د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رزق څخه انفاق

قاضی طارق 14.01.2016 12:30

په تېر پسې ........

انفاق په لغت کې د وتلو او خروج په معنی دې یعنی وتل د مال دی د لاس د انسان څخه .
لکه عرب وایې چې (نفق المبیع) یعنی مبیعه د بایع د لاس څخه د مشتری لاس ته و وتله.
الجامع لاحکام القران لیکلی دی :

کوم انسان چې د ایمان له دائرې څخه و وځی او یا یې ایمان له زړه څخه و وځی نو هغه ته منافق وایې یعنې منافق ته ځکه منافق وایې چې د ایمان له دائرې څخه وتلې دی.
او انفاق په اصطلاح کې مسکینانو ، فقیرانو ، خپل خپلوانو ، یتیمانو او داسې نورو محتاجانو...... ته د هغو مالونو یوه برخه ورکول دی چې الله جل جلاله انسان ته په اختیار کې ورکړیدی .

دغه راز د خدای د لارې په جهاد کې ، د وطن او خاورې نه په دفاع او ساتنه کې ، د جوماتونو، روغتونونو او مدرسو په جوړونه او نورو داسې چارو کې چې عامو انسانانو ته ترې ګټه او خېر ورسېږی د مال مصرفولو او لګولو ته انفاق وایې .

د مؤمنانو په صفتونو کې یو خورا سترصفت د خدای په لاره کې د هغه رزق د یوې برخې نفقه کول دی چې څښتن تعالی مؤمنانو ته ورکړېدې ، الله جل جلاله د خپلو بندګانو څخه د خير په کارونو کې د مال په لګولو سره ډېر زیات خوشحالیږی او فرمایې چې :

{ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ } . البقره :۳ .

ژباړه : مؤمنان هغه کسان دی چې ایمان راوړې په غیب او قائموی لمونځ او د هغه څه څخه چې مونږ رزق ورکړېدې نفقه کوی .

په دې برخه کې په یو حقیقت باید پوه شو چې انفاق هېڅکله د یو انسان رزق نه کموی او بخل ، امساک او حرص هیڅلکه د کوم انسان رزق نه زیاتوی ځکه چې د رزق کمول او زیاتول د څښتن تعالي په مقدس ذات پورې اړه لری او چې څوک نفقه کوی نو الله جل جلاله یې بدله او عوض ورکوی .
په قرانکریم کې الله پاک خپل ګرانقدر او محبوب پيغمبر ته امر کوی چې ته دې بندګانو ته و وایه چې د رزق زیاتوالې او کموالې خو زما د رب کار دې اوهغه خورا ښه روزی رسان دې او که چېرته تاسو دهغه د رضا لپاره د خپل مال کومه برخه په مصرف ورسوی نوهغه یې عوض او بدله درکوی :

{ قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } سبا : ۳۹ .
ژباړه :
دې خلكو ته و وايه اي پيغمبر ه ! چې بيشكه ځما رب پراخوي رزق د چا لپاره چې اراده يي وكړي د خپلو بندګانو څخه ، او تنګوي يي د خپل بنده لپاره ، او هغه څه چې نفقه كوئ يې تاسې له څه شي نه نو همدغه ځما رب يي عوض او بدله ور كوي د هغه ، او هغه بهترين روزي رسان دې .

مقتدر خداي د خپل كتاب په دې برخه كې خپل محبوب پيغمبر ته وايي چې :

ته دې خلكو ته و وايه چې د بندګانو د روزي پراخي او تنګي ځما د رب كار دې ، نو كوم مال چې تاسو ته يي در كړې دې هغه د همدغه خداي په لاره كي لګوي ، نفقه كوي يي او په دې مورد كې هيڅ تشويش مكوئ ، كوم شي چې تاسو د خداي په لاره كې نفقه كړئ نو { فَهُوَ يُخْلِفُهُ } هغه خداي یې عوض او بدله در كوي او تش لاس مو نه پرېږدي ، هم یې په دنیا کې بدله درکوی اوهم یې په اخیرت کې ثواب درکوی ، لکه چې په یو قدسی حدیث شریف کې راغلی دی يقول الله تعالى :

( أنْفق أنْفق عليك" ) بنده ته په نورو نفقه کوه زه به پرتا نفقه وکړم .

وفي الحديث : أن ملكين يَصيحان كل يوم ، يقول أحدهما : "اللهم أعط مُمْسِكا تَلَفًا "، ويقول الآخر: "اللهم أعط منفقا خَلَفًا"

ژباړه : دوه ملائکې هره ورځ اواز کوی ، یوه وایې :
ای ربه ورکړه ممسک ته تلف !
او بله وایې :
ای ربه ! نفقه کونکې ته عوض او بدله ورکړه !

