د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوروز که ارګ روز

انجنیر سید احمد شاه سادات 29.03.2014 15:10

د انتخاباتو د ورځی له راتلو سره د هیواد په کچه امنیتی ستونځی مخ په زیاتیدو دي او هره ورځ د مخالفینو لخوا حملی تر سره کیږی چه تر څو عوام وډار شي او په انتخاباتو کی ګډون ونه کړي.
ددغه بی امنۍ سره سره چه د ارګ واکمنو کومه فیصله د کال د نوی ورځی په هکله کړی وه د ملت په ګټه نه بلکه بی انصافی وه.
۱ د افغان زوریدلی ملت دومره د اقتصادی او امنیتی ستونزو سره مخ دی چه د نوروز لمانځلو ته تر اوسه نه دی تیار.
۲ نوروز کوم اسلامی تاریخچه نه لری او دا چه څومره ماته معلومات دی د زردشت علیه لعنت د زیږیدنی ورځ پوری تړاو لري او د بل دین د ورځی لمانځنه په اسلامی هیواد کی حرام او یو بدعت دی.
۳ هغه ګاوندي هیوادونه چه یی لمانځي هلته د زردشت اتش پرستان اوس هم شته او ممکن د هغوی د مذهبی ورځی د تجلیل لپاره یی لمانځی چه د افغانستان پوری تړاو نه لري.
۴ هغه ملیونه ډالر چه د پغمان ماڼۍ د جوړیدو لپاره د تیرو دوه کلونو څخه ځانګړی شوی او مصرف شوي دی پر هغو پیسو د افغانستان ۱۵ زره بی وزله کورنیو د یوه کال مصرف پوره کیده. او دغه پیسی په داسی ناکامۍ مصرف شوی چه د اصلی موخی لپاره یی د پغمان ماڼۍ نه شوه اماده کړای.
۵ د هیواد په داسی حساس وخت کی پنځه ولسمشران پارټۍ ته دعوتول او بیا په ازاده فضا کی د امنیت له ویری د پروګرام محدودیت صرف تر ارګه، دا پخپله د شرم او عار ځای دی چه ګاونډیو او نړیوالو ته یی ښایو چه دغه دی پس له دولس کالو او د ۴۰ هیوادونو د عصری لښکرو په موجودیت کی اوس حتی د یوی داسی ورځی چه مونږ حاکمه ډله یی ملی ګنو په درست افغانستان کی یی نه شو تجلیلولای او حتی د پغمان ولسوالۍ ته هم نه شو تللای او اوس د ارګ پوری محدود یو.
نو ایا دا پخپله د خپل عار بربنډول نه دي؟ آیا ددغی ورځی مانځل دومره لازمی وو چه ۵ ولسمشران مو وغوښتل او په ارګ کی مو قید وساتل، ګرانه ولسمشره تاسی تری څومره خوند واحیست او ستاسی میلمنو تری څومره خوند واخیست؟ بس چه خدای دی درته لري چه ښاغلی سپنتا صیب چه هر څه درته ووایی همغه کوی. زه دومره ویلای شم چه دغه مشوره درته ناسمه درکړل شوی وه. مصرف دی وشو میلمه دی عذر نه شو او د هیواد په اړه منفی ذهنیت خپور شو او صوابی کار هم نه وو چه صواب دی شوی وای.
ګرانه ولسمشره لږ ووځه خپل د افغانستان په اتباعو وګرزه او لږ تری په احوال ځان مستقیمأ پوه کړه، او که دا نه شی کولای او په تیرو ۱۲ کالونو کی دی ونه شول کولای نو په دی پوه شه چه د ستا او د ستا د ډلی او د ملت په منځ کی ډیر واتڼ دی او همدغه ۱۲ کاله بس دي او د موجوده نظام د غزیدلو کوشش مه کوه او پریږده چه د ارګ چاری بل څوک چه په دغه ملت یی زړه دردیږی سمبالی کړي.

وما علینا الی البلاغ