د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته په هیچا باور نشته

عبدالواحدتابع 18.05.2015 12:04

ګران هیوادافغانستان کلونوجګړو وخوړ هرڅه یی د غم کندی ته وولیدل او د هیواد هرڅه یی له صفرسره ضرب کړل.جګړه هغه ستره بدبختی چی دیوه هیواد هرڅه له ځانه سره ختموی او دا مونږافغانانو په سترګوولیدل.داجګړه چی د ستروقدرتونوترمنځ وه چی زمونږهیوادیی ډګروګرځید.زمونږ د خلکو مینه،ساده والی،افغانیت،غیرت اوځانګړی فرهنګ یی پای ته ورساوه مونږیی وخوړو او په نشت کی یی راوستلو.د نړی انسانان ټول په دی باور لری چی ټاټوبی یا هیواد یی دوی ته د مور ځای لری هغه ځکه چی په غیږه کی یی پیدایښت ،سترتوب،خپلوی،دژوندانه پیل ،راشه درشه او هرڅه تړل شوی او ژوند یی ورسره غوټه وی چی په همدی سره همدا ټاټوبی یی په خپله غیږه کی ساتی.((یعنی چی مړشی نوخښ شی.))زمونږ د خلکو چی ریښتینی ساده والی اوصداقت یی یوه ښه بیلګه وه دهمدی ښکار شول.له بده مرغه دلته دین خلکو ته له نیکونو میراثی پاتی او په ډیره ایمانداری سره یی منلی او پری باوری ول او دی . هرڅه چی ملاصیب ویل هغه به منل کیدل اوسرومال به یی د ملاصیب د فیصلی څخه قربان کاوو.په همدی کی د خلکو د ژوندانه د پرمختګ مخه د ملاصیب فیصلونیولی وه .خو دا کارله پخواڅخه له د باندی څخه پلان شوی وه.هغه واکداران د وخت چی د سیمی ،ولسوالی،ولایت او هیواد واک یی په لاس وونه یی غوښتل چی ولس یی پرمختګ وکړی،ویښ شی او په سیالانوکی سیال شی هغه ځکه چی د خلکو ویښیدل او ترقی د دوی واک ختماوواو بیایی نشو کولای چی پری حکومت وکړی. چی په همدی سره یی د ولس له پاکی او ساده ګی ګټه پورته اوپه خپلومنځوکی یی سره واچول او د ستروقدرتونود جګړی لپاره یی خپل ساده ولس د تباهی کندی ته وغورځاوه.د جګړی په ډګرکی دواړوخواووته افغان وژل کیدو،ټپی کید او ټول هیواد سوراور ګرځیدلی وو خو خدای شرمولی مشران د خیرپه غونډی ناست او لوبه یی د خپلوبادارانو په امر ګرمه ساتله.د هیواد شتمنی ،د خلکوساده ګی او صداقت یی د خپلوغوښتنوقربانی کړ.جګړه ورځ تربلی ګرمیده ،وژل،ټپی کیدل د ژوندانه برخه ګرځیدلی او خلک ورسره عادی شوی ول ځکه چی نوره چاره نه وه.د جګړی دواړو ښکیلو ډلو خپلوجګړوته نوم ورکړی وو یوی ډلی جهاد او بلی ډلی د هیواد څخه ژغورنه .خو بادارانو یی ترمخه د دوی په منځ کی د نفاق تخم کرلی وو او کله ناکله به جهادی ډلی په خپلوکی سره ښکرپه ښکراو یو بل به یی وژل او د هرتنظیم ملا او مشر به یو د بل په ډله د حق ناری وهلی او خپله ډله به یی ښه او په بله به یی ټاپه لګوله.د قدرت په دی جګړه کی د یوه ستر قدرت (شوروی اتحاد)ښکرمات او په ګونډوشو.او دروغجنوته زمینه برابره اوښکیلی ډلی سره کیناستلی او واک یی په ګډه سره ونیو.