د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنی ادم ځانګړتیاوی

قاضی طارق 07.02.2016 13:36

په تېر پسې .........

يوازي انسانانو ته نه بلكه د ځمكې په سر چې څومره مخلوقات ګرځي راګرځي ، او یا په بحرونو كې ژوند کوی ، په هوا كې الوتونکی مرغان ، او ټول هغه ژوندی موجودات چې مونږ يې پېژنو او يا مولا تر اوسه نه دي پېژندلي ، دغو ټولو ته الله سبحانه و تعالي رزق وركوي او الله يې د اوسيدو په ځاي هم پوره علم لري او رزق ورسوي .

كريم اومهربان خداي فرمايي چي :

{وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ } هود : ۶ .
ژباړه : او نه دې هيڅ يو خوځيدونكې ، تلونكې او ذيروح په ځمكه كې مګر په الله جل جلاله باندې د هغه رزق دې ، اوعالم دې الله په ځاي د اوسيدلو او ځاي د سپارلو د هغه ، دا مذكوره شيان ټول په كتاب واضح كي دي .


یادونه : ـ

ـ د ( دَابَّةٍ ) لفظ د هر ذیروح حیوان نوم دې ، نر وی که ښځه ، عاقل وی او که غېر عاقل ، او له ( دبیب ) څخه اخذ شوې دې چې په اصل کې یو خفیف تګ ته ویل کېږی ، خو په عرف کې د څلورو پښو په ځناورو پورې خاص شوې دې لکه اس وغېره ... .

ـ ( مُسْتَقَرَّ ) هرهغه مکان ته ویل کېږی چې مخلوق په کې فعلا قرار لری .

ـ (َمسْتَوْدَعَ ) هر هغه ځای ته ویل شی چې مخلوق مخکې له موجوده مکان څخه هلته قرار درلود لکه د پلار صلب ( ملا ) او د مور رحم او د چرګې هګۍ .

ـ ( كِتَابٍ مُّبِينٍ ) لوح محفوظ دې .

لكه چې مخكې هم څښتن تعالي مخلوق ته د رزق په رسولو كې د خپل محيط علم څخه يادونه وكړه خو دلته يي په پوره وضاحت سره دا بيان كړه چې ټولو مخلوقاتو ته د رزق رسول د يو محيط علم تقاضا هم كوي ، كوم چې څښتن تعالي يي لرونكې دې، فرمايي چې دا ټول په مبين كتاب كې دي چې مراد تر لوح محفوظ دې او ( محفوظ لوح د الله پاك د مطلق علم هغه صحيفي دي چې ټولو مخلوقاتو ته شامل دي ).

پاك قران دا وضاحت د دي لپاره وكړ چې څو ك داسي فكر ونه كړي چي الله پاك خو روزي رسان دې ، خو زه به ور ته معلو م نه يم او رزق به را و نه رسوي ، نو ځكه لوي خداي و فرمايل چي هغه په هر څه او هر چا ښه پو ه او عالم دې ، هيڅوك د هغه د علم له دايري څخه بيرون نه دي ، د هر چا مستودع او مستقر ور ته معلوم د ې او چې اراده يي وشي رزق ور رسوي ، نه ترې څوك وركيداي شي او نه ترې څوك هېرېداي شي ، ځكه چې برحق عليم او مطلق خبير دي جل جلاله وعم نواله .

مهربان خداي د خپل رحم او کرم له مخې د ټولو خوځيدونكو او ژونديو موجوداتو د رزق رسولو ذمه واري كړېده او د حصر په الفاظو يي دغه مطلب بيان كړېدې .

خو په دي ټولو ژوندیو مخلوقاتو کې الله جل جلاله بنی ادم هم تر ټولو عزتمند او کریم مخلوق پېدا کړې او هم یې تر ټولو ښه رزق ور مقرر کړې دې فرمايې :

{ وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً } .الاسراء: ۷۰.

او په یقین سره ډېرعزت ورکړېدې مونږ اولادې د ادم ته او سواره کړې مو دی دوئ په مرکوباتو باندې په وچه کې او په بحر کې او رزق روزی ورکړېدې مونږ دوئ ته د پاکو شیانو څخه اوغوره او بهتر ګرځولې دې مونږ دوئ لره په ډېرو د هغه مخلوقاتو چې مونږ پېدا کړې دی په بهتر ګرځولو (ډېرو) سره .

