د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکتر صاحب اشرف غنی په هکله د ارګ یوه قیصه

انجنیر سید احمد شاه سادات 04.08.2014 12:22

د ۲۰۰۲ کال د اپریل میاشت وه ، زه او د افغان بیسیم د دولتی ارتباطاتو پخوانی ریس ښاغلی رامین ارګ ته ولاړو چه تر څو هر وزیر ته مبایل ورکړو. د خارجی محافظینو له تالاشی او د سپيو پواسطه د اجناسو له بوی کولو وروسته د وزیرانو د شورا د جلسی خونی دروازی ته ورسیدو.
د دروازی ګارد مونږ ته وویل چه جلسه دوام لري، او منتظر اوسۍ.
د لږ انتظار وروسته جلسه ختمه شوه او د جلسی ناستو وزیرانو ته دا وویل شول چه تاسی ته مبایلونه راغلي دي.
د جلسی د خونی د ور له پرانستو سره خو اول کرزی صاحب راووت د ستړی مشی وروسته  یی وویل څنګه یی ځوانه شه یی څه مو راوړی دي. ما ورته د مبایل سیټ ور وړاندی کړ او د افغان بیسیم د ارتباطاتو ریس ورته وویل چه دا فورمه د ثبت ده.
کرزی صاحب مبایل واخیست او ویی کاته ویی ویل چه کار کوی؟ مونږ ورته وویل چه بلی هو، په حرکت وو او د جلسی خونی اړخ ته په زینه پورته وخوت، مبایل او فورمه یی ورسره ولاړ سکرتر ته ورکړل.
نور وزیران سمدستی هم راووتل. مونږ سره تقریبآ ۳۰ مبایله په بکسو کی بند وو، د وزیرانو په وتو سمدم چور شروع شو او دوی دا فکر کاوه چه خلاص نشي او بی برخی پاتی نه شي. د افغان بیسیم دولتی ارتباطاتو ریس ورته غږ کړ چه صبر کوۍ هر یو ته مو یو یو دانه راوړي او ټولو ته رسي. په دی سره د وزیرانو ټیل لږ کم شو. ټولو وزیرانو یو یو سیټ او فورمه واخیسته، چه ګورو یوه فورمه او سیټ پاتی شو. او دا د ډاکتر صاحب اشرفغنی وه.
پوښتنه مو وکړه چه ډاکتر صاحب اشرف غنی چیری دی، یو تن وویل چه هغه اوس هم د جلسی په خونه کی دی. ورته ورغلو ګورو چه څه ورقی یی د میز پر مخ پرتی دي او هغه لولي، نو مونږ ورته د روغبړ نه وروسته فورمه او مبایل سیټ ور وړاندی کړ.
ډاکتر صاحب اشرفغني وویل چه دا څه دي؟ د افغان بیسیم د دولتی ارتباطاتو ریس ورته وویل چه صیب دا ستا مبایل او فورمه د ثبت ده.
په تعجب یی وویل چه رشوت راکوۍ، د افغان بیسیم د دولتی ارتباطاتو ریس ورته وویل چه نورو وزیرانو هم اخیستی دي، ویی ویل د هر چا خپل کار دی خو زه یی نه اخلم. ځکه چه که زه په دی موقف کی نه وای نو آیا تاسی به ماته دا سیټ راکړی وای؟ بس چه هر څومره ورته وویل شول چه رشوت نه دی وایی خله خو ویی نه منله او وایی نه خیست. دا مفتی د وزیرانونمری د ۰۷۰۰۲۷ څخه شروع کیدل او ډاکتر اشرفغنی دا نمره نه لري.
چه کله راغلو د افغان بیسیم دفتر ته نو د افغان بیسیم مالک الحاج احسان الله بیات ته مو کیسه وکړه چه ډاکتر صاحب اشرفغنی د مبایل سیټ وانه خیست. هغه سمدستی چه په خوا کی یی یوه ټاپه ایشودی وه په ډاکتر صاحب اشرفغنی یی ور خطا کړه او ویی ویل چه ما میفهمم که چرا نه ګرفت این افغان ملتی است و از دانش بوی افغان ملتی میایید ....
بیا څو ورځی وروسته د ډاکتر صاحب انورالحق احدی دفتر ته چه په هغه وخت کی د افغانستان بانک ریس وو د هغه د لیدو لپاره ولاړم، ډاکتر صاحب انورالحق د مبایلو څخه خبر شوی وو او ماته یی وویل چه ټولو ته مو مبایلونه ورکړل او زما مو څه کړ. ما ورته وویل چه هغه صرف د وزیرانو لپاره وو، ډاکتر صاحب په ځواب کی راته وویل چه زما پست خو هم د وزیر څخه کم نه دی، بیا هماغه وو چه بیا د افغان بیسیم ریس ورته د مبایل سیټ ورولیږه.
 نو ماته داسی معلومه شوه چه ډاکتر صاحب اشرف غني واقعآ چه پاک نفسه سړی دی. په هغه وخت کی دا دومره جدي وو او د وزیر په حیث یی یو مبایل سیټ چه یی ورته اړتیا هم وه وایی نه خیست. او اوس خو ننی وزیران هغه د مرحوم مولوی صاحب خالص خبره چه اوښان وهي په بډه.
والسلام
انجنیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتی علومو ماسټر او متحصص