د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا د اشرف غني او دوستم د یو والی فیصله پر ځای ده؟

انجنیر سید احمد شاه سادات 14.10.2013 19:08

 د راتلونکي ریاست جمهوری د کانویدانو لیست چه له شلو نوماندانو څخه زیات دی په دغه لیست کی د ډاکتر اشرف غني نوم هم پکی لیدل کیږي.
د لیست د خپریدلو سره سم د ډاکتر اشرف غني پر خلاف تبلیغاتو زور واخیست، او د ده لخوا د دوستم د معاون اول ټاکلو نیوکی پری شروع شوی. معمولآ میډیا د همداسی شیبی په انتظار وي، احتمالآ که اشرف غني نه وای نو د میډیا خوله به استاد سیاف لوری ته اوښتی وه او د یو او بل څه په نوم به پری تبصیری کیدلی.  
اوس خبره دا ده چه آیا ډاکتر صاحب اشرف غنی د دوستم د معاون اول پر ټاکلو ګټه وکړه او که تاوان؟
 پر دی کی هیڅ شک نشته چه په لنډ مهاله ډول ډاکتر اشرف غنی د ځنی کسانو ووټونه د لاسه ورکړل، امآ په اوږد مهاله کی ډاکتر اشرف غني په دغه اقدام ګټه پورته کړه. چه تشریحات یی په لاندی ډول دي.
ماته د جناب پیر صاحب سید احمد ګیلانی هغه پر ځای خبره را یاده شوه چه راته ویی ویل چه په افغانستان کی د شمالی ټلوالی نه بغیر حکومت کول ناشونی دی. او دا خبره تر یوه حده پر ځای درسته خبره ده.
شمالی ټلواله او جنګ سالاری په افغانستان کی په تدریجی ډول د جناب کرزی صاحب او د متحدینو لخوا یی جوړه اودغه ټلواله یی په زرواکۍ او زورواکۍ  بدله کړه. چه د دوی د موجودیت نه علاوه حکومت کول په فعلي وخت کی واقعآ ناشونی دی.
او په همدی ترتیب که د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو لیست ته وګورو نو دا به په ډاګه شي چه د هری مطرحی ډلی سره معاون اول او یا معاون دوهم د شمالي ټلوالی له ډلی څخه دی.
د دوستم پر انتخاب که څه هم د ډاګتر اشرف غني څخه یو څه اندازه ووټونه د لاسه لاړل خو په مقابل کی یی د دوستم څخه څه باندی یو میلیون ووټونه تر لاسه کړل، ځکه دوستم پر خپل قوم پوره حاکمیت لري او قوم یی هغه چا ته ووټ ورکوي چه دوستم یی ورته په ګوته کړي.
 په دی کی هیڅ شک نشته چه دوستم په افغانستان کی د دشتی لیلی په  ستره فاجعی او ناورین کی لاس لري، خو په دی هم پوهیږو چه په افغانستان کی داسی جنګ سالار نشته چه هغه وژنه نه ده کړی. که دوستم په زرهاوو وژلي دي، نورو بیا په سلهاوو وژلي دي.او دا په داسی حال کی چه تر دی شیبی هم دوستم او هم دا نور زورواکانو د دولت په چوکاټ کی یی دندی درلودلی.
 که د افغانستان اساسی قانون په پام کی ونیول شی نو بیا ډیر کاندیدان باید له لیست څخه لیری کړل شي چه ځنی یی پخپله او د ځینو معاوینین په جنګي جرمونو کی ککړ دي.
مګر متاسفانه د افغانستان په جنګونو کی پرجنګی مجرمینو لا له پخوا هم نړیوالی ټولنی او هم د امریکی متحده ایالاتو سترګی پټی کړي دي. او تر هغی به سترګي پټی ساتی چه تر څو په دوی کی خپلی ګټی ویني. د افغانستان د جنګونو مجرمین اوس په سپینو کوترو بدل شوي او د سزا نه مسون دي او د سزا پر ځای امتیازات ورکول کیږي، او په دی کی شک نشته چه دغه مسونیت ورته جناب کرزی صاحب او د متحده ایالاتو ور په برخه کړی دی.
په همدی ترتیب د معاون اول په صفت د دوستم انتخاب د امریکی د متحده ایالاتو د مشوری نه پرته ناشونی کار دی، ځکه که تاسی وګوري د ډاکتر صاحب د ټیم غړي داسی کسان دي چه د امریکی په حکومت کی پوره نفوس لري او وخت نا وخت رسمی او غیر رسمي مشوری سره تبادله کوي. دا ډیره نا ممکنه ښکاري چه د دوستم په انتخاب کی ښاغلی ډاکتر صاحب اشرف غني، ښاغلی خلیل زاد او ښاغلی جلالي دی سره سلامشوره شوي نه وي. ډیر امکان دا هم شته چه د دوستم په انتخاب کی دا مشوره ډاکتر صاحب ته خلیل زاد ورکړي وي ځکه د خلیل زاد او د دوستم اړیکی لا له پخوا ښی دي.
اوس خبره په دی کی ده چه که د شمالي ټلوالی نه بغیر حکومت جوړول ناشونی کار دی، نو بیا د جنرال دوستم انتخاب په اوږدمهاله ډول د ډاکتر اشرف غني په ګټه دی، دا ځکه که تاسی د دوستم نفوس او قدرت ته وګورۍ نو بغیر د یو څو شمالي ولایاتو څخه دوستم په بل ځای حکمیت نه لري چه دا به د ډاکتر اشرف غنی  آیینده حکومت ته دا موقع ورپه برخه کړي چه د یو  ولسمشر په صفت په خپل حکومت کی پوره حاکمیت ولري. او په همدی ډول په شمال کی د جنرال عطا محمد نور مهار کول هم یوازی د دوستم پواسطه کیدای شي چه دا هم د یو قوي مرکزی حکومت په جوړښت کی مهم رول لري. د دوستم پواسطه تر یوه حده زور واکي هم ختمیدلای شي ځکه دوستم د شمالي ټلوالي یو بی باوره ملګری دی او نور زورواکان به حمایه نه کړي.
نو په همدی ترتیب ډاکتر اشرف غنی احمدزي د دوستم په انتخاب کی په فعلی شرایطو کی په اوږدمهاله ډول یو پر ځای پریکړه کړی ده چه که کامیاب شول افغانستان د ثبات په لوری وړلای شي.
ماته د خدای بخلي لیکوال غلام محمد زرملوال هغه خبره را په یاده شوه چه د کرزی صاحب د دولت د پالیسی په هکله یی راته کړی وه، ویل یی چه دا کښتۍ به سره په زوره نه خوروو ګنی ټول غرقیږو. امید دی چه په تدریجی ډول په آیینده کی د ولسمشرۍ لپاره دا سی معیارونه تطبیق شي چه د مجرم، بی تعلیمه او مفسیدو کسانو لپاره پکی د کاندیدیدلو لاره نه وي. او خدای دی وکړی چه آیینده د افغانستان انتخابات په ګوندونو ولاړ وي چه دوه یا دری ډلی وی او د هیواد د پرمختګ د پلان پر بنیاد ورته خلک ووټ ورکړي او ګټونکي شي او حاکمه ډله د افغانستان د ترقۍ او د خلکو د خدمت مصدر وګرځي.
د یو آزاد با ثباته او با امنه افغانستان په هیله
والسلام