتې یې په غوږونو کې کېښودې او بیا یې اواز پورته کړ و یې ويل:

ای خلکو ! الله پاک پر تاسو حج فرض کړ د خپل رب دغه حکم ته اجابت و وایی او قبول یې کړۍ !

نو د پلرونو په ملاګانو او د مېندو په رحمونو کې دغه حکم قبول شو او لبیک یې ور ته و ویل شو .

{ وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ } الحج : ۲۷

ژباړه :

او اواز وکړه په خلکو کې په کولو د حج سره چې راشی تا ته په پښو او سپاره په هر اوښ خوار باندې ، ( د ډېرسفر له کبله به ډنګر شوې وی ) راځی به ( دا اوښان ) د هرې لارې لرې نه .

یعنې اعلان وکړه خلکو ته په حج کولو سره ، او خلک حج کولو ته دعوت کړه او د حج فرضیت او فضیلت هر لری او نژدې انسان ته ابلاغ کړه ، کله چې ته دعوت ورکړې نو خلک به له ډېر شوق او مینې څخه په خپلو پښو او یا په هره خواره او ډنګره اوښه باندې حج ته راځی ځکه چې د لارې سفر به وهلې او ډنګره کړې وی تر څو د هر لرې او جدا ښار څخه دغه مقدس او شریف مکان ته راشی.

نو لومړې ابراهیم خلیل الله او بیا د هغه په اولاده کې محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم همدغسې وکړل او د دغه مقدس کور حج ته یې خلک دعوت کړل او الله پاک خپله وعده تر سره کړه د ټولې نړۍ د شرق اوغرب نه څه پیاده او څه سپاره ، هر کال په ملیونونو خلک د دغه مقدس کور د حج لپاره تشریف راوړی .

حج ته تلل د څه لپاره ؟

په حج کې د اسلامی امت د وحدت او یو والی خورا بې شماره رازونه پراته دی ، حج د اسلامی امت د وحدت او یو والی لپاره یوه داسې ستره ، ټولنیزه ، نړیواله ، اسلامی کلنۍ غونډه ده چې په جهان کې یې سارې نه لیدل کېږی .

د اخوت ، او وحدت یوه داسې حیرانوونکې مظاهره او ننداره ده چې تور او سپین ، سور او زیړ ، عجم اوعرب ، خان اوغریب د کوم تفاوت او امتیاز نه پرته په یوه فکر په سپین کفن کې یو د بل په څنګ کې داسې دروی چې د یوه اړخه نه د سرکشانو غرور ماتوی خو له بله اړخه د بې وزلو له زړونو څخه د حقارت او مأیوسۍ خیری هم پاک کړی .

حج د انسان جوړونې داسې یو سفر دې چې یو انسان په خپلو سترګو وینی چې ټول اسلامی امت یو اړخ ته په حرکت کې وی ، یوه هدف پسې ځغلی ، ټول امت یوه غره ته د رسیدو کوښښ کوی او ټول امت له یوی نقطې نه تاوېږی .......... سبحان الله !

د وحدت او یو والی داسې ستره جهانی غونډه ده چې د انسان په ضمیرکې د محتاجانو او فقیرانو سره د مرستې او کمک احساس را ژوندې کوی او د سرکښانو په زړونو کې کبراوغرور یې ماتوی..... !!!

د نړۍ ټول مسلمانان ، لکه د پتنګان په شان له یوې شمعې نه تاویږی ، د اخوت او نړۍ والۍ ورورولی احساس ، د فکر اوعقیدې د یو والی ژوندې مثال او بالاخره د خدای د دین او د هغه د رښتینی پېغمبر سره د بې کچې مینی او محبت اظهار دې .

د هر چا مخونه یو اړخ ته ستانه وی او د یو انسان په الله اکبر سره په ملیونونو انسانان کښېنی او پاڅېږی ، یوه داسې ستره انسانی غونډه چې شیطانی حرکتونه یې په منځ کې نه وی ، نر او ښځې په یو صف کې د ستر پالونکی دربار ته لاس په نامه په خورا عاجزۍ سره ولاړ او د خپلو کناهونو د بخښنې غوښتنه کوی ، زړونه پاک شی ، ضمیرونه پاک شی او بالاخره غوښتنې او احساسونه پاک شی .

هر انسان د ژوند په هدف او خپله دنیوی او اخروی ګټه پوه شوی وی او د نورو سره د مینی او محبت او خواخوږۍ جذبات یې د وجود په ټولو جوارحو کې را ژوندي شوی وی .


لنډا دا چې د یو نه لیدونکی قدرتی اثر له کبله ، انسان د خپل انسانیت او بشریت په اصلی معنی پوه شی ، د لعین شیطان سره دشمنی اعلان کړی ، هغه یې شړلې ، رټلې او په خپلو لاسونو په کاڼو ویشتلې وی او کله چې بېرته را ستنیږی نو د یو پوره مؤمن صفتونه یې په وجود کې را ټول شوی او ګناهونه ترې رژیدلی وی ، مرحوم او مغفور کورته راشی .


