د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبل سپکه باندی مجلس تود ساتل

عبدالواحدتابع 26.05.2015 12:16

افغانستان د مینی اوعزت کور وو خوله بده مرغه جګړی یی هرڅه وخوړل.پخوانی کیسی کوی چی دلته ډیره سوچه او ریښتینی مینه،وفاداری،راشه درشه،میلمستیا اوځانګړی صداقت او ایمانداری په خلکوکی شتون درلود چی په دغو یادول شویو ټکو نړیوالوهم اعتراف کړی چی نړی کی مو پری قدر درلود.اوس چی وروسته له ورانیو یوڅه په هیواد کی بدلون راغلی ډیرڅیزونه نوی شوی او کولای شو ووایو چی مونږ هم د سیالانو په سیالی کی ورګډ شوی یو.اوس دا باید ومنو چی جګړی هرڅه له ځانه سره وړی او وروسته له اوږدی جګړی یوڅه تمه د ژوندانه خلکوکی پیداشوی خو داچی زمونږ خلکو دا ژوند څه ډول پیل کړی چی له بده مرغه په دی نه پوهیږو.غواړم یوڅوټکو ته اشاره وکړم هغه دا چی ښه اوهوښیارانسان هیڅ کله رنګ،پوستکی اونژاد ته د چا په سپکه نه ګوری او د انسان نژاد د ده د اوچتوالی او ټیټوالی نشی ښودلی.انسان،انسان دی هغه که په هر نژاد پوری تړلی وی باید درناوی ورته وشی.دا باید ومنو مونږ انسانان یو له بل نه برتری نه لرو او ټول د الله (ج)مخلوق یو د ژوندانه او بنده ګی لپاره څښتن تعالی پیدا کړی او یوشانته مخلوق یو.دا چی دهری عقیدی او دین پیروان د ځانګړی قانون ترسیوری لاندی خپل ژوند مخ ته وړی دا هم د ژوندانه یوه برخه ده.په نورو باندی خندل او توهین ،دین اوعقیدی ته یی سپکاوی داهم له انسانیت نه لری خبره ده. په انسانی ټولنه کی هرانسان د ځان د عزت په خاطر مکلف دی د بل درناوی وکړی ترڅو ده ته هم درناوی وشی.((یعنی په د معنی چی د بل درناوی د ځان درناوی دی.))اوس دا باید ومنو چی جګړی هرڅه له ځانه سره وړی او ټول دا منی چی جګړه د ورانیو زیږنده ده اود ټولنی ټوله شتمنی تباه کوی.جګړی چی زمونږ د هیواد ټولی ښیګڼی له خاورو لاندی کړی خوبیا هم وروسته له کلونو جګړو یو څه تمه د ژوندانه په خلکو کی پیدا کړه .اوس دا ناری سوری وهل کیږی چی مونږ د سیالانو په کاروان ورګډ شوی یو او د نړیوالو د کلی یوه برخه یو او د ژوندانه حق لرو.اوس هغه اصلی ټکی ته چی د هیواد عزت پری خوندی ساتل کیږی هغه ته یوهم پام نه کوو.ځان ښودنه ،د بل سپکه،ځان پورته ګڼل،بل ټیټ ګڼل،ځان پوه او بل بی عقل ګڼل دا ټول هغه څه دی چی له ما څخه نیولی په هرنارینه اوښځینه د هیواد کی راټوکیدلی دی.دلته اوس هریوځان ته من وایو اود بل د خندا او د سپکیدو تمه یی لروهغه ځکه چی اوس د بل سپکه او ټیټیدل د ژوندانه برخه مو ګرځیدلی. اوس زمونږ اصل جګړوخوړلی مونږ اوس نوی او عصری خلک یو اوس مونږ د سیالانو برخه یو.خوپه دی هیڅ نه پوهیږو چی سیالانو موڅنګه پرمختګ کړی اوله څه شی یی زده کړی او ولی نن دهر څه خاوندان دی.نن نړیوال ریښتینی شتمنی لری اوهغه د دوی د زیارایستلو برکت یی دی.مونږ تییاره ډوډی غواړو مونږ نه غواړو په د ځان پوه کړو چی دا د نړی پرمختګ څنګه شوی.مونږ هم د غنمو ډوډی خورو او نړیوال هم خو هغوی کولای شی سپوږمی ته لاره وموندی او مونږ لا په ځمکه کی ځان ته د هستوګنی ځای نه دی جوړ کړی.دلته هیڅ ملامت نشته ،دلته ټول سلامت دی.دلته تش په نوم سره مسلمانی ده،دلته تش په نوم ورور ولی ده. په اسلام کی د بل سپکه ،بل پوری خندل،بل ته توهین،د بل عیب ویل او ریټل نشته. په اسلام کی ریښتینی انسانیت،صداقت،ورور ولی،ایمانداری،د بل حق ته درناوی،د بل عیب پټول دا یی د ایمان او مسلمانی نښی وی.د یوه مسلمان دنده داده چی د الله پاک بنده ګی وکړی،د الله په بنده ګی کی عبادت ،خدمت،ښیګڼه او وفاداری شامل دی ترڅو دی ته په کتوسره په نوروکی دا ولوله را وټوکیږی چی مسلمان شی او ستا دین ومنی. زمونږ د افغانی ټولنی اوسنی ټول وګړی ناروغ دی. دوی د بل په سپکه خپل مجلس تود ساتی اوپری فخرکوی. دلته اوس دا د ژوند برخه ده چی د بل په سپکه به خوشحالی کوی،بل ترځانه پورته نه منی اوهر څه به ته یی. د بل په سپکه ستامجلس ګرم دی ځکه تا ته پکی سکون ده او ستا ناروغی ته درمل. زه اوس نه پوهیږم چی دا ناروغی زمونږ په ټولنه کی څنګه او ولی را پیدا شوی .حال دا چی له پخوا څخه موهیواد وده کړی ،خلک یی له علمی پلوه ښه شوی خوسره له دی دغی ساری ناروغی ټول نیولی . داچی مونږ څنګه ځانونه له دی ناروغی څخه وژغورو لاره یی څه ده؟ مونږ باید دا ومنو چی ستونزی لرو،مونږ دا باید ومنو چی دین مونږته ارثی پاتی ده نه مکتبی،مونږ دا باید ومنوچی متعصب یو،مونږ دا باید ومنوچی هیواد سره مینه نلرو،مونږ دا باید ومنوچی خپل اصلیت موهیرکړی،مونږدا باید ومنوچی په کګه روان یو،مونږدا باید ومنوچی ځان جوړونه باندی نه پوهیږو. راځی همدایی وخت دی چی په ریښتیا سره ګام اوچت کړودا ټولنه یوملت کړو او د سیالانو له کاروان نه ځان وروسته پاتی نکړو. خلکوته وښیو چی مونږ اسلامی او افغانی ټولنه په ارزښتونو باورلرو. راځی په خپلوکی پخوانی اصیله افغانی مینه چی د اسلام په چوکاټ کی وی را ژوندی کړو چی هم خرما اوهم ثواب شی.((تابع))