څښتن تعالی فرمایې چې بنی ادم ته مو په نورو مخلوقاتو عزت او شرف ورکړېدې چې په دوه پښو روان او په لاسونو خوراک کوی خو نور حیوانات بیا په څلورو روان او په خوله خوراک کوی ، او په وچه کې مو په نورو حیواناتو لکه اسونو ، قچرو او اوښانو بار کړېدې خو په دریابونو او بحرونو کې مو په کښتیو او بیړیو کې بار کړیدی او رزق مو ورکړیدی د پاکیزه شیانو څځه ( د خورا خوندور میوو نه ، دغوښو، شیدو او نورو ډول ډول لذیذو او خوندورو طعامونو څخه ) ، او په ټولو اصنافو د مخلوقاتو او نورو ټولو حیواناتو باندې مو بهتر ګرځولې دې .

ټول حيوانات ، نباتات او جمادات باري تعالي د همدغه بني ادم د فائدي پورته كولو لپاره پيداكړي دي ، خو انسان ځان نه دې پېژندلاي خپل مقام يي نه دې پېژندلاي ، هر څه پېژني خو يواځي خپل ځان نه پيژني ، ځان يي ډير وړوكې تصور كړې دې ، خپل مقام يي په خپله راښكته كړې دې ، خپل كار يي پرې ايښي كوم چې الله پاك د هغه لپاره پيدا كړېدې ، د نورو حيواناتو په شان يوازي په رزق پسې لا لهانده او سر ګردانه دې .

د نورو چار پايانو په شان سهار وختي پورته كيږي او بيا تر بيګاه پورې په ډيره وار خطايي په روزي پسې منډې وهي ټول غم ، هم او فكر يي دا وي چې يو څه شي پيدا كړي ، مال دولت ور سره كم هم نه وي ، چندان احتياج هم ور ته نه لري خو دغه تلاش تر څو ژوندې دې نه پريږدي ، هر څومره چې ډيره پيداكوي ، لا پسي زيات سرګردانه كيږي.

او د ټولو نه بده خو لا دا چې فكر كوي چې دا كوم رزق چې ماته را كول كيږي دا زما د سعي او عمل نتيجه ده ، او كه دا يا هغه كا ر ونه كړم نو رزق به را نه شي ، په خداي يي اعتماد له لاسه ور كړي وي ، يوازي په خپل ځان اعتماد لري ، دې ته نه ګوري چې كله هم له مور نه پيدا شوم او دې سرګردانه دنيا ته راغلم او د خيټي نه غير مي نور هيڅ نه پيژندل او د هيڅ كار، کسب او منډو رامنډو توان هم راسره نه وو ، هلته روزي چا را كوله ، ايا مور را كوله ؟ ايا پلار را كوله ؟

نه هيچا نه ، بلكه يوازي خداي د ده د راتلو سره سم د ده د روزي انتظام كړي وو ، د پيدا كيدو نه مخكي يي د مور په سينو كې شيدي نه وي ، كله چې پيدا شو ، رزق ور سره سم د مور په وجود كې جاري شو ، ايا د مور په وجود کې د شودو چینې د مور په اراده روانې شوې ؟

نه هيڅكله نه ، د مور اراده هم په كې نه وه ، كه مور او پلار غوښتل كه نه ، خو د ماشوم رزق را چلان شو ، او ور سره يي د مور په وجود كې د دغه ماشوم په نسبت د مینې او محبت داسي نا ارامه جذبات را ژوندي كړه چي مور هيڅكله دا نه شي كولاي چې ماشوم ته شيدي ورنه كړي .

دا نو د طبيعيت قانون دې كه څو ك يي غواړي كنه هغه به وي ، كه مورغواړي كنه دغه رزق به دغه ماشوم ته د هغي په وجود كي راځي ، او تر هغه دا چينه روانه وي ، تر څو دا ماشوم وكولاي شي د خپل ژوند د بقا لپاره د خوړلو د نورو شيانو نه ګټه و اخيستلاي شي .

او تر هغه پورې چې د انسان ژوند د خداي په اراد ه كې مقدر دې نو رزق ورته چلان دې ، او چې كله د څښتن تعالي له خوا ورباندې د رزق د بنديدو فيصله وشي ، نو بيا هر څه ډير وي ، د رزق ټول اسباب په پوره انداز ه موجود وي ، خو دې جناب بيا د يو خورا اوږده او نه ختميدونكي سفر لپاره بستره تړلي او روان وي .

