د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انسان د څه لپاره پیدا شو ؟

قاضی طارق 09.06.2016 15:38

په تېر پسې ........

که د ژوندیو مخلوقاتو په حال کې لږ شان غور او فکر وکړو نو حتما به دې نتیجې ته ورسیږو چې په دې ټولو مخلوقاتو کې یوازې انسان سره له دې نه چې یو شریف او کریم مخلوق دې تر ټولو زيات سرګردانه او لا لهانده موجود دي ، او سره له دې نه چې په وجود کې یې پوره عقل او هوښْیارتیا موجوده ده ، اصلا نه پوهيږي چي څه شي دي ، له كومه راغلي او د څه لپاره راغلي دي او چيرته ځي ؟

اکثره انسانان خو د رزق د ګټلو په خوارۍ اخته دی ؛ بل کوم غم او هم ورسره نه شته تر دې حده پورې چې فکر کوی چې انسان یوازې د رزق د لاسته راوړلو لپاره پېدا شوې دې ؛ او د پېدا کېدو هدف او منشأ یې دا ده چې څه شئ پېدا کړی او و یې خوری .

یا د دې لپاره پېدا شویدی چې په دې ځمکه لوړې او مجللې ماڼۍ او قصرونه جوړ کوړی ؛ لاس په نامه نوکران او چاکران ولری ؛ روا او ناروا حکمونه یې یو شان په نورو وچلېږی ؛ یو مطلق بادار وی چې د ارادې په وړاندې یې کومه مانع او خنډ وجود و نه لری نو په خپل ټول ژوند کې د همدې لپاره کارکوی او همدغه یې د ژوند هدف وی ..


خو انسان په ټولو مخلوقاتو کې یو شریف او کریم مخلوق دې او د دي لپاره نه دي پيدا شوي چي په دي جهان كي د كوم عنصر غلام او بنده وي او يا دا چي د څلور پښيزو ځناورو په شان څه وخت په دي دنيا كي وڅريږي او په دي جهان كي ژوند وكړي او د دي نه وروسته بيرته د ځمكي په خيټه كي ننوزي او چينجي يي وجود وخوري .

انسان د دي لپاره پيدا شوي دي چي خپل خالق وپيژي او بندګي يي وكړي او د ځمكي پرمخ د هغه تعالي حکمونه وچلوی ، او د دې ځمکې په سر د هغه خليفه او جانشين وي.

لکه چې څښتن تعالی فرمایې چې :

{ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُون} الذاریات : ۵۶ .

ترجمه : او نه دي پېدا كړي ما پيريان او انسانان مګر د پاره د دې چې دوي ځما عبادت وكړي .

{ مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ} الذاریات : ۵۷ .

او اراده نه لرم زه له دوي څخه د هيڅ روزي( ما لره اوځانونو خپلو ته ) او اراده نه لرم زه چې ماته طعام راكړي دوي .

{ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ } الذاریات : ۵۸ .

يقينا چې الله همدا ډېر ښه روزي رسونكې دې او د محكم او مظبوط قوت لرونكې دې .

هم دا د انسانانو او د پيريانو د خلقت او پيدايښت علت ، منشأ او فلسفه ده ( د خدای عبادت او بندګی ) چې الله پاك په دغه لنډو او مباركو دريو اياتونو كې بيا ن كړې دې ، په دي اياتونو كې د بني ادم حالت ته كتل شوي دي چې هغه خو په روزي پسي سرګردانه دې نو ځكه الله پاك دوي ته د دوي د پيدايښت علت او فلسفه وښوده ، او دا يي و فرمايل چي په روزي پسې ډېرې منډې مه وهي ، ځكه چې زه چې ستاسي خالق يم له تاسو نه روزي ستاسو او ځان لپاره نه غواړم ، او االله ډير ښه روزي رسونكې او د پوره او كامل او خورا مظبوط او محكم قوت لرونكې دې ، روزي به همغه در رسوي ځكه چې د رسولو قوت يي لري، په دې ايات مبار ك كې د قوت ذكر او هغه هم په بل صفت سره تاكيد كول ، چې خداي قوت لري ، خو خورا مظبوط قوت لري ، د دي معني دا ده چي پوره يقين پيدا شي چه هغه لايزال خداي چې د پوره قوت مالك دې یواځې هغه د رزق رسولو توان لري .

دغه رازبل ځاي كې الله سبحانه وتعالي د انسان د پيدايښت او خلقت اصلي مقصد او منشاْ ته په خورا صراحت سره پوره تفصيل وركوي په لاندې ډول سره :

{ وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً } .

