د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تور مخي پنجابي غوا یو ځل بیا لنګه شوه

انجنیر سید احمد شاه سادات 02.08.2012 00:44

له کومی ورځی چه افغانستان د جګړو په ناورین اخته دی د همهغه اولی ورځی نه پر پاکستان د ډالرو او د هغوۍ په اصطلاح د امدادونو باران شروع دی. د افغانستان له وجی پاکستان د اتومی اسلحی خاوند هم شو، ګنی اسراییلو او د امریکی متحده ایالاتو به هیڅکله هم پاکستان د اتومی تکنالوژۍ لاسرسۍ ته نه وایی پریښودلای. خو د ساړه جنګ شپی ورځی وی او د پاکستان پر اتومی پروګرام یی سترګی پټی کړی.
کمونست یی په مجاهد خرص کړ، مجاهد یی په طالب او طالب یی په سیکولر پراخ بنسټه ماټر یالستانو، او باقی به خیر غواړو چه څوک به په څوک خرڅوي. شمالی ټکواله خو لا یی صرف دوه اونۍ وړاندی یو ځل بیا په غیږه کی په را نیولو کړه چه د آینده پلانونو د پلی کیدو لپاره به یی په دا نوی ماشوم په دی جنګ ځپلي هیواد کی یو ځل بیا څه لوبی وکړي.
پاکستان کله هم ځان غولوي او کله هم جهان، مګر یو هدف یی چه د اوله تر آخره پکی تغیر نه راځی هغه ددوی اقتصادی هوس او بله د افغانستان په وړاندی ددوی کینه حسد او دښمني ده.
نن ورځ یو ځل بیا نړیوالی میډیا خبر ورکړ چه د پاکستان حکومت پس له ډیره ځنډه د ناتو د توکو هغه اکمالاتی لیاره چه دوی تړلی وه د یو لیکلی قرارداد پر بڼه تیره ورځ د امریکی د انچارچ د افیر ښاغلی هوګلند سره امظا کړ.
ددغه اکمالاتی لیاری د بندیدلو ښکاره علت د پاکستان د سلالي پر پوستی حمله وه خو په حقیقت کی پاکستان د ترانزیتی لیاری په بدل کی د ناټو غړو هیوادو څخه د لا زیاتو امتیازاتو غوښتونکی وو.
د همدغو امتیازاتو د تر لاسه کولو پر بنا بلاخره د امریکی متحده ايالات دی ته اړ شو چه د پاکستان د حکومت سره داسی یو تړون امظا کړی چه د هغی په بدل کی به امریکی متحده ایالات پاکستان ته د یو بلین ډالرو څخه زیات فوځی کومک ورکوی او دده سره سره به د هر کانتینر په سر ۲۵۰ ډالره د عبور ټکس پاکستان ته ورکوي.
همدا راز دغه قرارداد صرف د امریکی د متحده ایالاتو سره شوی دی او نور هغه هیوادونه چه په افغانستان کی خپل فوځیان او فوځی توکی لری هغوی به هم مجبور وی چه ورته قراردادونه د پاکستان حکومت سره امضا کړي.
په دغه قرارداد کی دا هم لیکل شوي دی چه متحده ایالات نه شی کولای چه د کراچۍ له بندره تر تورخم بندره نظامی توکی انتقال کړی مګر دا چه د افغانستان ملی اردو لپاره وي، دغه غوښتنه اصلآ د پاکستان د پارلمان وه او هغوی غوښتنه دا هم وه چه د پاکستان هوایی قلمرو دی باید هم د نظامی توکو د انتقال لپاره استعمال نه شي.
په نوی قرار داد کی د هوا د لاری د نظامی توکو پر بندیز څه نه دی لیکل شوي. همدا راز په نوی قرارداد کی د بی پیلوټه ډرن د حملو په هکله چه د پاکستان د پارلمان غوښتنه وه څه پکی نه دی ذکر شوي.
په نوی قرارداد کی دا هم نه دي ذکر شوی چه د هر کانتینر پر عبور به پاکستان ته د ټرانزیټ فیس څومره ورکول کیږی خو د پاکستان غوښتنه پر هر کانتینر ۵۰۰۰ ډالرو وه او د امریکی متحده ایالاتو موافقه د پخوا په شان په ۲۵۰ ډالرو وه، داسی راپورونه شته چه بالاخره موافقه د دواړو خواو پر ۲۵۰ ډالرو پر کانتینر شوی ده.
د پاکستان د خوشحالولو په خاطر د امریکی متحده ایالاتو په سل ګونو زره اظافی ډالرو د کومک موافقه هم کړی ده چه د پاکستان سړکونه پری ترمیم او جوړ کړي. پاکستان د امریکی متحده ایالاتو ته دا ویلی وو چه د هغوی سړکونه د هغوی د کانتینرونو پر عبور خراب شوي دي. مګر افسوس زمونږ د هیواد پر سرکونو چه په طورخم، بولدک او ویش کی د پاکستان  دوه ټرکه مال په یو ټرک کی باروی او بیا د افغانستان پر لور یی اړوي.
نو د پاکستان غوا له کلونو را هیسی واښه په افغانستان کی خوری او شیدی هلته کوي!!

والسلام