د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اصحاب الکهف

قاضی طارق 24.08.2016 12:32

په تېر پسې ........

وایې چې د روم د کوم ظالم او جابر پاچا په زمانه کې چې یو شمېر علماوو د هغه نوم (دقیانوس ) ښوولې دې یو څو تنه ځلمیان اوسېدل چې د دولتی لوړ پوړو چارواکو له کورنیو سره یې تعلق درلود ، دا یو جابر او تندرو بوت پرست پاچا وو چې خلک به یې په زور او اکراه سره بوت پرستۍ ته اړول ، عامو خلکو د ویرې او خوف او د دنیا د منافعو له کبله خپل دین پرېښود او بت پرستی یې اختیار کړه ، په دغه وخت کې د دغو څو تنو ځلمیانو زړونه چې د سلطنتی اراکینو سره یې تعلق وو د ایمان په نور رڼا شوی وو، کله چې د دغه ظالم له لورې دوئ ته د غیر الله د سجدې امر وشو نو دوئ پورته شول او د دغه پاچا په مخکې و دریدل او په خورا مېړانه سره یې دا اعلان وکړ :

{.... رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا } .

کله چې پاڅیدل ( پس له مامور کیدلو د کفر په سجدې سره ) نو وویل دوئ رب ځمونږ رب د اسمانونو او ( رب ) د ځمکې دې ، له سره به عبادت و نه کړو بی له همغه الله د بل معبود ( او که بل څوک مونږ په الوهیت سره و باله نو ) خامخا په تحقیق ویلی به وی مونږ هلته خبره خطا لویه درواغه .

او زیاته یې کړه چې زمونږ قوم خو د الله نه په غیر نور خدایان غوره کړیدی او دوئ په دې باندې کوم ښکاره دلیل او سند هم نه لری ....... !!

د دوئ د دې جرائت له کبله د مجلس ټول حاضرین حېران شول ، دې ځوانانو خپلو منځونو کې مشوره وکړه چې د فتنې په دغسې یو وخت کې چې مونږ د جنګ کولو توان نه لرو ، او د قدمونو د خوئیدو ویره ده ، نو په کار دا ده چې ښار ته نږدې د غره په کوم غار کې پټ او منتظر شو چې په یو مناسب وخت کې بیا له هغه ځایه و وځو، نو دعا یې وکړه چې :

ای الله ته په خپل خصوصی رحمت سره زمونږ کار را جوړ کړه او مونږ ته د هدایت په لاره د تللو انتظام وکړه !

بالاخره دوئ له ښار څخه و وتل او په کوم نژدې غره کې یې پناه و نیوله او له خپلو ملګرو څخه یې یو تن ته وظیفه و سپارله چې کله نا کله د لباس په بدلون سره ښار ته ولاړ شې او د اړتیا وړ شیان او د ښار حال احوال را وړی او مونږ ته له حالاتو نه اطلاع او خبر را کړی !

مامور شوی سړی یوه ورځ خپلو ملګرو ته اطلاع ورکړه چې نن ورځ په ښار کې رسما زمونږ لټون شروع شوی او زمونږ خپلوان یې مجبور کړیدی چې مونږ پیدا او پاچا ته وسپاری .

دوئ په همدغو مذاکرو او خبرو اترو کې وو چې الله جل جلاله نا څاپه پر دوئ د خوب غلبه را وستله او په خواږه او درانه خوب ویده شول ، د حکومت سړو چې هر څومره لټون وکړه د دوئ څه پته یې و نه لګوله او ستړی ستومانه کښيناستل .

د پاچا د حکم سره سم د ښېښې پریوه تخته د دغو ځوانانو نومونه او نور ممیزه اوصاف ولیکل شول او په یو خوندی ځای کې کېښودل شول تر څو تل دولتی چارواکو ، مامورینو او راتلونکو نسلونو ته د دئ ځوانانو په ورک کېدو خبردارې وی چې د خورا زیات لټون سره سره بیا هم د هغوی هېڅ اثر پېدا نه شو او د دې ځمکې پرمخ ژوندی تری تم شول .

دغه ځوانان د الله جل جلاله د ارادې سره سم د قمری کال په حساب دری سوه نهه (۳۰۹ ) کاله په دغه غار کې ویده وو، او په داسې وخت کې الله جل جلاله بېرته را ژوندی کړه چې د دغه ښار د خلکو تر منځ د بعث بعدالموت په مسئله کې سخت اختلافونه روان وو.

چا به ویل چې د مړه کېدو څخه وروسته بیا ژوندون نه شته ، چا به ویل چې محض روحانی بعث دې او جسمانی ژوندی کېدل نه شته او چا به ویل چې انسانان هم په جسمانی ډول او هم په روحانی ډول سره معاد او بیا ژوندی کېږی ، چې بالاخره د دې حیرانوونکې پېښې په لیدلو سره منکرانو هم په بیا را ژوندی کیدو عقیده پېدا کړه او ایمان یې را وړ ، ځکه چې په دې پوه شول چې دغه قصه د دوهم ځل ژوندی کېدو څخه کمه خبره نه ده .

دغه خدای پرست ځلمیان په کوم مذهب وو ؟

په دې کې اختلاف دې ، ځینی وایې چې دا ځوانان د مسیح علیه السلام د اصلی دین تابعان وو خو حافظ ابن کثیر رحمة الله علیه د یو لړ قرائینو له مخې دې ته ترجیح ور کړیده چې د ( اصحاب الکهف ) قصه د عیسی علیه السلام څخه پخوانۍ ده والله اعلم .

په هر صورت قران کریم داسې وایې :

{وَكَذَلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَامًا فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا } الکهف :۱۹.