او كله چې و ويل رب ستا فريښتو ته چې بيشكه زه ګرځونكي (پيدا كونكي ) يم په ځمكه كې د يو خليفه .
د دغه يو خورا لنډ عبارت نه داسې ښكاري چې انسان څښتن تعالي د يو خورا لوي هدف لپاره پېدا كړې او د ټولو مخلوقاتو په منځ كې يي د دغه هدف لپاره غوره كړې دې ، فريښتي موجودې وې او د تل لپاره د څښتن تعالي په بندګي بوختي وې خو هغوي ته د ځمكې پرمخ د خداي د خلافت منصب ور نكړ شو، هغوي هم حيرانې شوې چې زمونږ د موجوديت اوعبادت سره سره بيا هم د ځمكې د مشرئ لپاره بل څوك پيدا كوي .

نو انسان اصلا پيدا شو د ځمكې د مشرئ لپاره ، نه د رزق د پيدا كولو د خوارئ لپاره !

الله سبحانه و تعالی خپل نبی علیه السلام ته فرمایې :

د هغه چا په قصه کې مه اوسه او د هغه چا شان وشوکت ته په اوږده نظر مه ګوره چې ډېره دنیا ورکړ شوېده ، دغه ټول د ژوند زیب و زینت دې او د ازموینی او امتحان لپاره ورکړ شوېدې ، هیڅ پایښت او بقا نه لری او کوم رزق چې څښتن تعالی تاته په دنیا او اخیرت کې درکړېدې هغه ډېرغوره او تل پاتې کېدونکې دې ، ته په خپله لمونځ کوه او خپل اهل ته هم د لمانځه په کولو امر کوه او د رزق په هکله هیڅ فکر مه کوه :

{ وَلا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَى } طه : ۱۳۱ .
الله پاک خپل نبی ته فرمایې : مه اړوه سترګې دې هغه څه ته چې ورکړیدی مونږ هغه ډلو د اغنیاوو ته ، یعنی کوم نعمتونه چې مونږ دغو مترفینو ته ورکړیدی نو هغه ته په اوږده نظرمه ګوره ، ځکه چې دا ښکلا د ژوند د دنیا ده ، او د دی لپاره مو ورکړېده چې ازموینه وکړو په دوی باندی په دې کې ، او رزق د رب ستا ډیر غوره او همیشه پاتې کېدونکې دې .
{وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى} طه: ۱۳۲.

او امر وكړه خپل اهل ته د لمانځه په كولو ، او په خپله هم د لمانځه په كولو صبر كوه يعني لمونځ كوه مونږ ستا نه د رزق پوښتنه نه كوو ، مونږ رزق در كوو تاته ، او اخري انجام د كاميابي د تقواي په برخه دي .

يعني کله چې دې لمونځ قایم او دائم وساته نو رزق به له داسې ځای نه درته را چلان وی چې ستا په فکر کې به هم نه راځی ، كما قال تعالى:

{ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِب } الطلاق: ۲، ۳.

لوي خداي په ډېر عجيب انداز كې خپل محبوب پيغمبر ته خطاب او توصيه كوي چې مراد ترې امت دې ، حكم ور ته كوي چې رزق به مونږ در كوو او ته او اهل دې د خداي عبادت كوي ، ستاسو كار عبادت ، او زما كار تاسو ته د رزق رسول دي ، د رزق په تشويش او لټون كې د خداي عبادت پرې نږدئ ، بنده د عبادت په كولو مكلف دې د روزي ضامن لوي خداي دې .
دغه خداي جل جلاله خپل بنده پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته چې شپه او ور ځ د خپل خالق په وړاندي سر په سجده پروت دې بيا هم د لمانځه كولو حكم كوي .

تفسير ابن كثير په دې مقام كې ليكلي دي :

الله سبحانه وتعالي خپل نبي ته فرمايي : دغو دنيا دارانو او دهغوي نعمتونوته مه ګوره ، دغه خو داسي ګلونه او نعمتونه دي چې ډېر ژر مړاوی کېږی او زوال مومي ، او مونږ د ازمويني لپاره وركړي دي ، خپل اهل ته په لمانځه كولو امر كوه او پخپله هم ورباندې كلك اوسه .

