د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مبایل تیلیفون له لیاری څوک څرنګه تعقیبدلای شي

انجنیر سید احمد شاه سادات 08.01.2015 11:37

قدم په قدم په عملی بڼه

د مبایل تیلیفون د لیاری د یو شخص او یا د یو عرادی تعقیبیدل د نوی عصر یو له زړه پوری لاسته راوړنو څخه ده چه د ضرورت په وخت کی دولتی چارواکی او شخصی شرکتونه تری استفاده کوي.
د مبایل پواسطه تعقیبیدل هم مثبت او هم منفی اړخونه لري. چه مثبت اړخونه یی د ورانکارو او د ورانکارو د ځالو له منځه وړل دي او د یوی عرادی تعقیبیدل دي چه چیرته او کوم ځای ته ورسیده او هم د کوچنیانو د خپلو والدینو پواسطه تعقیبیدل دي. همدا راز ډاکتر کولای شی چه په ژوندی بڼه د خپل مریض په هکله په ژوندی بڼه معلومات را ټول کړی او هم یی تر نظارت لاندی ونیسی. منفی اړخونه یی دا دي چه د انسان آذادی ورسره ختمیږی، ځکه دلته هر وحت یو څوک شته چه د ستا د موقعیت په هکله معلومات ورسره دي چه ممکن ډیر خلک دا نه خوښوي.
که مبایل تیلیفون نه ګرځوی د نړۍ سره روابط دی سلب دي او که ګرځوی یی نو آذادی دی سلب ده.
 که د مبایل نمره دی چاته نه ورکوی او استفاده تری نه کوی نو د مبایل ګرځول بی فایده دی، او که یی استعمالوی نو ا‌ذادی دی سلب ده، دلته ختمآ یو څوک شته چه په اړه دی معلومات ورته شته چه ته چیرته یی. د مبایل پواسطه تعقیبیدلو لپاره صرف او صرف دومره هم کافی دی چه مبایل دی په جیب کی پروت وی، او که تری تیلیفون وکړی او یا ټکسټ ولیږی بیا خو کار ډیره اسانه کوي.
زه په لاندی ترتیب په ژوندۍ بڼه یوه د مبایل نمره چه ما د کار لاندی نیولی ده دلته یی تاسی سره قدم په قدم تعقیبیدل  تاسی سره شریکوم. البته زه د اکسفورد پوهنتون تدریسی مبایل شبکه استعمالوم، او اصلی د مبایل شبکو دستګاوو ته د انګلستان د امنیتی ارګانونو څخه بغیر هیڅوک لاسرسی نه لري.
د تیلیفون په دستګاه کی ددغه کس د مبایل ډاټا په لاندی ډول پرته ده. چه زه یی د کار لاندی نیسم او تحلیلوم یی.


په پورتنی جدول کی که مونږ وګورو د دغه شخص کوردینات په دیسیمل کی دي. مونږ یی په درجو زاویه او سیکنډونو اړوو.
ددی کوردیناتو اړولو لپاره پروګرامونه هم شته او ویبسایتونو هم شته چه اړولی یی شي. مونږ له لاندی سایټ نه استعفاده کوو.
 http://transition.fcc.gov/mb/audio/bickel/DDDMMSS-decimal.htm




په همدی ترتیب ټول ډیسیمل کوردینات په درجه مینټ او سیکنډ اړوو او لاندی جدول لاسته راوړو.


اوس دغه پورتنی کوردینات په ګوګل نقشه کی پیدا کوو او د هغه بی ټی ایس انتن ساحی هم پیدا کوو چه دغه مبایل تری سیګنل اخلي.
 له پورتنی کوردینات څخه دا معلومیږی چه دغه مجرم کس په لاندی موقعیت کی قرار لری.

