د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره (میدان وردګ) (وردګ میدان) وژغوره

عبدالواحدتابع 19.04.2015 12:29

زه اوس خپل ولایت ته نوم نشم ورکولی خوښه به دا وی چی ووایم زمونږ ولایت چی په ۲۶کیلومتری د کابل کی پروت دی اوس د څونامردوتش په نوم سپین ږیرو،مخه ورو،قومی مشرانو،قوماندانانو،استازواوسوداګروپه ولکه کی ګیردی هرڅه چی دوی وغواړی هغه به کیږی.مونږ چی له هر ولایت نه پلازمینی کابل ته نږدی پراته یو تر ټولونورور مونږ له فرهنګی پلوه وروسته پاتی ،بی امنه په دښمنیوککړولس یو.همدا تشس په نوم ډلی می چی یادی کړی یویی هم له مرکزد ولایت میدان ښارڅخه وړاندی نشی تللی خوبیا به هم ځانونه واکداران بولی هغه ځکه چی ولس یی (ګوسفندی)ګیرکړی هرڅه یی چی زړه وغواړی هغه پری کوی.تعجب خبره زمونږ په ولایت کی داده چی که وردګ د کومی اداری مشروی هغه په لوحه کی لیکی دوردګومیدان ..........ریاست اوکه په کومه اداره کی میدانی ریس وی هغه بیالیکی د (میدان وردګود ...........ریاست)ولس حیران پاتی دی چی د دی ولایت اصلی نوم څه دی.زمونږله ولایت څخه پنځه تنه استازی چی دوه یی له کابل څخه اودری یی له وردګوڅخه ولسی جرګی ته بریالی شوی دی دوی سره له دی چی زمونږ د ولس په سر لوبی کوی اوپه دښمنیویی اخته کوی ،حق یی ترینه خوری،په یونوم اوپه بل نوم یی سره جنګوی بله لاسته راوړنه نلری.((زه قسم د الله په نوم یادوم د دغوپنځوتنوانځورونه زمونږد ولایت نارینه اوښځینه ووځوان اوماشوم ته وښیی نه یی پیژنی چی دا د دوی استازی دی هغه ځکه چی له پیل د موقتی اداری چی دا د پارلمان ټاکنی دود شوی زمونږد ولایت تش په نوم استازوهیڅ کله د نړی،هیواد اود ولایت په کچه ټوخیدلی نه دی غږیدا خولاپریږده چی دوی په یوه مسله نظرهم نه دی څرګندکړی ځکه پوهیږی نه.)) بله د پام وړخبره دا ده چی له پنځوکلونورا په دیخوازمونږ د ولایت د نرخ په ولسوالی کی خپل منځی جګړه روانه ده چی په لسګونه ځوانان د اسلامی حزب او طالبانو په نوم له منځه پکی تللی دی.تیرکال د پخوانی ولسمشرپه فرمان سره زمونږ ولایت ته د پوهنتون جوړیدو زیری ورکړل شوټول ولس پری خوشحاله وو.خو همدی تش په نوم واکدارانود غلطوسیالیو له کبله اود ناسمی رهبری له وجی په میاشتو،میاشتو یی په ځای نه سره جوړیدل خوتیرکال یی د وردګوتش په نوم مشرانود سیدابادولسوالی د ټوپ دښتی په سیمه کی د بنسټ ډبری په نوم خلک خوشحاله کړل او سږکال بیا د میدان ښارتش په نوم مشرانو په میدان ښارکی د بنست ډبری په نوم خلک خوشحال کړل.اوس نو قضاوت تاسو وکړی چی یوځلی بیا دا تش په نوم مشران د دی ولایت ویده ولس په خپلوکی د خپلوشخصی ګټوپه خاطر سره ښکرپه ښکرکوی اوبیا به د دوی په خولی الله اکبر ،مرده باد او زنده باد وایی . که یی همدا اوس مخه ونه نیول شی نو راتلونکی یی له خطره تشه نه ده.په دری کی یومتل دی وایی ((درونش ماراکشت بیرونش مردم را)) د هیوادپه کچه ټول هیوادوال وایی چی له دی ولایت څخه دری تنه وزیران په کابینه کی دی د پخوانی ولسمشرد دفترمشرهم د دوی ولایت وو پنځه تنه استازی لری ټول هیواد د دی ولایت خلکوپه یواځی ځان وخوړ حال داچی مونږ د دی ولایت اصلی اوسیدونکی یومونږخوهیڅ داسی څه نه د لیدلی چی پری و ویاړو. ښاغلی ولسمشرصیب! تاسواوخدای موماخوبه داسی څه نه وی لیکلی چی په هغه کی زیاتی شوی وی.اوس نوتاسود هیواد مشریاست د خدای په خاطر زمونږ ولایت او ولس د دغوله ولکوڅخه وژغوری زمونږ ولایت او ولس د تبایی کندی ته نږدی دی زمونږ ولس او ولایت وژغوری.
(تابع)