د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاضی طارق

29.09.2016 09:10    |   قاضی طارق د رزق اساباب

عاقلان په دې ډېر ښه پوهېږې چې د رزق په تر لاسه کولو کې د مشروعو اسبابو استعمال د الله جل جلاله په وجود د توکل او تکیه منافی عمل نه دې بلکې دهغو اسبابو استعمال چې مقصد او هدف ته د رسېدو لپاره څښتن تعالی مشروع ګرځولی دی د الله جل جلاله د ښه طاعت او د ایمان د قوت دلیل دې . او دا نه ایمان دې ، نه عقل دې او نه په الله باندې توکل دې چې یو انسان د ونې د کرلو نه په غېر د میوی انتظار و باسی او یا د خوړلو نه په غېر د ګېډې د مړېدو، یا د کوښښ نه په غیر د بریالیتوب او یا د صالح عمل نه په غېر د کوم ثواب توقع ولری ......

08.09.2016 09:11    |   قاضی طارق د حج اغاز او حکمت

دا په بشریت باندې د څښتن تعالی خورا ستر احسان دې چې حیوانات یې ور ته تابع کړی دی ، یو لوی اوښ او یو لوی فیل انسان ته د الله جل جلاله په حکم تابع شوې دې ، او یو کوچنې ماشوم هم ور باندې حکم چلوی او هغه یې اطاعت کوی چې دا د اللهی ارادې اثر دې ، کنه یو کوچنې مار هم د یو خورا پهلوان انسان تابع نه دې او امر یې نه منی .

30.08.2016 10:54    |   قاضی طارق د مکې مکرمې خلکو ته رزق له کومه راځی

د دنیا د ټولو اطرافو او اکنافو څخه د هر ډول طعامونو او میوو د راچلولو نه سر بیره مکه د امن و امان داسې ستر مرکز دې چې په دې نړۍ کې یې سارې نه شته خو ړانده کاڼه مشرکین او کفار یې نه وینی او د دې ټولو نعمتونو سره سره بیا هم د اسلام ستر پیغمبر ته وایې چې که مونږ ستا سره د قران متابعت وکړو او د اسلام په روښانه لار روان شو نو مونږ به د خپلې خاورې نه وشړل شو .

24.08.2016 09:32    |   قاضی طارق اصحاب الکهف

څوک چې د خدای په لاره کې د خدای د رضا د حصول لپاره ستونزو او کړاونو پورته کولو ته اوږه ټېټه کړی نو د هغه عاقبت او انجام به لوی عزت وی ، هغه هم د داسې لارو نه چې ګمان پرې هم نه کوی { وما عند الله خير للأبرار } .

11.07.2016 21:00    |   قاضی طارق بې اسبابو رزق

کله چې د انسان تعلق او اړیکه په مکمل ډول له ظاهری اسبابو نه کټ شی ، او تعلق او اړیکه یې په مستقیم ډول د الله سره جوړ شی ، نو په دغه وخت کې الله پاک انسان ته له داسې ځای نه د رزق بند وبست کوی چې مخکې نه د انسان په ذهن کې هم نه وی ګرځېدلی .

20.06.2016 09:31    |   قاضی طارق د رزق ادرس

د اهم بايد ياد وساتو چې د خداي وېره د مار او لړم د وېري سره فرق لري په دې معني چې د چا په زړه كې د خداي وېره وي ، نو نښې اوعلايم يې دا دي چې په حكمونو يي عمل كوي او له نواهيو نه يي ډډه كوي ، د خداي وېره د ( خوف اورجا ) يو مزدوج حالت دې ، د خداي د وېرې معني د خداي نه تښتېدل نه دي بلكه خداي ته ورتښتېدل دي .

09.06.2016 12:38    |   قاضی طارق انسان د څه لپاره پیدا شو ؟

اصلا خبره دا ده چي ستومانه انسان په دنیا کې د څلورو پښو د ځناورو په شان په روزی پسې خوله ګرځول هدف جوړ كړېدي او ور پسي لا لهانده دې ، په داسې حال كې چې د دنيا ساز او سامان د مسلمان انسان د ژوند هدف نه دي ، دنيا وسيله ده هدف ته د رسيدو ، او دنيا په حقيقت كي يو ګذرګاه ده ، يو پل دي هدف ته په رسيدو كي نه قرارګاه ، او ارامګاه .

