د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وژنه

قاضی طارق 29.03.2016 21:55

په تېر پسې .....

دا د اسلام د ظهور نه مخکې خبره ده ، چې په دې نړۍ کې انسانی ارزښتونه مړه وو ، د عدل او انصاف په نوم کوم شئ چا نه پېژانده ، شرك , كفر او بې دینۍ ټوله دنیا نیولې وه ، د انسانانو وژنه ، فحشاء ، د عهدونو ماتول او په هر څه کې خیانت کول عام وو په مجموع کې په دې نړۍ کې او په ځانګړی ډول په جزیرة العرب کې د جاهلیت او بربریت یوه توره شپه وه تر دې چې يو شمير خلكو به د رزق له وېرې خپل بچيان وژل .

په دغه وخت کې د بشریت د نجات لپاره د الله جل جلاله په اراده د دې ځمکې په سر د اسلام ډیوه بله شوه او دا اواز هم پورته شو چې :

{....وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُم مِّنْ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ .... } الانعام :۱۵۱.

او مه وژني اولاد خپل د فقر له كبله مونږ ، مونږ رزق دركوو تاسو ته او دوئ ته .
ای انسانانو !

خپل اولادونه د فقر له وېرې مه وژني ځکه چې رزق هغوي ته الله جل جلاله وركوي او په تاسو پورې هيڅ اړه نه لری ، د هغوي وژل خورا لويه ګناه ده !

قرانکریم په سورت اسراء كې په كم تفاوت سره يو ځل بيا اواز كوي چې د فقر له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ ، هغه چې پېدا شویدی نو د هغوئ لپاره د رزق انتظام هم شوېدې او ستاسو څخه به هغوی ته لومړې رزق رسېږې لكه چې فرمايي :

{وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا} بني اسرايل :۳۱.

او مه وژني تاسې اولاد خپل د وېرې د فقر نه ، مونږ روزي وركوو دوي ته او تاسي ته هم ، بي شكه چې د دوي قتل لويه خطا (ګناه) ده.

تفسير سېد الطنطاوي ليكلي دې چې :

ژوند لكه څرنګ چې ستاسو حق دې همدغسي د ماشومانو حق هم دې ، او كومې ټولني چې د فقر له وېرې او يا د شرم له كبله ماشومان وژني ، هيڅكله هم ترقئ او پر مختګ ته لاره نه شي مندلاي ، ځكه دوئ داسې ګمان كوي چي الله پاك داسې مخلوق پېدا كوي چې د رزق تدبير به يي نه وي شوې ، د يوي احتمالي وېرې له كبله په يو معصوم او بې ګناه روح باندې تېرې كوي او دا خورا لويه ګمراهي ده .

او دغه دواړه مبارك ايتونه سره له دې چې الفاظ یې یو شان دی خو يود بل تکرار نه دي ، بلكه هر ايت يو ځانګړې حالت تشريح كوي يو ځل بيا سيد الطنطاوي :

دواړه ايتونه يو د بل تكرار نه دې په لومړي ايت شريف كې يوازې { مِّنْ إمْلاَقٍ } راغلي دي په دي معني چې :

اولادونه مو د هغه موجود فقر له كبله مه وژنئ چې همدا اوس ور سره لاس په ګریوان یاست ، او له هم دې کبله یې په تعقيب داسې و فرمايل چې : { نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ } نو د پلرونو يادونه په رزق كې مخكې وشوه او اولادونه وروسته شول ، يعني اولياْ چې د كوم فقر له كبله خپل اولادونه وژني هغه فقر فعلا وجود لری او ورته حاصل دې .
خو په سورت اسراْ كي بيا د هغه فقر له وېرې د اولادونو وژل مراد دي چې دغه فقر فعلا موجود نه دې بلكه د داسې فقر وېره ور سره ده چې د اولادونو په سبب به ورته راځې ، نو ځكه يې د { خَشْيَةَ إِمْلاقٍ } په لفظ سره وفرمايل ، او د رزق په رسولو كې يې اولادونه هم مخكې ذكر كړه { نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم } .

معني دا چې خپل اولادونه د موجود فقر له كبله مه وژنئ ، او يا د هغه فقر د وېرې له كبله چې وروسته به راځي .

ځيني كافرانو به د اسلام نه مخکې د جاهليت په وخت كې خپل اولادونه جسما په فزيكي ډول وژل چي د دوي خواړه به مونږ له كومه كړو ، څښتن تعالي فرمايي چي مونږ ټولو ته رزق وركوو، او دا تاسو نه ياست چې هغوي ته رزق وركوئ ، بلكه تاسو ته هم مونږ رزق دركوو ، دا كار لويه ګناه ده ، دا مه كوي .

