د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی ټیکنالوژي او ګوجي

انجنیر سید احمد شاه سادات 13.02.2014 11:41

د نوی ټکنالوژی په برخه کی ورځ تر بله نوی شیان بازار ته وړاندی کیږی.
چه یو له دغو نوی شیانو څخه د لیری فاصلی څخه د کور او د دفتر د دروازو کنترول دی.
د امریکی د سن فرانسیسکو د ایالات یو شرکت بازار ته یو داسی آله چه ګوجی نومیږی راوړاندی کړی ده.
دغه آله د ډی قسم قلف سره نښلول کیږی اودغه آله د وایفای او بلوتوت له لیاری د انټرنیټ سره وصلیږي. دغه آله کوچنۍ کمره، مایکروفون، لوډسپیکراو ډیجیټل شیشه هم لري چه د کور خواته د چا د راتلو په وخت کی دغه آله د هغه شخص انځور اخلي او د کور خاوند سمارټ مبایل فون ته یی لیږدوي. د کور خاوند بیا د خپل سمارټ مبایل فون د لیاری کولای شي چه دغه شخص ته د کور دروازه ورخلاصه کړي او یا د مثال په ډول ورته ووایی چه وروسته راشه. چه هم ورته په لیکلی بڼه او هم مستقیمآ د نصب شوی آلی د لیاری ورسره خبری کولای شي.   
په اروپا کی د انسان ژوند دومره مصروفه وي لکه د یو ماشین، او ځینی کسان خو بیا دومره وخت هم نه لري چه تر کوره د ورتلو پوری د یو څه د استعمال لپاره صبر وکړي. نو په همدی ترتیب د مارکیټ د ضرورت پر اساس ځینو شرکتونو په پرمختللی نړۍ کی د کور ټول سامان آلات لکه د پخلي نغری، یخچال، د کور د کړکیو پردی، د جامو وینځلو ماشین او داسی نور آلات د لیری فاصلی څخه کنترولیدونکي جوړ کړي دي.

والسلام