د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لطيف پدراموف د خطاب په ځواب کې

محمدکريم نور 31.01.2015 12:43

ته چې دومره سپين سترګی شوی چې د اته ميليونو افغانانو رايې ، دولت او اساسي قانون باطل ګڼي، نو زه به يې هم په ډانګ پويلې درته ووايم، که څه هم چې له تا سره ځان نه سموم، خو د دې اجازه درکول هم له وطن او خلکو سره خيانت دی چي خوله دې په سوک سمه نه کړم.

په اساسي قانون ګيله نه لري، بلکې ګيله دې په پښتو ده چې ولې د يوه ژوندي او سرلوړي ملت د ژبې په نامه ياده شي . دا هم ستا نظر نه دی، بلکې ستا د بادرانو تصميم دی چې د پښتو مېړانه پټه او د دوی په بلهاريو او حماسو کې تا غوندې مجهول الهويته هم شريک کړي .

پښتو د هغو کسانو ژبه ده چې ستا نيکونو ته يې په غېږ کې ځای ورکړ، په پت او عزت يې کړ، د شرق، شمال، غر ب او جنوب له يرغلونو څخه يې په امان کړل . نو که پښتو د افغانستان د ډيرکيو ژبه نه وای، نو بيا به تا يا ستا نيکونو په همدې وطن کې خپل عزت په خپله ساتلای وی، يو نوم او يا يوه کارنامه به يې پريښي وای . پښتنو به ستا د ساتنې لپاره هېڅ بلهاري نه وای ورکړې . که داسې څوک په تاسې کې پيدا شوي وي چې د يوې ورځې لپاره يې د دې وطن خاوره ساتلې وي، نو مهرباني وکړه نوم يې واخله . که د پښتنو بلهاري نه مني، نو خپل نوم ته پام وکړه . که همدې پښتنو نه وی ساتلای، نو نن به دې نوم پدراموف وای .

داچې د اوطن د پښتنو دی، ډېرکي پښتانه دي، سياسي، حماسي، دفاعي او د سنګر ژبه پښتو ده او د اوسني ژوندي ملت بنسټ پښتانه جوړوي، نو مالومه ده چې ملي اصطلاحات هم په پښتو دي او بايد چې همداسې پاتې شي. خو دا پوښتنه هم را ته پيدا شي چې ته به ملي اصطلاحات پېژني که نه؟ د ملي اصطلاحالتو په مانا که پوهېدلای يا همدا ملي اصطلاحات درته په ريښتيا پردي ښکارېدلای، نو د ډاکتر نجيب په وخت کې خو د يوه اخبار مشر هم وي، هغه وخت به دې نيوکه کړې وای . تر هغې وروسته د شورای نطار د شغالانو په دوره کې دې هم غږ اوچتولای شوی . هغه وخت څه بلا وهلی وې؟ ډاډه يم چې هغه وخت دې پړۍ په غاړه کې نه وو پروت او چا هرې خواته نه کشولې، بلکې د يوه افغان په توګه دې ژوند کوه .

نن چې کومې رمباړې وهې، دا ستا اندواند نه دی، دا ستا د بادارانو پلانونه دي چې د يوه مظلوم ملت په وړاندې دې غپوي . که همدا خپل خطاب دې ولولې، نو پوه به شې چې يوازې او يوازې له پښتنو او پښتو سره مخالفت لري . که ريښتيا متمدن او صالح انسان وای، نو هر چا ته به دې دا اجازه ورکړې وای چې په خپله ژبه او په هغه ژبه وغېږيږ چې زړه يې وي . ته چې په صلاح الدين رباني له دې امله نيوکه کوي چې ولې يې خپله وينا په پښتو پيل کړه، نو خپل نقاب دې اوچت کړ او خپله اصلي څېره دې وبريښوله . پښتانه مشران له پېړيو راهيسي په دري ژبه خبرې کوي، شعر وايي، ويناوې کوي، د ورځني ژوند يوه برخه يې ده، نه يې ځان سپک وګڼلو، نه بل چا سپک وګڼل او نه هم له خپل اصليت څخه لرې يا په شا شول . خو نن چې صلاح الدين ګوډه ماته پښتو پيل کړه، تا ورته د منافق او فرومايه خطاب وکړ .

پښتانه چې د ملي ورورۍ لپاره ستا غوندې ملعون، فاشېست، مفسد او منافق انسان شتون زغملی دی او زغملای يي شي، نو ته هم بايد په خپله خوله کې د ګاونډيو او زموږ د عزت او د خاورې د غليمانو سپي ونه تړي او دا اجازه ورنه کړي چې ستا په خوله وغاپي .

پښتو ژبه له پينځو زرو کلونو څخه د دې وطن لمړی ژبه ده او لمړۍ ژبه به يې پاتې شي . بهرنيان ان له پېړيو راهيسې پوهېږي او ډاډه دي چې پښتو د دې وطن ژبه ده . نو د خپل پوچ خيال پر ځای يو بل خيال پلو ووهه چې خوله دې غوړه شي .

څو کاله وړاندې دې په امير امان الله خان لعنت ويلو چې د شمال ولايتونو ته يې پښتانه راولېږل. له همدې امله په خوست کې يې ستا په سره دوه لکه ډالره جايزه کېښووه. يوه مياشت به نه کېږي چي په هالند کې دې "شورای سرتاسري تاجکان" جوړه کړه. خو ښاغلي صلاح الدين رباني ته په خطاب کې وايي چې :
سمت و ولایت هم نمی شناسم. خویش و قوم هم نمی شناسم!

اوس نو خپل منافقت، رذالت، بې ننګي، دروغ او فاشېزم په خپله تول کړه او دا راته ووايه چې منافق، فاشيست، غلام، او فرومايه ته يې که صلاح الدين رباني؟

د لطيف پدرام وينا په لاندې فيسبوکي پته او سرليک لوستلای شئ :
Latif Pedram III
خطاب به صلاح الدين رباني