په دغه مبارك ايت كې الله سبحانه وتعالي د كور مشر ته تعليم وركوي، يو منهج ورته ښاي چې اول خو لازم دې چې خپل ځان اصلاح كړي او بيا د خپلو نژدې خپلوانو او كورني اصلاح ته پاملرنه وكړي ، د كورنۍ مشر د دائرې مركز دې كله چې يې خپل ځان اصلاح كړه د خپل اهل اوعيال اصلاح هم ورباندې واجب ده ، هغوي ته هم بايد د لمانځه په كولو امر وكړي ، يوازي امر نه بلكه د لمانځه په تكاليفو اومشقتونو به صبرهم كوي !.

مفسرين او علماء په دې برخه كې دا هم ليكي چې د كور مشر دې هميش د ماشومانو په مخ كې لمونځ اداء كړي ، تر څو هغوي په خپلو ذهنونو كې د لمانځه اهميت او درناوي ته ځاي وركړي .

مثلا كله چې خپل كور ته راځي ګوري چې ډوډئ تياره ده ، اولاد ته دې و وايې چې تاسو انتظار وكړئ چې زه لمونځ اداء كووم ، دلته اولاد پوهېږي چې د لمونځ اهميت او درناوي له طعام او بل هرعمل نه خورا ډېر دې.

و قال ابن أبي حاتم : حدثنا أبي، حدثنا عبد الله بن أبي زياد القَطَوَاني، حدثنا سَيَّار، حدثنا جعفر، عن ثابت قال: كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا أصابه خصاصة نادى أهله : يا أهلاه، صلوا، صلوا !! قال ثابت : وكانت الأنبياء إذا نزل بهم أمر فزعوا إلى الصلاة ..
نبی علیه السلام ته چې به کله ولږه ورسیده نو خپل اهل ته به یې اواز وکړه ای زما اهله ! لمونځ وکړئ ، لمونځ وکړئ !!
ثابت وایې چې په انبیاوو به کوم مصیبت راغې نو په ډېره وېره سره به په لمانځه شول .

و قال رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم : ( يقول اللَّه تعالى يا ابن آدم ، تفرغ لعبادتي أملأ صدرك غنىً وأسد فقرك ، وإن لم تفعل ملأت صدرك شغلاً ولم أسدّ فقرك ) .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې چې الله رب العزت وایې چې :

ای د ادم اولاده زما بندګۍ ته ځانونه وزګار کړئ زه به دې سینه له غنا نه ډکه کړم او د فقر ټولې لارې به در باندې بندې کړم ، او که دا کار نه کوی نو سینه به دې د ډول ډول بوختیاوو نه ډکه کړم او د فقر مخه به دې و نه نیسم !!! .

څښتن تعالی په ځانګړی ډول خپلو مؤمنو بندګانو ته امرکوی چې که چېرته تاسو دخپل رب عبادت کونکی یاست نو کوم پاک رزق چې خدای تاسو ته درکړېدې هغه خوری او د الله شکر وباسۍ او عبادت یې کوئ فرمایې :

{يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُواْ لِلَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُون}البقره:۱۷.

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړېدې ! خورئ تاسې له پاکو حلالو هغه شیانو چې درکړې دې مونږ تاسې ته او شکر وباسئ الله لره که چېرې یاستئ تاسو چې خاص ده لره عبادت کوئ !

لنډه دا چې انسانان او پېریان څښتن تعالی په دې ځمکه کې د خپل عبادت او بندګئ لپاره پېدا کړي دې انسان په دې ځمکه کې د خدای د استازیتوب او د خدای د حکمونو د تطبیق لپاره پیدا شوی او دغه لوی منصب په دې ځمکه کې بل کوم مخلوق ته نه دې حواله شوې ، رزق به هغه څوک ورکوی چې انسان یې خپل خلیفه او استازې ګرځولې دې .

د مسلمان انسان د ژوند هدف او مقصود بايد دنيا کې یواځې د رزق پیدا کول نه بلكه اخيرت وي داسي نه وي لكه چي قران كريم فرمايي :

{ طغي واثرالحيا ة الدنيا } النازعات: ۳۹.

سرغړونه يي وكړه او د دنيا ژوند يي انتخا ب اوغوره كړ .

اصلا خبره دا ده چي ستومانه انسان په دنیا کې د څلورو پښو د ځناورو په شان په روزی پسې خوله ګرځول هدف جوړ كړېدي او ور پسي لا لهانده دې ، په داسې حال كې چې د دنيا ساز او سامان د مسلمان انسان د ژوند هدف نه دي ، دنيا وسيله ده هدف ته د رسيدو ، او دنيا په حقيقت كي يو ګذرګاه ده ، يو پل دي هدف ته په رسيدو كي نه قرارګاه ، او ارامګاه .