د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرمختګ هرڅه له ځانه سره وړی!

عبدالواحدتابع 19.07.2014 16:46

پرمختګ هرڅه له ځانه سره وړی!
دی پرمختګ هرڅه له ځانه سره وړی زه ترینه کرکه لرم.((زه د خټوکورونه غواړم په هغوکی ریښتینی مینه وه،زه خامه سړکونه غواړم په هغوکی ستړیا وه اوپه ستړیاکی بدرګه کیدل وو،زه د کورتواوکچالوپیاوه غواړم په ورکړه کی یی اخلاص وواو په اخلاص کی خوند وو نو ځکه غواړم له خوړلونه یی خوند واخلم،زه پیاده تګ غواړم پیاده تګ کی خوندونه دی پیاده تګ د ناروغیو وژونکی دی،پیاده تګ سپورت ده ،پیاده تګ کی هره سیمه په مزه لیدلی شی،زه لیکلی خط د یارغواړمه په هغه کی ځانګړی خوندونه دی،زه کلیووالی اتڼ غواړم،زما کلیوالی غړنګی یادیږی ،زه کاکړی غاړه غواړم په کی خوندونه دی،زه ګلم اوپوزی غواړم چی پری کینم ،وغزیږم اوویده شم ،زه په جګ غږ سره پرته له شرمه د غږیدا تږی یم چی وغږیږم او ټول پری پوه شی او د بیاځلی غوښتنه یی پیدا نشی،زه د ویالی سوچه اوبه غواړم ،زه غواړم په خپله لپه کی یی وڅښم اوشړپ یی ټول واوری،زه تلویزیون نه غواړم ماله ورور ولی لری کوی،ماله کیسو ویلواو له مجلس څخه ستړی کوی ،ما ته کینه اوسیاست راښیی ،ماته جګړه اونفرت راښیی،ماته بی ځایه سیالی اوله حقیقته لری مینه راښیی.))
((کله چی کورونه د خټوول ناسته ولاړه وه تګ اوراتګ د دوستانو وه ،پکی خنداوه ،ریښتینی ست وه،په ژمی کی د تاوخانی د تبی د سرکیسی وی،له توتواوچهارمغزوسره د چای څښلوسوړیدا وه،یود بل کره په زغرده اوپه خپله خوښه ورتلل وو چی په هغه کی ځانګړی مینه ورکول او خوښی وه.د خټوکورونوکی د کلی د نجونو شورماشور وو،خندا وه ،خواله وه،ټیکی وی،اوبدل وه،یو د بل کوڅی کول اوچوټی کول وه،د ښکلی او غټ غږ خنداوه، د خټوکورونوکی له ګودر نه د اوبو راوړل وه او د ګودرغاړه کی د ځوانی کیسی وی او په کیسوکی ریښتینولی وه اوپه ریښتینولی کی وفاداری وه.د خټوپه کورونوکی بی ځایه سیالداری نه وه هرڅه توکل په خدای وو او توکل په خدای کی عزتداری وه،پخلی د ټولویو ډول وو یابه د کورتواویاهم د کچالوپیاوه وه خو خوند به پکی ډیر وه د سیالداری ویره به درسره نه وه هغه ځکه چی پیغور نه وه او تاهم ورته پخلی ورکولی شوی.ناروغی نه وه تګ اوراتګ په پښو وه،خواری ټوله د لاس په تڼاکووه او هریویی د خپل وزن اتل وو اویوتربله قوی ول هغه پخوانی ډیرمیړنی وه ناروغی نه وه دا ډول،ډول نومونه د ناروغی نه وه کوم به چی ناروغه شود هغی ناروغی نوم (اوبا)وه او ځوک به چی په ناروغی مړشونومرګ (مفاجات)به یی ورته ویل.د خلکوپه مړینه خفګیان وه څوک به چی مړشو په ټوله سیمه کی ماتم وه هریوبه پری خوابدی وه ،د بل غم یی د ځان باله او د مړی په حق به لاس په دعا وه.