د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځی ریښتیا ته ریښتیا ووایو او درناوی یی وکړو

عبدالواحدتابع 22.08.2015 12:10

دا ټول هیوادوال منی او ترینه خبر دی چی عبدالرشید (دوستم)د ډاکټر نجیب الله په واکمنی کی شهرت ته ورسید او د وخت واکدارانو په نوم د اتل هری سیمی ته د جګړی لپاره لیږه او له جګړی څخه بریالی ترینه راووت او له همدی عبدالرشید (دوستم)څخه په ګټی اخیستنی سره مجاهدینو وکولای شول ګټه پورته او د نجیب الله واکمنی ړنګه کړی چی همداسی هم وشول . وخت لا نه وو تیرشوی چی مجاهدینو خپل منځی جګړه پیل کړه او هری ډلی عبدالرشید(دوستم) ته دعوت ورکاوه چی ورسره یوځای شی .په پیل کی حضرت صبغت الله مجددی د ستر مجاهد لقب ورکړ،ورپسی جمعیتیانو ،وحدت او اسلامی حزب په نوبت سره د ځان ملګری کړ.د مجاهدینو واکمنی طالبانو ترینه خپله کړه او پنځه کاله یی حکومت وکړ او په کرتو،کرتو د طالبانو جګپوړیو چارواکو هم دعوت ورکړ خو ورسره یوځای نشو.د طالبانو واکمنی ړنګه او دیموکراتان راغلل چی کرار،کرار د موقتی او انتقالی دورو نه پس ټولټاکنی پیل شوی چی په سر کی حامد(کرزی)د خپلی واکمنی لپاره ترینه ګټه پورته کړه او ولس ته یی ښه وځلاوو.((ډاکټرصیب محمداشرف (غنی)او معلم عطامحمد(نور)په خپله خوله اعتراف کړی وو چی دا جنګی مجرم دی او له دوستم څخه طالبان کرتو،کرتو ښه دی.))خوبیا چی د واک خبره رامنځ ته کیږی بیا ښاغلی اتل شی او ترینه د ګټی لپاره غوښتنه وشی او ځان پری بریالی کړی.اوس معلم عطا محمد (نور)،حاجی محمد(محقق) او ځینی نور د واک تږی ټولو د عبدالرشید(دوستم)لمنه کلکه نیولی او ترینه مرسته غواړی.اوس خبره دا ده چی زه د یوه افغان په توګه عبدالرشید(دوستم)ریښتینی اتل بولم او ترټولو تش په نوم مشرانو یی بلا اوچته ده.په هره سیمه د هیواد کی چی د ده قوم او پلویان یی اوسیږی دی لکه نره پری ولاړ او خبره یی ورته د منلو وړ ده،هر چیری یی چی په قوم ظلم وشی او څوک پری تیری وکړی لکه نره نوموړی په خپله وردانګی او له خپلو پلویانو سره یو ځای خپل خلک ژغوری.عبدالرشید(دوستم) په ملګرتیا کی تر هر چا پورته دی،هو یی هو او نه یی نه ده.تر اوسه پوری په هیواد کی داسی کس نشته چی ووایی زه د تیرو خپلو منفی کړنو څخه له ولس څخه بښنه غواړم خو دی ښاغلی له ټول ملت څخه بښنه وغوښته چی دا هم په اسلام او هم په افغانی ټولنه کی ستره او د درناوی وړ خبره ده.هیڅ هیوادوال به داسی مشر پیدا نکړی او نه به یی دی ته وهڅولی شی چی د ولس او هیواد د ښیګڼی او سرلوړی لپاره د خپلو هغو ناوړه کړنو چی ولس ترینه ناراضه دی بښنه وغواړی.دلته هر مشر ځان او خپله ډله پر حقه بولی.