د فقر له وېرې نه د مال د نفقه کولو نه ډده مه کوه ، ځکه چې حرص هم د مال د ډېروالی سبب نه ګرځی .
البزار د ابن مسعود ، ابی هریره او بلال رضی الله عنهم نه یو حدیث روایت کړېدې وايې چې :
یوه روځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د بلال خواته راغې ویې لیدل چې د روژه ماتی لپاره یې یو مقدار خرما جمع کړې دی نو بلال یې د خرما د زخیره کولو نه منع کړ او ورته و یې فرمایل :

"أنفق بلالا ولا تخش من ذي العرش إقلالا"

بلاله ته نفقه کوه او ذخره مه جوړوه او د عرش له څښتن څخه د کمی ویره مه کوه (ځکه دا په الله باندې بد ګمان کول دی).

هغه خير الرازقين دې ، د دې دنيا په لر او بر شرق او غرب كې چې تاسو ته څومره مجازي روزي رسونكي معلوم دي او تاسو د هغو نه د روزي رسولو توقع كوي ، تر هغو ټولو دغه مقتدر خداي جل جلاله خورا غوره روزي رسونكې دې ، نو د هغه په لاره كې خپل مال نفقه كوي هغه به يي عوض در كوي ځكه چې بي حسابه زياتي خزاني لري هر څومره ډير چې خپل مخلوق ته وركړي بيا هم هيڅ خلاصون او كمې نه لري .

دغه راز څښتن تعالی بل ځای کې فرمایې :
{وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ }.الشوري :۳۸.

او هغه كسان چې غاړه یې ایښې حکم د رب خپل ته او قائم کړې یې دې لمونځ (د خپلو ټولو حقونو سره ) او کار د دوئ مشوره کول دی په منځ د دوئ کې (یعنی چې کله د کوم مهم کار سره مخ شی نو په خپلو منځونو کې مشوره کوی) او د هغه څه څخه چې مونږ رزق ورکړېدې صدقه کوی په محتاجو او اړینو خلکو باندې .

یعنی متوکل مؤمنان هغه دی چې د څښتن تعالی حکمونو ته غاړه ایښودونکی دی لمونځونه په اهتمام سره اداء کوی او کوم رزق چې د څښتن تعالی له لورې ورکړ شوېدې صدقه کوی یې .
په سورت انفال کې چې کله الله سبحانه وتعالی د مؤمنانو نیک اوصاف بیانوی نو په هغو کې هم د مسلمان د رزق د یوی برخې نفقه کول د مؤمن بنده یوښه خوئ او ښه صفت بلل شوېدې :

{ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آَيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ } الانفال : ۲

بیشکه چې مؤمنان هغه کسان دی کله چې یاد کړای شی (دوی ته نوم د) الله نو ویریږی زړونه د دوئ او کله چې ولوستل شی په دوئ باندې ایاتونه د الله نو زیاتوی دوې لره ایمان ، او په رب خپل باندې توکل کوی(اعتماد کوی ) دوئ .

{ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ } الانفال : ۳.

دوئ هغه (مؤمنان ) دی چې قائموی دوئ لمونځ او ځنیې د هغه مال نه چې ورکړېدې مونږ دوئ ته نفقه کوی یې (په لاره د الله کې ) .

د قرانکریم په بل ځای کې الله جل جلاله بیا هم د مؤمنانو د نورو حسنه اوصافو په څنک کې د رزق د یوی برخې صدقه کول د مؤمن یو ستر صفت بولې او مهربانی کوی :

{ تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ }السجدة :۱۶.
پورته کېږی ( لرې کېږی) اړخونه د دوئ د خوب له ځایونو څخه ، را غواړی رب خپل په ویره سره (د جهنم نه) او په طمع سره ( په جنت کې ) او ځینې د هغه مالونو څخه چې رزق ورکړېدې مونږ دوئ ته صدقه کوی په لاره د الله کې .
یعنی دغه ریښتینی مؤمنان د دوئ جسمونه او وجودونه د خپل خوب او راحت له ځایونو څخه په داسې حال کې پورته کیږې چې د هغه د قهر اوغضب له ویری او د هغه د رضا د حصول په ارزو او طمع سره خپل رب ته په خورا اخلاص سره دعا کوی او څه شئ چې ورکړیدی مونږ هغوی ته په رزق کې د خیر او نیکیو په لارو کې یې صدقه کوی .

