د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دادنرخ جګړه دچاده چی بلایی پرته پرماده!

عبدالواحدتابع 19.07.2014 16:44

(دا د نرخ جګړه د چاده-چی بلایی پرته په ماده)
زه د وردګوولایت د نرخ ولسوالی اصلی اوسیدونکی یم اوزماکورنی له انقلاب څخه دمخه د فقرله لاسه کابل ته مخه کړه ترڅوتن موپه جاموپټ اوخیټه مومړه وی اوله د پورته د نوروڅیزونوغوښتونکی نه ووهغه ځکه چی دا د ټولنی جبر را زده کړی ول چی دا نور د خدای نعمتونه زمونږلپاره نه دی او دا د هغودی چی الله پری پیرزو کړی.مونږهم ورسره عادت وو د غټوغوښتنو خواست هم مونږته نه پیداکید اومونږله خپل ګلم سره پښی غځولی.ژوند وو کرار،کرارتیریده اوپه څنګ کی مونوی څیزونه لیدل اوزده کول موکله خوشحاله کله خوابدی خود موراو پلارموغوښتنه دا وه چی مونږ زده کړی ترسره کړو اوځانونه د سیالانو برابرکړواو په ډيره مینه یی روزلو پلارمی ترڅنګ د دی چی تحویلدار وو خوله دندی وروسته به یی نوروکارونوته هم مخه کړه ترڅومونږارامه ژوندوکړو.په همدی ژوند کی ډیرخوشحاله ووکرار،کرارستریدلو خوکله ناکله به په کورکی یوناڅاپي شورګډ شواواحوال به راغی چی په نرخ کی نن فلانی شهید شوی ټوله کورنی به خوابدی شوه. موربه مومجبوره وه چی مړی ته ځان ورسوی خوپلاربه له ویری د تش په نوم سره مجاهیدینونشوی تللی هغه ځکه چی ده په کابل کی دنده درلودله .خوکله به چی ګاونډیانو پوښتنه کوله چی ستاسوکره څه خبره وه خیریت وومونږ به په ځواب کی ویلی چی زمونږخپلوان شهید شوی اوډیرښه ځوان وو.په همدی کیسوکی ځوانی ته راورسیدولږډیرپه ځینوڅیزونوپوهیدوچی په همدی سره د مجاهیدینوحکومت بریالی شواوکابل ټول مجاهیدینو ونیو اومونږهم خلکوته په کتوسره خوشحالیانی کولی چی د خدای په فضل سره مجاهیدین بریالی شوی.ورځی نه وی تیری شوی چی کابل کی د مجاهیدینوخپل منځی جګړی اور واخیست اود کابل اوسیدونکوله کابل د تیښتی لاره خپله کړه مونږچی د دی وس نه درلود ترڅولکه نورخلک چی له هیواد څخه بهرته ولاړشو نو مخه موخپل اصلی ټاټوبی ((نرخ))ته کړله .خوکله مو چی نرخ ولید نرخ ډیرښکلی بڼونه،ښکلی دری،پاکی اوبه اوښکلی هوا دا ټول مونږ ته نوی وو.د نرخ اوسیدونکی له نورو انسانانوڅخه ځمکه اواسمان توپیرلری په نرخ کی مونږته د خلکوکتلوکی ،په ناسته ولاړه کی ،په سترګوکی ،په جاموکی ،په خنداکی اوپه هرڅه کی خبری وی او دا ټولی خبری ډکی له فتنواو بدبینی وی.په نرخ کی چی څوک غواړی ژوند وکړی د نرخ د اوسیدولپاره بایدځانګړی زده کړی ترلاسه کړی ترڅود ژوند په تمه وی. اوس راپه یادیدل چی موربه می کوم شهید ته دعا ته راتلله اود کوم شهید په ویربه یی مونږټول خوابدی کړوچی زمونږخپل شهید شوی .نرخ کی هرڅه توپیرلری د نرخ مسلمانی ،تربګینت،خپلوی،ناسته ولاړه یی ځانګړی دی د نرخ هره سیمه له یوچا سره ده برکلی د حزب اسلامی،لاندی کلی د اتحاداسلامی،پاس کلی د جمعیت اسلامی،بره کلاد نجات ملی ،د ملک کلاد حرکت اسلامی د پلویانوترمنځ سره ویشل شوی اوپه هرکلی کی د شهیدانو قبرونه اوجنډی پری رپي دلته کورپه کوربدی ده دلته ستره بدبختی ده.دلته د هرکلی مړی دوی ته شهید ده خود بل کلی مړی دوی ته مردار دی.د نرخ خلک شپه اوورځ لاس په ماشه دی،په نرخ کی ریښتینی خندانشته،په نرخ کی مینه اومحبت نشته دلته کورپه کوربدی ده.د نرخ ماشومان خندانکوی،د نرخ ښځی یوله بل سره خواله نکوی د نرخ ژوند بیل رنګ لری د غمونویی ډیرڅه شته چی یاد یی کړم خو پری خوابدی کیږم همدومره بس ده. خو دا چی په کابل کی امنیت په ټینګیدوشو له غمونو سره ډک بیرته کابل ته راستانه شوو او خوشحاله په دی ووچی ژوندی پاتی یوخود نرخ بدمرغی د هیرولونه وه.په نرخ کی ځوانان د بل چالپاره مری ،د بدیوڅښتن کیږی اوداچی دا((بل))څوک ده دا هم نرخیان نه پیژنی خو دوی پری ځانونه ختم کړل .زه نه پوهیږم د جګړی او وژلو ته چی نن په نرخ کی له دیرش کلونوراپه دیخوا روانه ده څه نوم ورکړم او زه په نرخ کی ریښتینی شهیدڅنګه پیداکړم ،زه په نرخ کی د کوم مشرومنم،زه په نرخ کی چاته مجاهد ووایم حال دا چی زماپه نرخ کی لا تراوسه چایوکارتوس هم په بهرنی کس نه دی شړلی زما د نرخی کارتوس په خپل سړی لږیږی خو زما مشرله ما څخه غواړی چی زه دی په سترنوم یاد کړم .نن نرخ له سیالانو وتلی ،نن نرخ زخمی ،زخمی ده،کورپه کوربدی ده.د نرخ له جګړی دینی علما،قومی مشران،تش په نوم جهادی مشران،پخوانی حکومتی چارواکی اوسنی حکومتی چارواکی ټول خبردی خوهیڅ څوک د نرخ په حال ځان نه خوابدی کوی ځکه نورو ته دا ویر پردی دی.((زه پوهیږم چی په نرخی ټولنه کی د ریښتیاویلو نارینه مور نه زیږوی که کوم یو هم ناڅاپی وموندل شی ډیر ژر یی له منځه وړی خو زه په خټه،په وینه،په تذکره او په اصلیت کی نرخی یم زه د خپل ولس په د بی ځایه وژلو،ټپی کیدلو،ورانیو،بدیو ځوریږم .زه له د باندینیوسوچه پښتنو غواړم چی د نرخ ویر د ځان وبولی او یوه داسی لاره ورته پیدا کړی چی نور زمونږ نرخیان هم وخاندی ،سر اسکی وګرځی ،نورد نرخ په نوم له چاڅخه پری ونه شرمیږی.))یا الله مونږهم سیالان یو او ښه سوله یزژوندانه حق پرتالروته په نرخ خپل رحم وکړی.