همداسې دې د خداي نظام ، كوم چې په دي ټولو كائيناتو كي چليږي را چليږي، خو ډېر خلك ورباندې نه پوهېږي .

وایې چې موسی علیه السلام چې کله د ( طوای ) په وادی کې د الله جل جلاله له لورې په دعوت کولو مکلف شو نو د څښتن تعالی څخه یې خواست وکړ چې اي زما ربه خپل اهل څرنګ په دې ځاې کې پرېږدم او ترې ولاړ شم ، نو څښتن تعالی ورته امر وکړ چې دغه ډبره په خپله همسا و وهه ، ډبره و چاوده یوه بله ډبره ترې را و وتله ، بیا ور ته امر وشو چې دغه ډبره هم په خپله همسا ووهه ، د هغې څخه بله ډبره را و وتله ، بیا ور ته امر وشو چې دغه دریمه ډبره هم و وهه ، هغه یې و وهله څه ګوری چې د دغې ډبری په منځ کې یو چینجې پروت دې یو څه شئ ژویې او خپله خوله پرې خوځوی .

نو موسی علیه السلام و ویل : هغه ذات چې د دې ټولو ډبرو په تورتمونو او منځ کې دغه چینجی ته رزق رسوی نو د ځمکې په سر هم زما اهل هیڅکله نه هیروی ، دا یې و ویل او په خپل دعوت پسی روان شو او د ځمکې د تاریخ د تر ټولو ستر جابر د ظلم او جبر ماڼۍ یې را نسکورې کړې .

او مخلوقاتو ته د رزق ورکول یو کاملا طبیعی کار هم دې ځکه الله پاک چې د ټولو مخلوقاتو خالق دې نو دا ښکاره ده چې د دې مخلوقاتو د ژوند او حیات تضمین له یو اړخه ، او د نوع بقا ء تضمین له بله اړخه خورا ضروری امر دې ، نو د ژوند بقاء په غذا پورې ، او د نوع بقاء په ازدواج پورې تړل شوېده .

خو دا نور خوځيدونكي مخلوقات نه دهقاني كوي ، نه زراعت ، نه تجارت كوي او نه دكانداري او د كوم پاچا يا كوم ملك او خان نوكران هم نه دي ، د رزق د ګټلو کوم اسباب هم ور سره نه شته ، نه موټر لري او نه فابريكه ، نه په كوم وزارت كه وزيران دي ، او نه په كوم رياست كي رئيسان ، خو څښتن تعالي ورته مقررشوې رزق رسوي ، نو څرنګ كيداي شي چي انسان ته به يي ور نكړي هغه چي د ټولو مخلوقاتو اقا ، سردار ، او بادار دې .

د تعجب او حېرانتیا خبره خو دا ده چې د نورو حيواناتو د ژوند هدف او مقصد يوازي ګېډه مړول وي او تر هغه سرګردانه وي چې وږي وي ، خو چې كله بيا ماړه شي نو د رزق لټون پرېږدي او استراحت وكړي ، مرغان چې کله خپله وږي خيټه ډكه كړي نو بيا د يوې وني او بلي وني په سر په يوه څانكه او بله څانگه ښكته پورته كيږي او زړه را ښكونكي سندري او نغمي وايي ، خپلو وزرو كې مكوښه وهي او ځان سره ساعت تېروي او د رزق په جمع كولو او ذخیره کولو پسې منډي رامنډي نه وهي .

خو په انسان كې د قناعت ماده ډېره كمه ده خيټه يي ښه مړه وي اړتيا نه لري خو بيا هم رزق له ځان سره باروي ، ذخيره جوړوي ، دومره ذخيره جوړوي چي څومره كولاي شي ، كه دا ټوله دنيا هم وركړي نوره هم غواړي ، زمونږ محبوب پيغمبر د انسان دغه طبيعت ، فطرت ، حب المال او حب الدنيا په يو حديث شريف كي بيا ن كړي ده ، مفهوم يي داسې دې چې كه د بني ادم لپاره يوه وادي د سرو زرو وي نوغواړي چې يو بله هم ولري او كه دوه ولري نوبيا د نورو غوښتنه هم كوي ، هغه يوازي خاوري مړولاي شي .

نوپه نتیجه کې ویلای شو چې په دې ټولو ژوندیو موجوداتو کې تر ټولو حریص مخلوق انسان دې ، او په وجود کې یې د حرص داسې نه ختمېدونکی نا ارامه جذبات پراته دی چې د ژوند تر اخره پورې هېڅ نه سړېږی .

