د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږتش په نوم انسانان یو!

عبدالواحدتابع 19.07.2014 15:43

د نړی په خاورینه کره کی مونږهم هیواد لرونوم لری، جغرافیایی جوړښت لری ،پلازمینه لری،خلک پکی ژوند کوی د ډیرو ستروخبرواوافتخارونو او لاسته راوړنوڅخه ناری او سوری وهی د نړی له خلکوځانونه ډیر پورته اوله مسلمانانو د نړی څخه ځانونه سوچه اوپیاوړی بولی.حال دا چی هیڅ هم نه یو مونږ سره له ډیرو نارو اوسورو څخه تر دیدمه نه ځان پیژندلی اونه هم بل .نړیوال د ځان اوخپل هیواد د ابادی لپاره کار کوی او مونږد ځان د ورکی اوتباهی لپاره لاس په ماشه ناست یو.د دی هیوادعجیبه خلک دی له کله نه چی یی ښی اوکیڼ لاس پیژندلی جګړی دی ،وژنی ،چور چپاول،یود بل سپکه،ټاپی وهل یوپه بل اوداسی نوری بدبختی خوپکی لویږی،ځوان شی او مخ په زړیدوخوهیڅ ترینه عبرت نه اخلی.دوی یوپه بل بیلابیل نومونه ږدی،یوبل په بیلابیلونومونوسره له منځه وړی خپل تربور،ملګری،خپلوان،ګاونډی،سیال او شریک په بیلا بیلونومونوسره بدرګه کوی کله(مجاهد، کمونست،اشرار،طالب،شروفساد،القاعده اوتروریست،یهودی اونصارا)باندی یاد کړی کله پری فخروکړی او کله پری وشرمیږی کله بریتورشی کله ګیرور،کله سرتورسر،کله پکولی اوکله به لنګی اوکله هم قره قل سرته کړی اوپه همدی کی ژوندکوی.داخلک زاړه شی خوهوښیارنشی هغه ځکه چی په کوپړی کی څه نشته د بل چالپاره پیداشی،د بل چالپاره سترشی ،د بل چالپاره وژل کوی اود بل چالپاره ژوندکوی او مری.هریویی وایی زه اتل یم زمامینه له توپک او وژلوسره ده زه میړنی د زمانی یم. د پام وړخبره خوداده چی هره ډله کی د علماوولپاره څانګی دی اوپه ډیره درنه سترګه ورته کتل کیږی اوخبری یی اوراخلی اود هری ډلی ملاخپل ،تنظیم،حزب ،ډله له بل څخه سوچه اوپه ځای بولی اود بلی ډلی په ضد د جګړی اوجهاد فتواډیره په اسانه اوساده ګی صادروی په هروخت کی ملاصیب بیلابیلی فیصلی ورکوی او د جنت زیری خپلوپلویانوته ورکوی کله د سړکونو،پلچکونو،ښوونځیو،ورانول ورته ښی کله د خلکووژل په ډزو،کله په ماین کیښودلواوکله هم په سرپری کولوورته روا کړی اوښکیلی ډلی یی هم ترسره کوی ترڅوجنت خپل کړی. خو له بده مرغه لاتراوسه پوری د هری ډلی وسله وال یی د(مستحب،سنت،واجب،فرض)په ګټه اوتاوان نه پوهیږی اما ناری یی له هرچاپورته دی اوهیڅ کس څه نشی ورته ویلی ځکه نوم یی ګټلی اوتوپک لری. نښه د توپک بل ورته په ګوته کوی اودوی یواځی ماشه کشوی اوختمول کوی کارتوس پردی دی خو پری د خپل هیواد وطندارپه بیلا بیلو نومونوسره وژنی ،سپکوی یی ،یوپښتون ختموی ،یوتاجک،یوازبک،یوهزاره،یوترکمن،یوپشه یی،له منځه وړی ،کوریی ورانوی اوخوند پری اخلی ترڅو یی بادارچی نه یی لیدلی ،نه یی پیژنی خوشحاله شی .د پام وړخبره خوداده چی هره ډله تربلی ځان ښه مسلمان ګڼی اود ضرورت په وخت کی د نه لیدل شوی باداریی چی خوښه شی له بلی ډلی سره یی په جنګ کړی اوجګړی ته یونوم ورکړی خوبادارچی وغواړی بیرته همداډلی سره یوځای کړی اوتیرپه هیرهیرپه تیرکړی.خوحیف چی دابرخه خلک د دی خاورینی برخی د چک چکوخلک د ی هرچاچی ښه ډول ورته وواهه هغه ته ښه اوړی اوښی چک چکی ورته کوی.
((یارب زمونږد هیوادعلماووته هدایت د نیکی وکړی چی زمونږهیوادوال ښولاروته وهڅوی د دی خاوری ټول قومونه چی د کلمی ورونه دی سره متحد کړی د دی خاوری خلک نورله جګړی ستړی دی سوله غواړی.))