اوس مونږ ګورو چه مطلوب مبایل له کوم بی ټی ایس انتن نه سیګنل اخلي.
له دغه لاندی افکام ریګولیتری ( د انګلستان د مبایل خدماتو د مونیتور اداره) بریښنا پاڼه څخه استعفاده کوو چه معلوم کړو چه نژدی د بی ټی ایس انتن چیرته دی.
مونږ وینو چه ددغه نظارت لاندی مطلوب شخص خواته نژدی انتنونه په لاندی ډول دي.
  http://www.sitefinder.ofcom.org.uk/search


له هغه کوردیناتو چه مونږ یی په جدول کی تر لاسه کړل وینو چه دغه د نظارت لاندی مطلوب شحص له ودافون دریم نمبر انتن نه سیګنل اخلی او په لاندی د سرک تر غاړی په لیاره روان شوی دی. دغه ساحه لندن سرک نومیږی او په اکسفورد انګلستان کی ده.


په پورته د ګوګل نقشه کی دا هم وینو چه په یوه نقطه کی د مطلوب شخص د مبایل سیګنل د دریم نمبر سایټ پر ځای د څلورم نمبر سایټ (انتن) څخه سیګنل اخلی چه هندور ورته وایی.

په دستګاه کی ښایی چه ددغو دوو بی ټی ایس انتن ساحی په لاندی کوردیناتو قرار لري.
ددریم نمبر بی ټی ایس انتن کوردینات:
Latitude= 51:45:18.35 (51.755097), Longitude= 1:13:27.63(1.224342)
د څلورم نمبر بی ټی ایس انتن کوردینات:
Latitude= 51:45:02.97 (51.750825), Longitude= 1:14:39.58(1.244328)

اوس ددغو دوه بی ټی ایس (انتن) او د مبایل تر منځ فاصله معلوموو. ددغه لاندی بریښنا پاڼی څخه استعفاده کوو.

 http://andrew.hedges.name/experiments/haversine/



د پورتنی بریشنا پاڼی څخه په استعفاده دا ویلی شو چه مطلوب شخص په ذکر شوو کوردیناتو کی د انتنونو څخه په لاندی فاصله کی قرار لري.

تاسی وینۍ چه مطلوب شخص موقعیت او د هغی فاصله د دواړو انتنونو څخه په پوره دقیق ډول مو پیدا کړه.
اوس که امنیتی اداره هر څه کول غواړی پر مطلوب شخص یی تطبیقولی شي.
زمونږ د ګران هیواد د مخابراتو ډاټا خوندي نه ده او هر څوک ورته لاسرسی لرلای شي او په راتلونکی کی ډیر مشکلات زیږولای شي. زمونږ د افغانستان اړونده چارواکی په وړو وړو شیانو اخته دي او لوی لوی کارونه تری پاته دي چه یو له دغو لویو کارونو همدغه د مخابراتو دستګاه ته لاسرسی دی چه هم غږیز پیغامونه او هم د مبیایل کوردینات پکی ثبت دي.
د ټولو مخابراتی شرکتونو ډاټا باید پوره خوندي وی او هر شخص باید لاسرسی ورته ونه لري، خو ما دا خبره په تکرارډول  کړی ده چه د مخابراتو محرم اسنادو ته لاسرسی خوندی نه دی او نتیجه یی هم ولیدل شوه چه په تیرو انتحاباتو کی وخت نا وخت غږیز ریکارډونه میډیا ته راووتل.
غږیز پیغام خو لا یو مشکل او که د ځای معلومول عامو خلکو ته لاسرسی وموند نو بیا تاسی به شاهد اوسۍ چه په سلګونو خلک یو او بل د خپلو شخصی او سیاسی موخو لپاره له منځه وړي.
او که بهرنی استخبارات ورته لاره پیدا کړی بیا خو هیڅکله هم له هغوی دا راز افشا نه شی او په مسلسله توګه به په افغانستان کی خپل اهداف پر مخ وړي.
والسلام
انجنیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتو د علومو ماستر او متخصص
د یو اباد او مترقی افغانستان په هیله
اکسفورد، انګلستان