يوه ماڼي چې جوړه كړي بيا بله غواړي ، پنځوس منزله ماڼي چې جوړه كړي نو د سل پوړيزې ماڼي د جوړولو شوق ور سره پيدا شي ، خوب او ارام پرېږدي ، دا شوق يي دومره زيات شي چې بالاخره د ټولي دنيا د نيولو فكر ورسره پيدا شي دا ټوله دنيا د خپلې ټولې پراخي سره ورته وړه ښكاره شي او په نيولو پسې يي را وځي دعدالت ، انصاف ، ازادي اوخشونت د وركولو ناري وهي يو هيواد چې ونيسي نو د بل د نيولو لپاره نقشي جوړوي ، كوم چنګيز ، هلاكو ، هيټلر، او يا د بل كوم چيچونكي مار بچې ترې جوړ شي .

د عدالت ، انصاف او تاو تريخوالي د كمولو په ځاي د اور داسي لمبي جوړې كړي چې ډير بي ګناه مخلوقات يي د دغه ناروا هوس قرباني شي ، خو په پاي كې يي سر د داسې ډبرې نه ولګېږي چې پخپله هم د دغه هوس نه په را پيدا شوو لمبو كې وسوځي ، حالت يي جل وهلي هغه ناروغ ته ورته شي چې هر څومره اوبه وڅكي نو بيا هم تږې وي او نوري هم غواړي ، تر هغو يي غواړي چې خيټه يي ټق وچوي ، همدغه اوبه يي خيټه وچوي .

د تاريخ پاڼي كه ولټوو نو د داسې ډېرو څېرو سره به اشنا شو چې د دنيا د ډېرښت او نيوني لپاره يي هڅې كړي او بي له دې چې دغه هدف ترلاسه كړي ستړي ستومانه او ناهيلي له دې دنيا نه نه تللې دې ، څوك مځكي راكش كړي دي او څوك د دريابونو سركشه څپو د اوبو تل ته كوز كړي او څوك هم د ماشي غوندي كمزوري مخلوق د بي رحمه چلند سره مخ شوي او څوك بيا هم د توتكيو د بمباريو په نتيجه كي هلاك شوي دي ، په چا ځمكه چپه شوي او څوك د نوح په طوفانونو كي تر خاورو لاندې شوي ، د چا فوځونه د روسيه په سړو دښتو كي د اقليم جبر راښكلي او سر يي مات شوې دې ، او د چا په هډوكو د افغانستان غرونه ډك شوېدي او مخكي لدينه چې ټوله مځكه ونيسي نا څاپه په خپله مځكې نيولی دی او د خپل ټول شوق سره يوځاي تر خاورو لاندي شوی دی .

قرانکریم د بنی ادم حالت په خورا لنډو الفاظو کې په ډېر ښه ډول انځور کړې دې :

{ أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ } التكاثر: ۱.

مشغول كړی یې تاسئ ( له عبادته ) فخر کولو ، زیادت کولو ( یو له بله په ډېروالی د مال او اولاد او قام) .

{ حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ } التكاثر: ۲.

ترهغه پورې چې ورشئ هدیرو ته ( مړه شئ خښ شئ یا تر هغه پورې چې مړی هم شمارئ د ډېر والی لپاره ) .

لنډه دا چې نور حیوانات د ځان سره د رزق پيټي نه ګرځوی نو ځكه يي سرګرداني هم كمه ده او د ويني د لوړ اويا ټيت فشار په مرض نه اخته کېږی ، عصبي تكليفونه او د معدي ټپونه هم نه لري .

یوازې انسانان په دغه مشقت او دوامداره ستونزه اخته دی ، قران کریم دغه حقیقت په داسې ټکو بیان کړې دې :
{ وَكَأَيِّن مِن دَابَّةٍ لا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ } عنكبوت : ۶۰ .

او ډېر دی له خوځېدونکو (ذیروحو په ځمکه ) چې نه باروي دوئ رزق خپل ، الله رزق وركوي هغوي ته او تاسو ته هم ، او هم هغه اوريدونكي او ښْه پوه دې .