دغه راز په لاندې مبارک ایت کې په دې ټینګار شوېدې چې د مؤمنانو له اړخه د درې شیانو تر سره کول یوه داسې ستره سوداګری او تجارت دې چې هیڅ تاوان او خساره نه لری، یو په دغه عملونو کې په پټه او ښکاره سره د خیر په کارونو کې د هغه رزق او روزۍ د یوی برخې مصرفول دی چې څښتن تعالی مؤمنانو ته ورکړی دې .

{إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ } فاطر:۲۹.

يقينا هغه كسان چې لولی کتاب د الله ، او قائموی لمونځ ، او صدقه کوی دهغه مالونو څخه چې ورکړېدی مونږ هغوی ته په پټه او ښکاره ، دوې امید کوی د داسې تجارت چې هیڅکله به هلاک نه شی او تاوان به و نه کړی .

یعنی هغه کسان چې د قران کریم په تلاوت تداوم کوي او په معانیو کې یې غور ، تدبر او فکر کوی او په احکامو یې عمل کوی ، او لمونځونه په خشوع او خضوع سره په خپل وخت اداء کوی ، او د هغه مالونو څخه چې مونږ ورکړیدی کله په پټه او کله په ښکاره نفقه کوی نو دوي د داسی یو تجارت او ګټې امید لری چې هېڅکله به هلاک او ناچله نه شی (ثواب اومغفرت دالله جل جلاله) .

او څلور کارونه داسې دی چې څوک یې تر سره کړی نو الله جل جلاله ورته په قران کریم کې همېشنی جنتونو ته د دخول زېرې ورکړې دې ، او سربېره پر دې چې په خپله به جنت ننوځی مسلمان پلرونه ، ښځې او اولادونه به یې هم ورسره وی او پرېښتې به یې په خدمت کې ولاړی وی :

ـ د خدای د رضا د حصول په غرض په مصیبتونو او ستونزو باندې صبر کول .
ـ د خپلو ټولو حقونو سره لمونځونه اداء کول .
ـ د الله له لورې ورکړشوی مالونه په پټه او څرګند ډول نفقه کول .
ـ د نیکیو په کولو سره د بدیو دفع کول او له منځه وړل .

{ وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ } : الرعد :۲۲ .

اوهغه کسان چې صبر کوی لپاره د رضا د رب خپل ، او قائموی لمونځ او نفقه کوی ځینی له هغو اموالو نه چې ورکړیدی مونږ دوئ ته هم په پټه او هم په ښکاره ، او دفع کوی په نیکۍ سره بدی ، دغه کسان موصوف په دغو صفاتو، شته دوئ ته ښه عاقبت د دار (د اخیرت ) .

{جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آَبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ } : الرعد :۲۳ .

جنتونه دی د تل اوسېدلو چې ننوځي به دوئ په هغو کې او (ننوځی به بل ) هغه څوک چې صالح (مؤمن ) وی له پلرونو د دوئ او له ښځو د دوئ او له اولادې د دوئ ( اګر که عمل یې دهغو په درجه نه وی ) او پریښتې به ورننوځی پر دوئ ( له تحایفو او زېرو سره ) له هرې دروازې ( د ماڼیو د دوئ او وایې به ورته چې ) :

{ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ} الرعد :۲۴ .

سلامتیا دې وی پرتاسې په سبب د صبرکولو ستاسې نوښه عاقبت د دار (د اخرت عاقبت د تاسې دې ) .

خو دا هم ورسره باید یاد وساتو چې یوازې نفقه او صدقه نه بلکې هر نیک عمل باید په خپل وخت د پوره عقل او پوره صحت په وخت کې تر سره شی ، لوی خدای خپلو بندګانو ته امرکوی چې د هغه رزق یوه برخه چې مونږ درکړېده مخکی له مرګ څخه نفقه او صدقه کړۍ چې بیا دا ارمان ونه کړۍ چې مونږ ته به دې لږ نور مهلت راکړې وای تر څو مو صدقات او نور نیک عملونه ترسره کړی وی لکه چې فرمایې :

{وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ} .المنافقون :۱۰.

او نفقه کړئ بعضې د هغه څه نه چې رزق درکړېدې مونږ تاسو ته ، مخکې له دې نه چې راشی یو ستاسو ته مرګ (علایم او مقدمات د مرګ ) بیا و وایې ای ربه ولې تا مهلت رانکړ ماته یوې نیټې نژدې ته چې ما صدقه کړې وای ، او وم به زه له صالحینو څخه .