اوس هم لا وخت دی چی د هری سیمی او ولایت تش په نوم ټیکه داران چی هره ورځ ناری سوری وهی او ځانونه یی خیالی مشران جوړ کړی د عبدالرشید(دوستم)په څیر دی د خپلو خلکو دهوساینی لپاره دی د یو څو ورځو په مخه خپل قصرونه پریږدی حرکت د وکړی او له خپلو زامنو سره د یو ځای په خپلو سیمو کی امن راولی .که ریښتیا مشران یاست او ولس مو درباندی ګران وی نو خپلو سیمو ته چی د مشری دعوایی کوی ولاړشی او ولس مو له ناخوالو څخه وژغوری.هر کله مو چی د دوستم په څیر خپله سیمه او ولایت وژغوره بیا حق د دی لری چی د ظلم مخه په نورو ولایاتو کی ونیسی هغه ځکه چی تاسو نور خپل ولس زغورلی او کولای شی ملی ګام پورته کړی .اوس غواړم یوی عقیدوی خبری ته هم اشاره وکړم هغه دا چی که په ریښتیا عبدالرشید(دوستم) غواړی د پښتنو د ورکی او تباهی لپاره یی پیل کړی وی دا د ده تیروتنه ده دا نو بیا د ده ملګرتیا او له هغو ژمنو چی د کمپاین په وخت کی یی له اشرف (غنی) او له افغان ولس سره کړی وی تاریخی جفا ده.ټول پښتانه طالبان،تروریست،القاعده او داعش نه دی تر ټولو ستره قربانی تر ننه پوری پښتنو ورکړی او پښتانه بیا خپله ساتنه کولای شی تل به عبدالرشید(دوستم)مرستیال ولسمشر نه وی او الله به یی وشرموی.درنو هیوادوالو د هیواد ریښتینو او تش په نوم مشرانو چی اوس زمونږ په سرواکمن یاست د خدای په خاطر نور مو د قوم ،سمت،ژبی او مذهب په نوم مه سره جنګوی.راځی لاس په کار شی او له دی جګړه ځپلو افغانانو څخه یو ملت جوړ کړی.ای د قوم په نوم تشو مشرانو تاسو په پستو،پستو او شعاری خبرو مونږ په جګړو کی ساتی،تاسو زمونږ حقوق پر نوروځاروی،تاسو مو په رنګارنګ او بیلو نومونو سره وژنی،تاسو مو له پاکی او سپیڅلتیا ګټه پورته کوی.همدا تاسو یاست چی نن مو په کور اور بل دی او خپلو سیموته نشو تللی،همدا تاسو لامل د دی شوی یی چی د پښتنو سوچه او ریښتینی مشران له منځه ولاړل،همدا ستاسو له وجی ده چی نن یو داسی کس چی یواځی فزیکی جوړښت یی د انسان په څیر دی او د پښتنو هغه مشران چی ټول هیواد ته یی فخر ګټلی په سپکه یاد کړی .څنګه ټول قومونه یو مشر لری او تر نامه یی ځاریږی او مونږمو په ډلو،ډلو سره ویشلی یو.راځی نور پښتانه دی ته وهڅوی تر څو په خپلو کی سره یو شی یو په بل تورونه بند کړی.زده کړی ته ورته زمینه برابره کړی.د سیالانو جوګه یی کړی.نور پښتانه د خپلو ناوړه موخو ښکار مه ګرځوی.د پښتنو صداقت او ایمانداری څخه مثبته ګټه پورته کړی او سره یو یی کړی.مثبته ګام اوچت کړی او د یوه ملی مشر تر سیوری لاندی یی سره غونډ کړی چی له ژوند څخه خوند واخلی تر څو اخرت یی هم روښانه شی.نور د پښتنو په ژوند ملنډی بس کړی.مونږ افغانان یو او اړتیالرو چی له خپل هیواد څخه ساتنه وکړو،مونږباید یو ملت شو.یو پر بل تیری پریږدو د سپیڅلی اسلام په چوکاټ کی یو تر بل جار شواوځان یوتربل پورته ونه ګڼوچی په دی کی مود ځان،ولس،هیواد او اخرت لپاره ګټه ده.