د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلي کرزي سياسي ميراث

محمدکريم نور 18.09.2014 18:05

د بن کنفرانس لا روان وو، د لويديځ ګډونوالو داسې تمه کېده چې ښاغلی کرزی به د افغانستان د روانې لانجې حل ته تر ټولو ستر انتخاب وي . د همدې تمې (چې ريښتينتيا يې ډيره کاواکه وه) له امله يوه ژورنالېست (زما يې نوم هېر شو) ښاغلي کرزي ته د "لويديځ شهزاده" نوم ورکړ . اوس دا دي ديارلس کاله کېږې چې ښاغلی کرزی واکمن پاتې شو . خو دا چې واک يې څومره وو، بله پوښتنه ده . اوس زباد شوه چي ښاغلی کرزی ريښتيا هم د لويديځ شهزاده وخوت ځکه چې د خپل واک د ساتلو لپاره هر څه ته تيار شو، هر څه يې د خپلو همفکره او د وطن د غليمانو د خوښۍ لپاره قرباني کړل .

ښاغلی د مظلوم ولس، په تېره پښتنو په رايو ولسمشر شو، خو په کړن کې يې د شمالي ټلوالې د يوه ټيټپوړي مامور واک نه درلود. ده د سياسي مصلحت په پلمه هېوادپال، روڼ اندان، نظامي مسلکي بې پلوه افسران او د استخباراتو مامورين لرې کړل يا يې په لرې کولو سترګې پټې کړي . د خپلو سياسي معاملو پر بسنټ او د ولسمشر د نامه د ساتلو لپاره يې هېواد د يوې نامالومې راتلونکې پر لورې روان کړ .
همدا د ده سياست وو چې جګړه بيا په هر کلي او ښار کې پيل شوه، په ټول افغانستان کې يې پراخه او نوې بڼه واخېسته . هېوادپال مشران اوا پوهان، په تېره پښتانه په هر کوڅه، کلي او ښار کې ترور شول . ښاغلي کرزي داسې کسان په واک راوستل چې په خپله ټوله مجموعه کې تر يو څو خونکارانو او غلو څخه بل شی نه ول او نه به ترې جوړ شي . خو داسې کسان يې په يوه او بل نامه له واک لرې کړل چې په ريښتيا هم د وطن غم ورسره وو . ولې؟

ښاغلی کرزي ان له پيله نه دا وړتيا دردلوده او نه هم دا لېوالتيا چې افغان مظلوم ولس ته د بريا، سوکالۍ او سولې زېری راوړي . په دې دريالسو کالونو کې ده يوازې خپل ځان وساته، خپل وروڼه يې ماړه کړل او د وطن غليمانو (شمالي ټلوالې) ته يې يو تلپاتې واک او غم راوړونکي سياسي پوهه ورکړه. له خروانۍ څخه يې ميلياردران کړل .

د ښاغلي کرزي تر ټولو ستر خيانت د شمالي ټلوالې د وړو او زړو په واک راوستل وو . دا دي اوس شمالي ټلواله دومره واکمنه شوې ده، دومره په توطئه، خون، ترور، لانجو او سياست کې پخه او تجربه کاره شوه، چې څلورو کسانو يې ټول افغان ولس يرغمل نيولی دی . که داسې نه وي، نو عطامحمد او امرالله صالح به څه شی وي چې سياست وکړي، عبدالله به څه وي چې ولسمشر شي؟

ديارلس کاله تېر شول، خو لويدځ شهزاده له خپل ولس څخه همداسې ناخبره پاتې شو لکه څنګه چې راغلی وو . که يې د ولس غوښتنې او مجبوريتونه پېژندلای، ښايي چې ځواب يې ورته ويلای وی . که يې ځواب نه شوی ويلای، ښه به يې دا ګڼلې وای چې له ولسمشرۍ څخه تېر شوی وای، خو ده غوښتل چې يوازې د ولسمشرۍ لقب وساتي او بس .

د ښاغلي کرزي سياسي ميراث د وېر، جګړې، درغو، سياسي مصلحت، له وطن او ولس سره د دوښمنۍ څخه پرته بل شی نه دی . که ښاغلي کرزي په همغه لمړيو ورځو په خپلو لويديځو اشنايانو زور راوستلای وی چې د شمالي ټلوالې غله او داړه ماران يا يابو کړي يا به دی (کرزی) استعفا کوي، ډاډه يم چې دوی به يوه لار ورسره کړې وای . د شمالي ټلوالې واک او اختيار به يې ډېر کم کړی وای . خو ښاغلي کرزي همدا هوډ کړی وو چې شمالي ټلواله په واک وساتي . څه به شوي وای چې ښاغلي کرزي استعفا کړې وای؟ جنګ جګړې خو اوس هم ټول افغانستان په خپله لمبو کې رانغښتی دی . د ښاغلي کرزي سياسي ميراث يوازې يو شی کيدای شي : يوازې پراخه نوې جګړه او بې شماره لوېدلې ککرۍ .