تفسير ابن كثير ليكي چې :

هر مفرط او ګناه کار انسان چې کله د مرګ سره مخامخ شی نو پښېمانی ښکاره کوی او د عمر د اوږدوالی غوښتنه کوی و لو که ډېر لږ هم وی تر څو هغه عملونه تر سره کړی چې ترې فوت شوی وی ، خو دا کار بیا هیڅ امکان نه لری او هغه څه چې راغلی وی نو هغه راغلی وی بېرته بیا نه ګرځی .

چې د دې په تعقیب بیا څښتن تعالی فرمایې چې :

{وَلَن يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ }.المنافقون:۱۱

اوهیڅکله نه روسته کوی الله یو نفس کله چې راشی نیټه د هغه نفس ، او الله پاک خبر دې په هغه څه چې تاسو یې تر سره کوۍ .

بیا نو چاته مهلت نه ورکول کېږی او خدای پاک په دې ډېر ښه پوه دې چې که بېرته و ګرځول شی نو دا په دغه قول اوغوښتنه کې صادق دې او که کاذب .

نو که دا څوک منی او که نه یې منی ، خفه وی او که خوشحاله ، پاچا وی او که ګدا ، خو دا یو داسی تریخ حقیقت دې چې هرڅوک یې باید ومنی ، په هر فرد د انسانانو داسې یوه ورځ حتمی راتلونکې ده چې د دنیا ټول ساز و سامان به ترې جدا شی ، ټول قوتونه به یې زائل شی او په یواځې ځان به یې معامله د الله جل جلاله سره شروع شی ، په دغه وخت کې به اخیستل خرڅول او تجارت نه شې کولای ، دوستان او محبان به یې هم نه وی ، او څوک به یې سفارش هم نه شی کولای ، نو الله جل جلاله امر کوی چې د دغسې یوې ورځې له راتلو څخه مخکی د خپلو مالونو یوه برخه د خدای په لاره کې په مصرف ورسوۍ فرمایې :

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ } . البقره :۲۵۴.

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړېدې ! نفقه کړۍ ځینې د هغه څه نه چې رزق درکړې دې مونږ تاسو ، ته مخکې له دې نه چې راشی یوه ورځ چې نه شته اخیستل خرڅول په هغې کې ، او نه دوستی ، او نه سپارش ، او کافران ، نو هم دوئ ظالمان دی .

یعنی دا د څښتن تعالی خورا زیاته مهربانی ده چې د هغه رزق نه چې مؤمن بنده ته یې ورکړېدې د واجب یا مستحبې صدقې په ورکولو یې امر کړېدې تر څو د هغې ورځې لپاره ذخیره وی چې انسان به په کې د یوې ذرې په اندازه خیر ته هم محتاج وی ، په دغه ورځ به په انسان ټولې لارې تړل شوې وی ، نه به په کې بیع وی ، نه به په کې کوم دوست او ملګرې نفع رسولې شی ، او نه د چا سپارش ، او که یو انسان د دې لپاره چې د قیامت د ورځې له عذاب نه خلاص شی د ځمکې د ډکوالی په اندازه سره زر په بدله کې ورکړی هم ترې قبول به نه شی .

الله جل جلاله په دغه مطلب باندې په یو بل ځای کې بیا هم امر کوی فرمایې :

{ قُل لِّعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُواْ يُقِيمُواْ الصَّلاةَ وَيُنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلانِيَةً مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خِلالٌ } ابراهیم : ۳۱ .

ژباړه : و وايه بندګانو زما ته ! هغو ته چې ایمان یې راوړېدې چې قائموی لمونځ او صدقه کوی د هغه څه نه چې رزق ورکړې دې مونږ دوی ته ، په پټه سره او په ښکاره سره مخکې له دې نه چې راشی یوه ورځ چې نه شته بیع په هغې کې او نه دوستی .

یعنی په دې ورځ کې به هېڅ شئ نفع نه شی رسولای ، څه شئ چې له لاسه وتلی دی د بیرته تر لاسه کولو لپاره به یې هیڅ لاره نه وی ، نه اخیستل او خرڅول او نه د کوم دوست او خلیل هبه او بخشش ، په دغه ورځ به هر څوک په خپل ځان اخته وی او هرڅوک به په خپل غم او درد کې پروت وی ، نو الله فرمایې چې : هربنده دې د خپل ځان لپاره د هغه رزق نه چې مونږ ورکړې دې د دغې ورځې لپاره یو څه شئ ولېږی او د خپل ځان سره دې محاسبه وکړی مخکې له دې نه چې محاسبه ورسره وشی .