د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نه پوهیږم پرمختګ ولی مینه له ځانه سره وړی!

عبدالواحدتابع 09.08.2014 09:33

نه پوهیږم پرمختګ ولی مینه له ځانه سره وړی!
زمونږپه وروسته پاتی اونړیدلی هیوادکی جګړوهرڅه له ځان سره وړی او اوس هرڅه نوی دی چی یواځي د باندینی ښکلالری او دننه پکی ټول چل او دوکه ده.اوس چی د خپل هیوادهری سیمی ته ولاړشی د پام وړبدلون د ترسترګوکیږی د خلکوپه ژوندانه کی د پام وړبدلون رامنځ ته شوی،تریوه حده یی د ژوندانه اسانتیاوی برابری شوی دی.دلته اوس سړکونه،ښوونځی،روغتیایی مرکزونو،تیلیفونی اسانتیاوی،بریښنا او داسی نوری اسانتیاوی خلکوته برابری شوی دی چی د ته په کتوسره ویلی شو چی مونږ هم سیالان یو.اوس د ټولوپه ژوندانه کی بدلون راغلی ،اوس خلکوکی مینه کمه شوی،اوس هغه پخوانی ستړی مشی له منځه تللی،اوس پځوانی د ډوډی اوچای ست نشته،اوس پخوانی روغ اوبړنشته،اوس هغه تګ اوراتګ نشته،اوس ناسته ولاړه نشته،اوس یوله بل سره مرسته کول نشته،اوس خپلوی اوتربګینت نشته،اوس یوځای تګ نشته،اوس ورور ولی نشته،اوس د اولادونو درناوی مور او پلارته نشته،اوس د موراو پلارشفقت له بچوسره نشته،اوس د زړه له کومی خندا نشته او اوس ریښتینی مینه او محبت نشته.دلته اوس هر کس من دی او هر کس سیاست مدار،دلته اوس هریوغواړی ځان تر ټولو پورته اوپه حقه وبولی،دلته اوس د خلکوکاروبار ښه شوی،دلته اوس هر یوغواړی د خپل هموزنی سره روابط ولری،دلته اوس له ځان ټیټ ته کتل او غږیدل د شرم خبره ده،دلته اوس فقرستره ګناه ده،دلته اوس فقیر انسان نه دی. زمونږپه هیوادکی څه د پاسه دری لسیزی جګړی هرڅه له خاوروسره سم کړل زمونږ مینه اومحبت،راشه درشه،ناسته ولاړه،خپلوی،ریښتینی دودونه،ریښتینی ست،ریښتینی میلمستیا،ریښتینی افغانیت دا ټول یی د خاورولاندی کړل. افغانستان د تش په نوم مشرانو په درلودلو او د جګړوله لاسه هرڅه له لاسه ورکړل.اوس مونږ داسی مشران لرو چی دوی ته غلا،رشوت،انسان وژنه،انسان برمته کول،د خلکوبی عزتی،بیت المال لوټول،د ځمکوغضب او سر پری کول دا ټول ځان ته خدای ورکړی حق بولی.نن دا تش په نوم مشران ځانونه د ملک اصلی خاوندان او تل پاتی واکداران بولی.نن د دیموکراسی مونږته داسی څه رازده کړی چی هر یو وګړی په د کوښښ کی یو چی له هری نا مشروع لاری کیږی باید ځان له خلکو سره برابر کړو او د برابریدو ته چی له هری لاری کیږی ځان ور رسوو او دا پوښتنه نه له ځان او نه له بل کس سره پیداکیږی چی دا مرداره شتمنی له کومه شوه هغه ځکه چی اوس دا دود ګرځیدلی نو یو شی چی په یوه ټولنه کی دود شی بیا نو پوښتنی او شرم ته ځای نه پاتی کیږی.
له جګړو او دیموکراسی د مخه دلته له مینی څخه ډک ژوند وو،ښه ناسته ولاړه،ښه روغ اوبړ،ښه تګ او راتګ،ښه خپلوی،ریښتینی ست،ریښتینی افغانیت،ریښتینی میلمستیا،ریښتینی میړانه،ریښتینی ورورولی،د اولادونو ریښتینی درناوی د موراوپلار،د پلار اومور ریښتینی شفقت پربچویی دا ټول هغه څه وو چی شتون یی درلود اوپه دی کی ځانګړی خوند وو.دا سمه ده چی د ژوند اسانتیاوی نه وی خو ریښتینی مینه او محبت او وطنپالنه وه او د انسان لپاره ترټولو دمخه په انسانی چاپیریال کی مینی اومحبت ته اړتیالیدل کیږی که څومره يوه ټولنه پرمختللی وی او په هغه کی مینه او محبت نه وی دا په د مانا ده چی دا انسانی ټولنه نه بلکه د انسانی ټولنی یو (بڼ)دی چی یواځی د لیدو لپاره یی خلک ورځی اولیدنه ترینه کوی. اوس د پرمختګ ته په کتوسره ویلی شوکه څومره مونږ پرمختګ کووهومره مینه او محبت مو کمیږی.نو اړینه دا ده که چیری یو هیواد او ورسره وګړی یی پرمختګ کوی نو ترڅنګ یی د خلکو د مینی او محبت د پرمختګ لپاره هم کاروشی .((څرنګه چی زمونږ بیړی اوس پرمخ روانه ده اونوره هم مخ ته ولاړه شی د دی ډول پرمختګ نه د بیړی ډوبه شی ښه ده.))
(تابع)