الله جل جلاله د حج حکمتونه په لنډ ډول بیانوی فرمایې :

{لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ} الحج : ۲۸.

د دې لپاره چې حاضر شی ( دغه خلک ځای د دنیوی او اخروی) ګټو خپلو ته ، او چې یاد کړی نوم د الله (حمد یې و وایی او شکر یې اداء کړی) په هغه څو ورځو معلومو کې ، په هغه سبب باندې چې رزق ورکړېدې دوئ ته الله د چارپانو څخه لکه اوښان ، غوا ګډې او بزې ، نو وخورۍ د دغه بهیمة الانعام څخه او طعام ورکړۍ محتاجانو او فقيرانو ته .

یعنی خلکو ته اواز وکړه ای ابراهیمه !

چې د حج د فریضې په اداء کولو سره خپلو دینی او د خپلو مسلمانانو ورونو سره د تعارف او مشورو د تر لاسه کولو له لارې د خپلو دنیوی ګتو حصول ته حاضرشۍ ، ځکه چې حج په دې جهان کې خورا ستره نړۍ واله اجتماع ده خو که مسلمانان ترې د ښې ګټې اخیستنې په چل پوه شی .

او د دې لپاره چې په ایام النحر ( د اختر لومړۍ ، دوهمه او دریمه ورځ ) کې د څښتن تعالی ذکر وکړی ، شکر یې اداء کړی او حمد او ثنا یې و وایې ، په هغه سبب چې رزق ورکړېدې دوئ ته الله ، او اسان کړې او تابع کړی يې دې دوئ ته له اوښانو ، غواو، ګډو او بزو څخه ، نو خورۍ څومره چې مو خوښه وی له دغو څخه ، خو فقراوو او ټولو محتاجو او اړینو ورونو ته په کې هم طعام ورکړۍ .

دغه راز بیا هم بل ځای کې فرماېې :

{ وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ } الحج : ۳۴

او د پاره د هر امت مقرره کړې ده مونږ قربانی ، د پاره د دې چې یاد کړی دوئ نوم د الله په هرهغه شئ چې رزق ، روزی ګرځولې ده (الله) دوئ ته له بې ژوبو حیواناتو څخه ( په وخت د ذبح د دوئ کې ) ، پس حق معبود ستاسې ، الله حق معبود دې ، نو خاص ده ته غاړه کېږدۍ او زېرې ور کړه عاجزی کونکو ته .

{الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَى مَا أَصَابَهُمْ وَالْمُقِيمِي الصَّلَاةِ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ} الحج : ۳۵.

هغه (عاجزی کونکی ) کله چې یاد کړای شی ( د دوئ په مخ کې نوم د ) الله نو ویریږی زړونه د دوئ ، او ( زېرې ورکړه ) صبر کونکو ته په هغو (سختیواوغمونو) چې رسیدلی دی دوی ته ، او (زېرې ورکړه ) قائمونکی د لمانځه ته ، او (زیری ورکړه ) هغو کسانو ته چې ځینی له هغه شیانو څخه چې ورکړیدی مونږ دوئ ته لګوی یې (په ښوکارونوکې) .

یادونه :

حیوانات او بهیمة الانعام د انسان د رزق یو لویه برخه تشکیلوی او د یوغیبی قوت په اراده د انسان د فرمان لاندې دی .

دا په بشریت باندې د څښتن تعالی خورا ستر احسان دې چې حیوانات یې ور ته تابع کړی دی ، یو لوی اوښ او یو لوی فیل انسان ته د الله جل جلاله په حکم تابع شوې دې ، او یو کوچنې ماشوم هم ور باندې حکم چلوی او هغه یې اطاعت کوی چې دا د اللهی ارادې اثر دې ، کنه یو کوچنې مار هم د یو خورا پهلوان انسان تابع نه دې او امر یې نه منی .

که دا کار مونږ په خپله اراده تر سره کولای شوای اویا زمونږ په قدرت پورې یې اړه درلودلای نو د مار او لړم تابع کول به انسان ته د اوښ او فیل له تابع کولو نه ډېر اسان وو.

دا هرڅه د څښتن تعالی په قدرت او اراده پورې اړه لري څه شې چې د هغه خوښه او اراده ده مونږ ته تابع دی او کوم څه چې د هغه اراده نه ده تابع نه دی ، انسان ته په کار ده چې د دغه الله تابع شی ، فرمانونه اوحکمونه یې ومنی چا چې مونږ ته زمونږ د ګټې اخیستنې لپاره بهیمة الانعام تابع او مسخر کړیدی .