سيد الطنطاوي يو روايت نقل كړېدې چي كله په مكه مكرمه كې ځيني خلكو ايمان را وړ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته مديني منوري ته د هجرت كولو امر وكړ نو هغوي وويل :

اې د الله رسوله ! مونږ څرنګ داسې يو ځاي ته هجرت وكړو چې هلته زمونږ لپاره د ژوند او معيشت تېرولو هيڅ اسباب نه شته نو دغه مبارك ايت شريف نازل شو.

بيا زياتوي چې ډېر خوځېدونكي دي چې څښتن تعالي په خپل قدرت سره پېدا كړېدي چې د خپل رزق د تحصيل هيڅ توان او قدرت نه لري ، او د خپلې كمزورتيا له كبله په دې هم نه پوهېږي چې رزق څرنګ لاسته راوړي ، څرنګ يې زيات كړي او څرنګ يې ذخيره كړي، او د دې سره سره څښتن تعالي هغو ته د خپل رحم او فضل له مخې رزق رسوي او نه يې پرېږدي چې له لوږې مړ شي .

په دغه مبارك ايت كې د نورو خوځېدونكو سره چې د رزق د تحصيل هيڅ اسباب نه لري څښتن تعالي د بني ادم څخه مخكې د رزق د رسولو وعده وكړه ، د دې لپاره چې د انسانانو زړونو ته دا عقيده ورننباسي چې رزق يوازي د اسبابو كار نه دي .

دا يو حقيقت دې چې نور حيوانات د بني ادم په شان نه دي اوهغوي د خپل رزق په برخه كې دومره ډېر چورت نه وهي ، يواځې بني ادم د خپل رزق په ګټلو كې خورا سرګردانه او لا لهانده دې .

تفسير الشعراوي ليكلي دي چې :

نورحيوانات رزق له ځان سره نه باروي ، ځيني خويې ډېر كمزرري او نا توانه دې چې خپل رزق نه شي بارولاي اوځيني يې لكه خراو آس او داسې نور بيا د بارولو قدرت لري ، خونه يې باروي، او ته به وګورې چې كله يي خيټه مړه شي نو بيا پاتې شوي شيان نه ذخېره كوي ، او ډېر ځله يې په لغتو وهي او اسمان ته یې بادوي او يا ورباندې بول كوي ، نور ټول حيوانات همدغسې دي تر دې پورې چې د انسان ، مږې او مېږي نه په غېر نور مخلوقات د رزق ذېرمه كول له سره پېژني نه .

او كومو حيواناتو ته چې رزق له ځان سره نه باروي بيا څښتن تعالی داسي وسايل وركړې دي چې انسان يي نه لري .

او په دغو ذېرمو كې هم د څښتن تعالي د حكمت او قدرت بې شمېره رازونه پراته دي ، كه چېرته د مېږانو د كوم مېږه تون مخې ته كېښنو او په ژوند كې يې پوره غور وكړو نو د خورا زياتو عجايبو اوغرايبو سره به مخ شو ، محقيقن وايي چې :

كه مونږ چېرته د خپل خوراک پاتې شوې طعام په كوم ځاي كې و اچوو نو يو مېږې راځي ، شا و خوا یې وګرځي را و ګرځی او بېرته ولاړ شي او يو شمېر نور دومره مېږان هم له ځانه سره را ولي چې دغه شئ پورته كولاي شي ، او كه چېرته د دغه طعام د ټوټې وزن لږ ور زيات كړو نو مېږان يې د نقلولو لپاره نور شمېرهم ور زيات كړي .

د مېږانو په هيواد کې يو خورا منظم ، دقيق او متخصص ، نظام چلېږي ، تر ټولو تعجب خو دا چې محقيقنو چې كله د مېږانو د كلي مخې ته سپينې ، سپيني وړې، وړې ټوټي وكتلې او په اړه يې څېړني وكړې نو دې نتيجې ته ورسېدل چې دا د حبوباتو هغه برخې دي چې په دانه كې د شنه كېدو سبب دې او مېږانو د حبوباتو څخه دغه برخې له منځه وړي او له خپلې خوني څخه يې بهرته اچولې دي ، او په دې ډول یې د خونې په دننه کې د حبوباتو د شنه کېدو توان له منځه وړېدې ، د دې لپاره چې که چېرته راشنه شي نو د دوي خونه به ورخرابه كړي .

نوپاكې ده هغه څښتن تعالي ته چې مخلوق يې پېدا كړ، بيا يې ښه برابر كړ، هغه څښتن تعالي ته پاكي ده چې مخلوق یې اندازه كړ او بيا يې د ژوند تېرولو لاره هم ور وښوده .