29.03.2016 18:55    |   قاضی طارق وژنه

اوس خو په دي شپو ورځو كي د اولادونو د وژلو يوه بله ستره لوبه روانه ده ، چې د روزي د ګټلو لپاره يي د كفارو ملكونو ته ليږي چې يا خو د قاچاقي سفر په اوږدو كې عملا د كوم قاچاق وړونكي له خوا په قتل ورسول شي ، او يا په كومه دشته كې د لوږې مړ شي او يا هم د كوم سمندر په تل كې د كوم ماهي يا بل بحري حيوان له كومي تېرشي.

16.02.2016 10:32    |   قاضی طارق ولې ځيني خلك بډايان او ځيني فقيران دي ؟

څښتن تعالي ټول قوتونه او استعدادونه يوازې یو انسان ته نه دي ور بخښلي ، بلكه استعدادونه د انسانانو تر منځ ويشل شوېدې ، يو چاته په يو اړخ كي تسهيلات ور كړشوېدې خو يو بل چاته بيا په نورو برخو كي ور په برخه شويدي ، نو په دې بنسټ انسانان د څښتن تعالي د عالي حكمت له مخي يو بل ته په يو دايمي احتياج او اړتيا كې قرار لري .

07.02.2016 11:36    |   قاضی طارق د بنی ادم ځانګړتیاوی

مخلوقاتو ته د رزق ورکول یو کاملا طبیعی کار هم دې ځکه الله پاک چې د ټولو مخلوقاتو خالق دې نو دا ښکاره ده چې د دې مخلوقاتو د ژوند او حیات تضمین له یو اړخه ، او د نوع بقا ء تضمین له بله اړخه خورا ضروری امر دې ، نو د ژوند بقاء په غذا پورې ، او د نوع بقاء په ازدواج پورې تړل شوېده .

14.01.2016 10:30    |   قاضی طارق د رزق څخه انفاق

په دې ورځ کې به هېڅ شئ نفع نه شی رسولای ، څه شئ چې له لاسه وتلی دی د بیرته تر لاسه کولو لپاره به یې هیڅ لاره نه وی ، نه اخیستل او خرڅول او نه د کوم دوست او خلیل هبه او بخشش ، په دغه ورځ به هر څوک په خپل ځان اخته وی او هرڅوک به په خپل غم او درد کې پروت وی ، نو الله فرمایې چې : هربنده دې د خپل ځان لپاره د هغه رزق نه چې مونږ ورکړې دې د دغې ورځې لپاره یو څه شئ ولېږی او د خپل ځان سره دې محاسبه وکړی مخکې له دې نه چې محاسبه ورسره وشی .

03.01.2016 11:30    |   قاضی طارق حیوانات اونباتات د عبرت مرکزونه

د حیرانتیا خبره ده چې کوم واښه او اوبه چې د حیوان خېټې ته ځی یو رنګ دې او هلته بیا په درې کاملا متفاوتو مادو چې کاملا متفاوت رنګونه او متفاوت خوندونه لری بدلېږی ؟؟؟ !!

26.12.2015 15:14    |   قاضی طارق د ځمکې مړه کېدل او ژوندی کېدل د څه لپاره ؟

د الله په امر د بادونو اړول را اړول ، چلیدل راچلېدل ، د یو حال نه بل حال ته انتقال ، او د الله د مشیئت او ارادې سره سم یو اړخ ته د بادونو توجیه کول ، چې کله خورا ګرم او کله هم خورا ساړه وی ، په دې ټولو کې دلایل ، نښې اوعلائم دی، د څښتن تعالی په کمال قدرت ، وحدت او یو والی باندې د هغه قوم لپاره چې عقل لری .

16.12.2015 10:49    |   قاضی طارق په رزق کې شرک

الله پاک ستاسو د جنس ، ستاسو د شکلونو او ستاسو له نفسونو څخه ازواج او جوړې پېدا کړې دی ، که چېرته یې دا جوړې د حیواناتو له نورو انواعو څخه پېدا کړی وای نو د دوئ تر منځ به دوستی ، ائتلاف او رحمت نه وای حاصل شوې ، نو دا د څښتن خورا لوی رحمت دې چې د بنی ادم څخه یې هم ذکور او هم اناث پیدا کړه او دغه ښځې یې جوړه ګرځولې له نرو سره ، او له دغو جوړو څخه یې اولادونه او لمسیان ور پېداکړه چې د اړتیا په وخت کې د دوئ مرسته او خدمت تر سره کړی .

26.11.2015 10:16    |   قاضی طارق د عزت او ذلت معیار

عزت او ذلت د رزق د وسعت او قلت په محور نه څرخېږی ، ځکه چې غنا او فقر دواړه د الله په حکمت بنا دې او هر چاته د الله له لورې د ازموینې لپاره اندازه او ټاکل کېږی ، په کافر انسان د رزق پراخې د دې کبله نه راولی چې هغه ګوندې د الله په وړاندې دعزت څښتن دې ، دغه راز په یو مؤمن بنده د رزق تنګی له دې کبله نه ده چې هغه ګویا د الله په وړاندې عزت نه لری ، بلکه دا دواړه د یو ځانګړی اللهی حکمت په اساس ترسره کیږی .

