د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په انګلستان کی د نوری فایبر ستر انقلاب

انجنیر سید احمد شاه سادات 09.03.2014 12:05

د انګلیستان په سیمداره لینی تیلیفونو په نیټورک کی ستر انقلاب روان دی


د انګلستان د تیلیفونی خدماتو زیربنایی پروژی د بریټش ټیلیکام سره دي. بریټش ټیلیکام پخوا یو دولتی شرکت وو چه وروسته بیا  یو سهامی شرکت شو.
بریټش ټیلیکام خپل ټوله زیربنایی پروژه چه د کاپر (مسی تارونو) کیبل څخه جوړه وه په نوری فایبر یی بدلوي. د همدی موخی لپاره دغه پروژه د تطبیق په حال کی ده او په ځینو ښارونو کی تطبیق شوی او خدمات یی عوامو ته وړاندی شوی دي.
د دغی پروژی په عملی کیدو سره به په ټول انګلستان کی دری ملیونه کیلو متره نوری فایبر مزی وغزول شي. او پنځوس زره  د سرک تر غاړی د تیلیفون لوی صندقونه به ولګول شي او دری ملیونه کوچنی د خپریدو صندقونه به ولګول شي. ددغی پروژی تطبیق چه دوه کاله به نور هم دوام وکړي د انګلیستان نوی فیصده ساحه د نوری فایبر تر پوښښ لاندی راولي. هر کور او هر دفتر به د سریع انټرنیت نه ګټه پورته کوي. د انټر نیت سرعت به ۸۰ میګابیت په سیکنډ ښکته کیدو او ۲۰ میګابیت پر سیکنډ د پورته کیدو ظرفیت ولري. که د افغانستان سره یی مقایسه کړو په افغانستان کی اوسط ډول د انټرنیت سرعت صفر اعشاریه یو سلو اته ویشت (۰،۰۱۲۸) میګابیت په سیکنډ دی، همدا راز زمونږ د ګاونډیو هیوادو کی هم انټرنیت ضعیف دی.
د انګلیستان دغه فایبر پروژه به عوام د خپلو کورو څخه تر هغوی د نژدی ایکسچینج (مرکزی دستګاه) سره وصل کړي.
د یادوی وړ ده چه د مرکزی دستګاه ګانو تر منځ د فایبر مزی چه بکبون (د ملاتیر) نیټورک هم ورته وایی لسګونه کاله پخوا تطبیق شوی ده.
د دغی پروژی تیکنالوژی چه فایبر تر کوره او فایبر تر صندقه هم ورته وایی، امید لرم چه یوه ورځ به دغه تیکنالوژی افغانستان ته هم لاره ومومی او فایبر تر کوره او فایبر تر صندقه به زمونږ هیواد کی هم تطبیق شی.

د فایبر نیټورک ځینی ګټی:
۱ ډیر زیات د معلوماتو د انتقال ظرفیت لري
۲ معلومات د یو ځای څخه بل ځای ته په ډیره چټکۍ انتقالوي
۳ ددغه نیټورک عمر زیات دی
۴ دغه نیټورک مزی د ځمکی لاندی زنګ نه کوي نه خرابیږي
۵ د الیکترو مګنیتیکی اخلال په مقابل کی مقاومت لري
۶ د کراس ټاک یا د نوروخلکو غږونو اوریدلو په مقابل کی مقاومت لري
۷ لیری فاصلی ته د معلوماتو انتقال بغیر له معلوماتو ورکیدلو او یا د سرعت کمیدلو
۸ فایبر تر صندقه د ۸۰ میګابیت پر سیکنډ ښکته کولو او ۲۰ میګابیت پر سیکنډ د پورته کولو ظرفیت لری
۹ فایبر تر کوره د ۳۰۰ نه تر ۱۰۰۰ میګابیت پر سیکنډ د ښکته کولو او ۳۰ میګابیت پر سیکنډ د پورته کولو ظرفیت لري
۱۰ بله دا چه د فاییر نیټورک تطبیق او مراقبت هم اسان دی.

والسلام