خو وخت لا نه ووتیرشوی چی د قدرت ټیکه دارانوپه خپلوکی جګړه پیل د هیواد شتمنی یی ټوله تر خاورولاندی کړه. هیواد او ولس یی ګدایی ته محتاج کړ.ساده ملت لا اوس هم ویده ده او د واک ټیکه داران یی په سرلوبی کوی.د واک ټیکه دارانوهغه څه روا وبلل چی د ځنګله څناوروهم نه وو کړی.خلک نور له جګړی ډیر ستړی شوی او پرته له دی چی خدای ته زاری وکړی نورڅه تمه یی نه درلوده او د سولی او ورورولی غوښتونکی ول.د دوی په وړاندی ملا راپیداشو او ورک یی کړل اومیدان ته ملا راغی واک یی ترلاسه کړ،ملازور پیداکړ.د خلکوملا ته ډیره تمه وه او خوښی یی کوله چی اوس نو ولس او هیواد وژغورل شو واک ملایانو ترلاسه کړی او د دوی ناری او ادعاوی یی په زړه دی چی ویل به یی مونږ د نبی (ص)وارثین یو او د هغه لاره تعقیبوو.خو هغسی نه وودوی د نبی(ص)وشرموی لکه چی ویی شرمول .دوی ترټولو ډیر د واک تږی ول ،دوی ترټولو ظالم او خونخواره ول.اوس نو یوه ګټه ولس کړی چی ټولی ډلی یی وازمویلی ا و د ټولو واک یی تجربه کړاو هریو اوس دا وایی چی افسوس مونږ وغولیدلو.تاریخ ړوند نه دی هرڅه ثبتوی. پاڼه واوښتله او دا ځلی د قدرت ټکیه داران یی ټولی د تریوه چت لاندی د دیموکراسی تر نامه لاندی راوستل او د ولس واک یی په ګډه سره په لاس کی ونیو.د واک ټیکه دارانو د خپلو بادارانوپه لمسون نوی لوبه پیل او بیایی د ولس د له منځه وړلو نوی ډرامه پیل کړه.اوس نو ولس هیڅ نشی کولی دوی ګروګان دی هره فیصله د ژوندانه یی د دوی په لاسونوکی ده.د نړیوالوپریمانه مرستی ،حکومتی ځمکی،حکومتی ځایونه،غصب،رشوت،ترور،انتحاری،بمی چاودنی،د خلکوحلالول ،د ښوڅوکیوواکداران دا ټول دوی دی .دوی په اصل کی هیڅ ستونزی نه لری ،دوی سره جوړ دی پلمه ولس ته ده چی څنګه یی له منځه یوسی،مال یی لوټ کړی اود خواری کندی ته یی کینوی ترڅو د دوی واک تل پاتی وی.اوس نو دوی ښه ماړه دی هرڅه لری اود هرڅه خاوندان دی .دوی اوس داسی شته ځای کړی چی په پیړیو،پیړویی نشی خلاسولی .اوس نو دوی خپل ډول ته اتڼ نکوی اوس دوی د خپلو بادارانوپه ولکه کی دی د هغوی ډول ته نڅاوی کوی.اوس نو اصلی خبره دا ده چی ترماپوری ټول ولس ښه پوهیږی چی تعصب،چور،چپاول،غلا،رشوت،جاسوسی،هیوادسره جفا،ولس سره جفا،وژنه ،ورانول دا ټول هغه څه دی چی هم د انسان حیثیت تباه کوی او هم په نړواله کچه د هیوادنوم تباه کوی خواوس رواج ګرځیدلی او ټول یی کوو.اوس نوزمونږ نوم په نړیواله کچه د خدای شرمولوواکدارانوصفرکړ.همدی ډلوټپلوخلک ژوندی ترخاورولاندی کړل،فابریکی ،ملی تاسیسات،ملی شتمنی یی ټوله لوټ کړه،دولتی ځمکی ،ځایونه ټول دوی ونیول،تعصب د دوی زیږنده ده،واک د دوی ده،بدماشی دوی کوی،چورچپاول،غصب،رشوت او داهرڅه دوی کوی خو هیڅ څوک نشی ورته ویلی چی دا کارقانونی نه دی هغه ځکه چی دوی دا د ځان حق بولی او که چا ۴نیوکه وکړه نو د دوی په نزدهغه ملی خاین او مړد شی.