تفسير الطبري په دې مقام كې ليكلي دي چې :

دغه خطاب عربو ته ځكه شوېدې چې دوي به خپلې لورګاني او جينكئ د فقر له وېرې په قتل رسولې .

قران عظیم فرمایې :

{ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِعِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ }:۱۴۰.

ژباړه :

یقینا تاوان کړېدې هغه کسانو چې وژلی یې دی اولادونه خپل په ناپوهۍ سره په غېر د علم نه او حرام کړی یې دی هغه څه چې رزق ورکړېدې دوئ ته الله ، درواغ یې جوړ کړیدی په الله باندې ، په یقین سره چې دوئ ګمراه شویدی او نه وو دوئ لاره مندونکې .

د اسلام د مبارک دین د راتلو نه مخکې عام انسانیت او په ځانګړې ډول د عربو جاهليت په دغه ستر جنایت اخته وو او خپل اولادونه به یې په فزيكي ډول د فقر له وېرې نه په قتل رسول .

خو اوس په افغانستان کې خلك خپل اولادونه د فقر د وېري په معنوی ډول د چاړه نه په غېر په قتل رسوي ، روزي ورباندې ګټي ، دعلم او پوهي په عوض يي په نورو كارونو بوختوي او نور خو څه چې دا كار په ځانګړي ډول په پښتنو كي خورا زيات دي يو شاعر وايي :

اول يي دې ظلم ته ګوره – ځوي د مكتب ساتي په زوره .
د خپله لاسه هر پښتون مي خوار او زار وليد – ظلم مي د پلار وليد چې كاندي په فرزند .

دا په حقيقت كي د اولاد يو نوع په قتل رسول دي چې اولاد جاهل او ناپوهه پرېږدي او د علم د هغه لوي نعمت نه يي محروم وساتي او په ماشوم توب كي يي د روزي په لاسته راوړلو بوخت كړي ، اهنګری ورباندې کوی ، دهقانی او یا چوپانی ورباندې کوی ، په کوڅو او بازارونو کې په ماشومتوب کي په کار کولو او سوال کولو بوخت وی .

اوس خو په دي شپو ورځو كي د اولادونو د وژلو يوه بله ستره لوبه روانه ده ، چې د روزي د ګټلو لپاره يي د كفارو ملكونو ته ليږي چې يا خو د قاچاقي سفر په اوږدو كې عملا د كوم قاچاق وړونكي له خوا په قتل ورسول شي ، او يا په كومه دشته كې د لوږې مړ شي او يا هم د كوم سمندر په تل كې د كوم ماهي يا بل بحري حيوان له كومي تېرشي.

او كه چېرته د دي خطرناک سفر نه روغ كوم بهرني هيواد ته ورسېږي نوهلته تابعيت ترلاسه كوي او د يو مسلمان هيواد نه جدا كېږي او په يو بي دينه اوغيراسلامي هيواد كې د روزي د ګټلو او يا زياتولو په مقصد ميشت كيږي ، یو كفري ملك ته په اسلامي ملك ترجيح وركوي ، د څه لپاره ؟ د روزي لپاره !!

دا نو تر ټولو بد ترينه او لويه معنوي وژنه ده !

هلته چې تابعيت ترلاسه كړي نو بيا يي پلار ته دلته خلك مباركي ته ورځي او خيراتونه كوي ، شكر وباسي چې زما ځوي او يا ورور خو قبول شوېدې ، يعني كفارو ته د منلو وړ ګرځېدلې دې .

هلته قبلېدل يي په حقيقت كې وژل دي ، او كه بيا كله بېرته دې ملك ته راشي او كومه وظيفه ترلاسه كړي نو بيا وايي چې مونږ فقط د خدمت لپاره راغلي يو ، په دې خلكو احسان كوي ، مونږ وايو چې ځوانه ته يوازي خپله خوله په ډوډۍ پسې ګرځوې ، ستړې ستومانه په روزي پسې منډې وهې راوهې ، هلته در باندې كمه شوي ده ، نو بېرته دلته راغلې ، كه هم دا نن درباندې دلته كمه شي بيا بيرته هلته منډې وهې ، د هغه ملك پاسپورت يوه ورځ هم له جيب څخه نه لېرې كوې .

د دغو خلکو ډېر شمېر هلته واده كوي او هلته یې اولادونه پيدا كېږي چې هغه بيا خپل هيواد نه پېژني ، د خپل فرهنك ، مذهب او كلتور نه خبر نه وي ، ژوند يي بدل شي ، د فكر كولو طرز يي بدل شي ، وطن ، وطن ناري وهي خوعملا يو خارجي ، اجنبي اوبيګانه شي ، په معنوی ډول و وژل شي ، پلار خو يي تر يوه وخته پوري ښه خوشحاله وي خو يوه ورځ نه يوه ورځ په دې پوه شي چې خپل اولاد مې په خپل لاس وژلې دې .

فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ !!!