17.11.2015 10:08    |   قاضی طارق خیر الرازقین

، نو د الله جل جلاله دین کلک ونیسئ ، په هغه اعتماد او تکیه وکړئ هغه الله خیر الرارزقین دې تاسو ته به کافی رزق در کړی او ستاسو ټولې چارې به در سمې کړی .

08.11.2015 23:11    |   قاضی طارق په سورت النحل کې د رزق په هکله درې مثالونه

کوم کور ، کلی ، ښار او یا هیواد ته څښتن تعالی د رزق پراخی ور کړی او ډول ډول نعمتونه یې ور په برخه کړی وی نوهغوی ته په کار ده چې د څښتن د دغو نعمتونو شکر اداء کړی ، د الله پاک فرمانونه ومنی ، د شرک ، کفر، عصیان او سرکشۍ په لاره و نه خوځېږی ، کنه څښتن تعالی ته دا ډېره اسانه ده چې دغه نعمتونه ترې بیرته واخلی او امن او سکون یې په وېره او خوف بدل کړی .

28.10.2015 10:37    |   قاضی طارق دانسان د سر ګرداني علتونه

د چا چې یوازی دنیا هم اوغم وی نو الله به د هغه کارونه ګډوډ کړی او د هغه فقر به د هغه سترګو ته نیغ ودروی ، او حال دا چې دنیا به ده ته را نه شی مګر هغه چې ورته لیکل شوې او مقررشوې وی ، او د چاچې هدف ، غم او هم اخرت وی نو څښتن تعالی به د هغه کارونه سم کړی ، زړه به یې غنی کړی او دنیا به ورته خواره او ذلیله راځی .

21.10.2015 19:07    |   قاضی طارق خیالی معبودان

يو شمير خلك خو يوازي همدغه لمونځ عباد ت او پوره اسلام ګڼي او كه د مسلماني كوم كار ترې كېږي نو همدغه لمونځ دې او بس ، دا سمه ده چې لمونځ د مسلمان د بندګي ډيرمهم او اساسي ركن دې او په قصدا پرېښودلو سره يي يو ښه مسلمان هم د اسلام له كړي نه وځي ، خو دا به يو حقيقت وګڼو چي دا ټول دين هم نه دې ، بلكه د پوره دين يو ه اساسي برخه ده .

19.10.2015 09:13    |   قاضی طارق سرګردانه انسان او رزق

قران عظيم په خپله هره برخه كې بني ادم ته د ازادئ او استقلال درس وركوي، دعزت او شرف سبق ور ته وايي ، چې د رزق ضامن او مالك خداي دې نو بيا د بل چا په قيد و بند كې اوسېدل د څه لپاره ؟ په داسې قيد و بند كې چې د عبادت ، سر ټيټونې او بندګئ معني ولري ! ...... .

10.10.2015 21:40    |   قاضی طارق د رزق تحلیل او تحریم د چا حق دې ؟

کوم ذات چې مخلوق ته رزق رسوی او کوم ذات چې د مخلوق د رزق خالق او موجد دې نو د رزق د تحلیل او تحریم حق هم د همدغه ذات دې ، په دې کائناتو کې بل داسې قوت او قدرت نه شته چې دغه حق ورته حاصل شی ، یو حلال شئ حرام کړی او یا یو حرام موجود حلال وګرځوی .

01.09.2015 14:39    |   قاضی طارق د اسلامی ژوند یوه بیلګه

سعید ابن المسیب خپله حسینه د قران حافظه لور په څه ډول کونډ شوی ( وداعه ) ته په نکاح کړه .

01.09.2015 14:39    |   قاضی طارق د اسلامی ژوند یوه بیلګه

سعید ابن المسیب خپله حسینه د قران حافظه لور په څه ډول کونډ شوی ( وداعه ) ته په نکاح کړه .

04.06.2015 10:45    |   قاضی طارق محراب څه ویې ؟

د اذان منبرونه په ډېر اخلاص سره اوازپورته كوي چې لمانځه ته راشۍ ، خودجوماتونومحرابونه اوښكې تويوي ، ژاړي اوچغې وهې چې څه شول اوچېرته ولاړ هغه د جوماتونو جوړونكي اودسهارد لمانځه اداْ كونكي شخصيتونه .... ؟