او همدغسې ( لکه چې ویده کړی وو مونږ خاوندان د الکهف ) ژوندې کړل مونږ دوئ ، چې پوښتنې وکړی دوئ په منځونو خپلو کې ځينې د دوئ د ځينی نورو نه ، و ویل یو تن له دوئ نه څومره مکث او ځنډ مو تېرکړې دې ؟

و ویل ځينې له دوئ نه چې تیره کړې ده مونږ یوه ورځ او یا یوه برخه د ورځې !

و ویل ځينې له دوئ نه رب ستاسو ډېر ښه پوهېږی په هغه موده چې ځنډ کړېدې تاسو !

نو ولېږئ یو ستاسو د پېسو ستاسو سره چې دا دی ، دې ښار ته ، نو و دې ګوری چې کوم یو د دغه ( اهل د ښار نه ) ډېر پاک دې په طعام کې ، نو را دې وړی تاسو ته رزق د هغه نه ، او نرمي دې وکړی په معامله کې ( چې کوم جنجال پېدا نه شی ) او نه دې خبروی خامخا په تاسو باندې هېڅوک ، ( داسې څه ونه کړي چې زمونږ د پېژندو سبب شی ) .

{إِنَّهُمْ إِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا } الکهف : ۲۰

بيشكه كه دوی خبر شی په تاسې باندې نو سنګسار به کړی تاسو ( وژنی مو او په ډبرو مو ولی ) او یا به بېرته وګرځوی تاسو ملت خپل ته ( دین خپل ته ) او هېڅکله به خلاص نه شۍ تاسو همدغسې تر ابده پورې .

یعنی لکه څرنګ چې مو ویده کړې وو دوئ ، د خپل درانه او خورا اوږده خوب څخه مو د دې لپاره را پورته کړه چې د هغې مودې د ځنډ د اندازې په حقیقت پوهېدلو باندې بحث وکړی چې دوئ په خوب کې تېره کړه ، لکه چې دوئ ته د خوب د مودې په اوږدوالی کې څه اشتباه پېدا شوی وی ، نو یو تن له دوئ نه و ویل چې :

څومره ځنډ مو وکړ نو نورو و ویل چې یوه ورځ او یا یوه حصه د ورځې !

نو دوئ بالاخره دا و ویل چې ستاسو رب په دې ډېر ښه پوه دې چې تاسو څومره ځنډ کړېدې نو څښتن تعالی دوئ ته له حقیقت نه اطلاع ورکړه .

نو کوم دراهیم ( دهغه وخت پېسۍ ) چې له دوئ سره وې هغه یي یو تن ته ورکړې تر څو ور ته د هغه ښار څخه طعام را وړی او ویې خوری ، چې دوئ ترې وتلی وو، او دا یې ور ته و ویل چې :

ښه پاک او لذیذ طعام به واخلی ، په خپل تګ را تګ او بیع شراء کې دې له نرمې او پوره تدبیر نه کار واخلی چې هېڅوک هم ور باندې خبر نه شی او که چېرته پر مونږ څوک خبر شی نوپر مونږ به حتما دوه کاره کوی ، یا خو په ډبرو ویشتل او په درد ناک ډول وژل آو یا هم ستاسو له دین نه ګرځول او بیرته د هغوی ملت ته ننه ایستل ، او په دغه حالت کې به بیا تر ابده پورې په بریالیتوب کې ستاسو برخه نه وی او د دوئ په دین به حشر کېږئ .

په دې قصه کې پراته رازونه خورا ډېر زیات دی خو یو شمیرعلماوو یې ځینو ته په لاندې ډول اشاره کړېده :

ـ څوک چې د خپل دین د ساتنی لپاره د فتنو او فسادونو څخه وتښتی نو څښتن تعالی یې له فتنو او فساد نه ساتنه او حفاظت کوی.

ـ څوک چې الله ته پناه یوسی او په الله جل جلاله پوره اعتماد او توکل وکړی نو الله جل جلاله پناه ورکوی او د نورو لپاره یې د هدایت او لارښوونې ذریعه ګرځوی .

ـ څوک چې د خدای په لاره کې د خدای د رضا د حصول لپاره ستونزو او کړاونو پورته کولو ته اوږه ټېټه کړی نو د هغه عاقبت او انجام به لوی عزت وی ، هغه هم د داسې لارو نه چې ګمان پرې هم نه کوی { وما عند الله خير للأبرار } .

دوهم :

یوې ډلې ته جواز لری چې پیسې را جمع او شریکې کړی او طعام ور باندې وا خلی او خوراک ترې وکړی ، کیدای شی چې په دوئ کې به ځینی خوراک ډېر کوی او ځینی زیات ، او دا مشارکت په سفرونو کې زیات تر سره کېږی.

دریم :

اصحاب کهف اولیاء الله وو او دوئ له ځان سره توښه وړې وه ، دا د دې لپاره دلیل دې چې د توښې بارول له ځان سره د الله په ذات د توکل منافی نه ده ، او زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم به هم د حراء غار ته دعبادت لپاره د ځان سره توښه وړله .

څلورم :

علماء او مفسرین دا هم وایې چې دغه سړی ته یې امر وکړ چې د مسلمان نه دې خوراک واخلی چې ذبح یې حلاله وی ، داسی چا نه خوراک وا نه خلی چې د غېر الله په نوم ذبح کوی ، او دا پام دې هم وکړی چې د کوم غاصب نه خوراک وا نه خلی.

یو متقی او پرهیزګار شخص ته دا په کار ده چې د رزق د اخیستلو په وخت کې پوره تاکید وکړی چې د پاک سړی نه پاکیزه مال واخلی ، نه چې د کوم فاسق فاجر او یا کوم غاصب او مشرک سره د بیع و شراء معامله تر سره کړی .


والله اعلم