پخوابه چی څوک مسافرشوټولوکلیوالوبه په ګډه ورته لیک لیکلوپه لیک کی به د سلام روغ اوبړترڅنګ ښی ټیکی ورته لیکل کیدلی .مسافربه چی لیک ترلاسه کړترله لوستلوسره سم به یی مینه ډیره شوه اوکلی به یی رایادشو.پخوانیواتڼونوکی به مستی وه غږبه یی دروندوه ،څرخیدل اوحرکات به د ټولویوشان ته وه،په ښکلی غږبه اتڼچیانوسندری ویلی په دی کی به دومره خوند وو چی که په ژبه یی هم نه پوهیدی نو ضرورد ترینه خوند اخیست.پخوابه چی کلیوال غره ته په بوټو،مرخیړیواوښیڅوپسی ولاړل هلته د ښکلوغړنګوپه ویلوسره په ګډه سره خپل کارترسره کړ اوپرته له دی چی ستړیاحس کړی بیرته به راغلل .پخوا به زمونږفرش یالیمڅی وو او یاهم ګلم خوکله به چی پری کیناستی ټوله ستړیا به د ووتله او ارام به د پیداکړد ګلم او لومڅي په وخت کی نه نم وو،نه روماتیزم او نه هم نوری اوسنی ناروغی.کلیوال په غټ او جګ غږ یو بل سره غږیدل په د غټ اوجګ غږغږیداسره ټول مجلس پوهیده اوهریوه وړوکی ،ځوان اوسپینږی کولای شول پری پوه شی اوځان په مجلس کی شریک وګڼي. اوس د کلی د ویالی اوبه سوچه اوخوندوری نه دی د کلی په اوبوکی اوس هر ډول ککړتیا شته په څښلوسره یی تنده نه ماتیږی او له خونده ډکی نه دی.)) خواوس کلی توپیرموندلی اوس په کلی کی بریښنا پیدا شوی،هلته تلویزیون پیداشوی،هلته موبایل پیداشوی،هلته بیلابیلی ناروغی پیداشوی،هلته مرګ ژوبله ډیره شوی،هلته مینه کمه شوی،هلته اوس چاته د چای او ډوډی ست نکیږی،هلته اوس د چاپه مرګ څوک اخ نکوی،هلته اوس څوک د چاپه غم کی ویرنکوی،هلته اوس بی ځایه سیالداری ده،هلته اوس پیاوه نشته،هلته اوس غریبی نشته،هلته اوس بیکاری نشته،هلته اوس خواله نشته،هلته اوس اتڼونه نشته،هلته اوس ټیکی اوغړنګی نشته،هلته اوس ګودراومنګی نشته،هلته اوس یوځای کیدل د نجونواو دهغوی کوڅی کول اوچوټی کول نشته،هلته اوس مرګ (مفاجات)نشته،هلته اوس په هرڅه کی بدلون راغلی.))ای پرمختګ ته ‌ذاتی ښکلا نلری دا ستاښکلاپه لاس جوړه شوی ده زه د بل په لاس جوړه شوی ښکلا نه غواړم .د لاسی ښکلا له ما هرڅه وړی ،هرڅه یی رانه اخیستی،هرڅه یی رانه لری کړی،هرڅه یی رانه پردی کړی،هرڅه راته وژلی،د لاسی ښکلاناروغی راډیره کړی،د لاسی ښکلاوژنه راپیداکړی،د لاسی ښکلاورور رانه لری کړی،تربور رانه لری کړی،خپلوان رانه لری کړی،د لاسی ښکلا له میلمستیالری کړی یم،د لاسی ښکلاله غږیدا لری کړی یم،د لاسی ښکلا له مینی لری کړی یم،د لاسی ښکلا له خوالو لری کړی یم.اوس ډول،ډول خواړه شته ،اوس کورت اود کچالوپیاوه نشته ،اوس هرډول اسانتیاوی د ژوندانه شته خودا ټول له ځوریدا ډک دی اوپه ټولوکی چل دی اوپه دی ټولوکی بی ایمانی ده .د لاسی ښکلا له صداقت اوایمانداری لر ی کړی یم،د لاسی ښکلا له ادب لری کړم اوزه یی له هرڅه نه خلاص کړی یم.زه د ریښتینی پښتونولی تږی یم په ریښتینی پښتونولی کی د ژوندانه ټولی خوږی پرتی وی.