د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتنو ته یو څو ټکي پیغام

انجنیر سید احمد شاه سادات 21.10.2013 19:14

حقیقت ویل ډیر ترخه دي
څه موده وړاندی د پښتنو پر ضد د سید انور سادات په نوم د ازبک قام یو استازی په ولسي جرګه کی یو څو نیوکی وکړی او د پښتنو پر وړاندی بد الفاض یی استعمال کړل.
له ده سره سم په شرقي او جنوبي ولایاتو او په درست افغانستان کی د انور سادات پر ضد غبرګونونه راوپاریدل. ځینو د سادات د محاکمی غوښتنه درلوده او ځینو د سادات ممنوع الخروج غوښتل. همدا راز په پښتنو سیمه کی لاریونه هم تر سره شو چه کافي اخوډب پکی د پولیسو او لاریون کونکو تر منځ رامنځ ته شو، غالبآ د پښتنو شتمنۍ ته هم زیان ور واوښت.  مګر په نتیجه کی پښتنو او د پښتنو شتمنیو ته د اضافه ضرر څخه  پرته سادات ته هیڅ ضرر ونه رسید.
راځۍ چه لږ حقایقو ته نظر واچوو. آیا دا دری لسیزه د پښتنو په کور ماتم نه دی؟ آیا پښتانه ټول بیسیواده پاته نه شول؟ آیا دواړه خواوی چه په هر نوم وی پښتانه نه مري؟ آيا د پښتنو کورونه، مالونه سرونه تباه نه شول؟ آيا همدا پښتانه د پاکستان، امریکا، روس او ایران لپاره جنګ نه کوي؟ آیا همدا یو پښتون بل پښتون نه وژني؟ او د پښتون وژنی لړۍ همدا په پښتنو سیمه کی په درز روانه نه ده؟ نو چه داسی وي او د دولت په راس کی هم پښتانه وی نو بیا حتمآ د سید انور سادات پر شان یو کس پیدا کیږی چه پښتون ته جاهل ووایی چه خپل د کلی مکتب او جومات سوځوی او ورته تروریست وایی چه خپل پښتانه بی ګناه عوام وژني او مفسید ورته ووایی چه د دولت په راس کی وی او په ملیونه ډالر د هیواد جوړونی پکی تريتم شو.
زه داسی یوی موقع ته انتظار وم چه یو لیکوال چارواکی یا میډیا به دا غږ را اوچت کړي چه راځۍ ورونو په دغه د ازبکانو د استازی سادات په خبره لږ غور وکړو چه آیا دا ناخوالی په مونږ کی شته او که نه؟ که وی نو څنګه باید ددی د اصلاح لپاره کار وکړو. ډیر وخت داسی وي چه خلک خپلو اشتباهاتو ته متوجه نه وي مګر تر هغی چه بل څوک یی متوجه کړي. او بیا د اصلاح د لیاری په لټه کی وي. متاسفانه په افغانستان کی داسی پروسی نشته. پکار خو دا وه چه د اصلاح لپاره یی کار شوی وی، میډا هم او لیکوالانو هم د پښتنو د پوهاوۍ لپاره مټی نغښتي وای. دا هم یو څرګند حقیقت دی چه د افغانستان  نور قومونه هم په فساد او  جهالتونو کی غرق دي خو د دغو بدبختیو نه د نجات تمه یوازی او یوازی د پښتنو نه کیږي. پښتون په افغانستان کی د یو مشر ورور حیثیت لري، د پښتون اصلاح د افغانستان د هر قوم اصلاح ده او بلاخره د ټول افغانستان اصلاح ده. او د پښتون تباهي او جهالت درست افغانستان تباه کوي. په افغانستان کس یو قوم به هم سمه ورځ ونه مومي چه تر څو پښتون قوم آرام او اصلاح نه وي.
افغانستان یو واحد کور دی او نور قومونه خو همداسی وی لکه په یو کور کی چه کشران د مشرانو په غفلت کی خپلی ګټی لټوي او چه څومره شوخی او خپل سري یی تر لاسه کیږی هغه کوي. مګر په یو کور کی اصلاح او نظم راوستل د مشرانو کار دی. دا د هر پوهه او با فکره افغان او په ځانګري ډول د پښتونو وظیفه ده چه د ټولنی د اصلاح لپاره کار وکړي او د ناخوالو د مخنیوی لپاره په ګډه کار وکړي. پښتانه باید له احساساتو کار وا نخلي چه د بل چا د ګټو په خاطر خپل ځان نور هم وځپي. یوازینۍ پدیده چه زمونږ په ټولنه کی ورسره په مشکلاتو کی مخامخ یو هغه د بیسوادۍ او ناپوهۍ توری تیاری دي چه د هغه مقابل کی د افغانستان ټول قومونه خصوصآ پښتانه باید په ګډه مبارزه وکړي.
د یو واحد او با ثباته افغانستان په هیله
والسلام